نقد، نظر او زیاتونه
د پښتو تطبيقي غونډله پوهه کتاب محتویاتو تشریح او لنډ تحلیل:
د پښتو تطبیقي غونډله پوهنې کتاب د کابل پوهنتون استاد ښاغلي محمد قسيم چمتو لیکلی چې په ۱۳۹۸ کال د جهان دانش خپرندويه ټولنې په کابل کې په ښه بڼه د چاپ په ګاڼه پسوللی دی.
د کتاب ډيزاین هېوادمل کړی او لومړی ځل دا کتاب چاپ شوی دی چې زما تر ګوتو رارسېدلی دی.
دا کتاب د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په سپین کاغذ او ښکلې پښتۍ کې د نورو کتابونو څخه لږ په لوی سایز چاپ شوی دی.
په کتاب په لومړي سر کې له خویشکي صیب څخه مننه شوې او تقریظ پرې لیکل شوی دی.
ورپسې د مطالبو نوملړ یا فهرست دی چې ټول سرلیکونه پکې ځای پرځای شوي دي خو د مطالبو فهرست پرځای یې (فهرست مطالب) په دری متن لیکلی چې ممکن د کمپوزر غلطي وي، دا ځکه چې د کتاب ژبه ډېره کره او سوچه پښتو ده نو امکان نلري چې چمتو صیب دې داسې غلطي کړې وي.
یا هم ممکن د ډیزاین شوي نوملړ په تیار ډیزاین کې ایډیټ او اوډون شوی وي او د کمپوزر اسانۍ لپاره پکې سمونه نده کړې.
دا کتاب پنځه فصلونه لري، په هر فصل کې موخې، پیلیزه لري او په اخري کې د ماخذونو ذکر حتمي راغلي، همداسې پوښتنې هم لري
دا کتاب د یوه تدریسي بشپړو اصولو په اساس جوړ شوی دی.
ځکه یې پکې د یوه تدریسي کتاب ټول نړيوال معيارونه په پام کې نیولي دی.
غونډله پوهه (نحوه) کتاب محتويات او تحلیل
د پښتو غونډله پوه (نحوه) کتاب پنځه څپرکي لري، په لومړي فصل کې د غونډلې پېژندنه او تعریف شوی، نوموال غونډ، ستاینوميزه غونډله، کړوليزه غونډله، ټينګاري کړوليز عبارتونه او اداتي ارتباطي غونډلې شاملې دي. همدارنګه پوښتنې او اخځليکونه هم د هر فصل په پای کې لري او د فصل په پیل کې موخې او پیلیزه لري.
دويم څپرکي کې ګړنې یا فزیولوژيکي واحدونه تشریح شوي دي له ډېرو واضيحو بېلګو سره.
- ګړنې او پېژندنه یې
- نوموالې ګړنې
- ګړوالې ګړنې
- ټرنګ یا ترکيب هم پکې په ښه شان سره تشریح شوی دی.
دريم فصل د غونډلې شپړوونکي توکي، موخې، پیلیزه، ټاکندوی، ډولونه یې، تشریح کوونکي، شدت ورکوونکي، فقره، د فقرې ډولونه، نومواله فقره، کړوليزه فقره، لنډیز او پوښتنې.
څلورم فصل کې د کتاب د اصلي موضوع (جملې) تریف، جوړښت، مبتدا و خبر، مسند او مسند اليه، اسمي جملې، فعلي جملې، مستقيم مفعول، غير مستقيم مفعول، اهنګ، خج، بېلتون او پیوستون او همدارنګه د معمول مطابق پوښتنې او ماخذونه پکې لیکل شوي دي.
پنځم فصل کې څه دي؟
د پښتو جملو جوليز او مانیز جوړښت پکې په بشپړ ډول تشریح شوی دی
جمله (غونډلې) تعریف: نحوه عربي اصطلاح ده چې مانا یې( لاره، طریقه، روش، دود او طرز) ده خو د ګرامري مانا له مخې دا د ګرامر هغه برخه ده چې په هغه کې د غونډونو(عبارتونو) جملو، اصطلاحاتو او فقرو جوړ اوډون او ډولونه تر څېړنې او کتنې لاندې نيول شول کېږي.
تږی ۱۱مخ-۱۳۵۷
د عبارت تعریف: د لغتونو او مورفيمونو داسې ټولګه ده چې په خپل منځ کې ګرامري اړيکې ولري خو بشپړه مانا څرګنده نه کړي. لکه: وړمه ورځ، ښه خلک، دوه کمپيوټرونه، ورور ورو، غوږ نيول، د سيند څپه او نور…
د عبارت نښې:
عبارت له دوو یا زياتو خپلواکو او نا خپلواکو مورفيمونو څخه جوړېږي.
په عبارت کې یوه کلمه د بلې تابع ګرځي.
په عبارت کې د کلمو ترمنځ نحوي اړيکه ټنیګېږي.
پر کتاب نیوکه داده چې ډېر ثقيل او نااشنا لغاتونه یې کارولي دي چې قوسونو او ډېرو کره لغاتونو د متن پیغام او ماهيت ته زيان رسولی او له رواني او سلاست حالت څخه یې سخت او تکلف حالت ته رسولی دی.
د جملې ګرامري شننه
تاسو پوهېږئ چې نړۍ په هره برخه کې د تحول او پرمختګ په حال کې ده او ورځ په ورځ په کې نوي شيان او پديدې رامنځته کېږي، دغسې ژبه چې ددغو پرمختګونو د افادې يوه وسيله ده هم له دغو پرمختګونو سره ځان عياروي او دغه ټولې افادې د جملو په وسيله ترسره کېږي. جمله د غونډله پوهې، بنسټیزه موضوع ده چې پخپله نحوه syntax د ګرامر اساسي برخه ده چې نحوي واحد یې جمله ده.
مثلاً:
(وکيلان هره ورځ په تلوېزيونونو کې د دروغو ډنډورې خپروي.)
(وکيلان د دروغو ډنډورې په تلوېزيونونو کې هره ورځ خپروي. )
دلته لیدل کېږي چې لومړۍ جمله د دويمې جملې په پرتله پر غوږونو ښه لګېږي، ښه اهنګ لري او کيفيت یې هم لوړ دی ځکه چې اوډون پکې مراعات شوی او هر توک یې پر خپل خپل ځای د ليکنښو ایښودل هم ستره ونډه لري.
لاندې جملو کې لغوي او ګرامري مانا بدلون رامنځته کوي.
زه دده په کار پسې غوټې وهم
زه دده په کار پسې غوټې وهم
په پورتنيو جملو کې د (غوټې) په ويي کې که چېرې په لومړۍ څپې(غو) خج راوړل شي په دې مانا چې (زه دده کار ستونزمن کوم.) او که پر دویمې(ټې te) باندې خج راوړل شي نو دا مانا ورکوي چې ( زه دده په کار پسې هلې ځلې کوم.)
د کلام روانوالي په موخه بله اړينه موضوع د مبتدا او خبر ترمنځ سمون (مطابقت) دی چې دا باید له دريو اړخونو شخص، عدد او جنس له مخې هم په لیکنه او خبرو کې په پام کې ونیول شي. د مبتدا په برخې کې فاعل یا مفعول خبر په برخې کې کړ په یوازې توګه یا له خپلو اړوندو توکونو سره راځي.
د وګړي له مخې سمون دا مانا چې که چېرې زموږ فاعل لومړی شخص وي فعل به د لومړي شحص که ددويم شخص وي فعل به ددویم شخص او که دریم وګړی وي فعل به د دريم شخص په توګه ورسره راځي لکه:
زه ډوډۍ خورم
ته ډوډۍ خورې
دی ډوډۍ خوري
د عدد له مخې سمون دا چې که چېرې فاعل مفرد وي فعل به د مفرد او که جمع وي فعل به د جمع په توګه ورسره راځي.
لکه:
هلک ولاړ
هلکان ولاړل
نجلۍ ولاړه
نجونې ولاړې
د جنس له مخې سمون دا مانا چې که د مبتدا په برخې کې فاعل نرينه وي فعل به د نرينه توګه او که شځينه وي فعل به د ښځينه په توګه ورسره کارول کېږي. لکه:
له خپور شو
رڼا خپره شوه
دغه راز که چېرې د مبتدا په برخې کې یو نرينه او یو ښځينه مفرد نوم یا نرينه او ځو ښځينه مفرد نومونه او یا مفرد نرينه نومونه او یو ښځينه مفرد نوم وي فعل د جمع نرينه په توګه ورسره راځي. کله:
ښادي او غلم راغلل
منډه، بېړه، هڅه او کوښښ مې وکړل.
لاس، غوږ، سر او پښه مې ژوبل شول.
خو که د مبتدا په برخې کې جمع نرينه او ښځينه نومونه وي فعل د هغه نوم لپاره ګردانېږي چې فعل ته نيږدې وي یا په بله وينا د مبتدا د برخې د وروستي نوم لپاره ګردانېږي.
لکه:
ګيدړې او لېوان ماړه شول.
لېوان او ګيدړې مړې شوې.
د ننګرهار پوهنتون ناسم ځکه دا مانا لري لکه دا پوهنتون چې یوازې دننګرهاريانو لپاره وي او نورو ولایتونو خلک پکې زده کړې نشي کولای یا اجازه نلري.
خو که ننګرهار پوهنتون ووایو، مانا دا چې ننګرهار نوم دی او هر څوک په شرایطو برابر کسان پکې زده کړې کولای شي.
پایله
د پښتو تطبیقي غونډله پوه کتاب کې موږ پدې پوهوي چې یوه جمله څه ده، څو برخې لري، مبتدا و خبر، مضاف او مضاف اليه، اقسام، څپه خج او د لغاتونو او لیکنښو وړاندې او وروسته والي، بېلتون او پيوستون د یوې جملې پرمحتوا، مانا، مفهوم او تخنيکي جوړښت څومره اغېز کوي.
نمګړتیاوې او پېژندنې یې له بېلګو سره په لیکنه کې ځای پرځای شوي، هیله ده ستاسو د خوښۍ او پاملرنې وړ ګرځېدلي وي.
ماخذونه:
۱-چمتو، محمد قسيم، چاپکال-۱۳۹۷، جهان دانش خپرندويه ټولنه
۲-زيار، مجاور احمد، پښتو پښويه. کال ۱۳۹۱-دانش خپرونديه ټولنه
۳-یون، محمد اسمعيل- تاند وېبسایټ- مقاله، ۱۳۹۹