شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد جرمني د سولې کلی کابو ۱۰۰ افغان ماشومان د درملنې لپاره...

د جرمني د سولې کلی کابو ۱۰۰ افغان ماشومان د درملنې لپاره خپل هیواد ته بیايي

تاند (شنبه، د دلوې ۲۲مه) د جرمني د سولې کلي روغتیايي مسوولانو په کابل کې د یو شمېر ناروغو ماشومانو له لیدنې وروسته وویل چې نژدې ۱۰۰ تنه ناروغ ماشومان به د درملنې لپاره جرمني ته یوسي.

په تېرو کلونو کې جرمني سلګونه افغان ماشومان، په تېره بیا هغوی چې زړونه یې سوري وو، د درملنې لپاره خپل هیواد ته لېږدول خو د طالبانو له واک ته سیدو وروسته دا بهیر ودرید.

 افغاني سره میاشت ټولنې تېره اوونۍ وویل، یوولس زره په زړه سوري ماشومان یې ثبت کړي او هڅه کوي چې په هیواد کې دننه یا بهر یې درملنه وکړي.

د دې ټولنې د ویندوی عرفان الله شرفزوی په وینا، له ۲۰۰۸ څخه تراوسه پورې په هیواد کې دننه او بهر د ۱۳ زره ماشومانو د سوریو زړونو درملنه شوې ده.

د ده په وینا، دا پروسه د یوه کال په مخه درېدلې وه خو له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بیا پیل شوې ده.

شرفزوی وايي، په تیرو ۵ میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې ۱۸۴ تنه تداوي شوي او کورونو ته تللي خو په دې موده کې ۱۱ زره نور ثبت شوي چې باید په داخل او یا خارج کې تداوي شي.

په همدې حال کې د جرمني د سولې کلي روغتیايي مسوولانو وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې له ۱۲۰ ناروغو ماشومانو څخه ۲۰ تنه غوره کړل چې باید جرمني ته واستول شي.

د دوی په وینا، افغانستان ته د خپل دوهم کالني سفر په لړ کې به نژدې ۱۰۰ ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستوي.

د جرمني د سولې کلی هغه ماشومان د درملنې لپاره خپل هیواد ته بیايي چې سخت سوځېدلي وي، د هډوکو جدي ستونزه لري او یا مثانې تکلیف لري.

د جرمني د سولې کلي له ۱۹۸۸ څخه تراوسه پورې په جرمني کې د څه باندې ۴ زره افغان ماشومانو درملنه کړې او بېرته یې په افغانستان کط خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب