ما دې ته کتل، دې د کافي ځګ ته. شاته یې د کافي شاپ پر سرو پردو د مازدیګرني لمر وړانګې لګیدې.
نه پوهیدم چې کیسه ورته وکړم که نه. مخکې تر دې چې د کافي څښلو بلنه ورکړم داسې مې ګومان کاوه چې هرڅه سم شوې دي خبره به سپینه شي، خو کله چې دا راغله د کافي په خاطر یې داسې مننې وکړې لکه ما چې بس د همدې لپاره راغوښتې وي. د یوه لاس ګوتې مې پر بل ټینګې کړې. دې د خپل مړوند کره چې لکه شنه زرغونه رنګیدلې وه تاراتاو کړه:
-ښه یې، لږ نارامه ښکارې
– بیخي ښه یم
شونډې یې ورو د پيالې ژۍ ته وروړې، لکه چې نه یې غوښتل د شونډو ګلابي رنګ یې پيکه شي. ورته ومې ویل:
-ما هغه ورځ فکر کاوه چې ته کتابخانې ته راځې
-کومه ورځ؟
-پنجشنبې خو بیا راښکاره نه شوې
-نو ولې دې داسې فکر کاوه
-تا تیره اونۍ سې شنبې په پوهنتون کې په برنډه کې خپلې ملګرې ریتا ته وویل چې پنجشنبې کتابخانې ته ځم
پیاله یې پر رکابۍ کیښوده، ټنګ ټونګ یې شو، لږ کافي هم تر توی شوه:
-په نارینه و کې داسې ښه حافظه
یوه نجلۍ زموږ د میز څنګ ته تیره شوه، دې مغزی پسې کوږ کړ، بیا یې وویل:
-ریتا هر وخت ماته وایي چې ستا حافظه ښه نه ده خو راباندې ګرانه یې
په زړه کې مې وویل:
« ته هم چاته کیسه کوي»
دې راته وویل:
-څه دې ویل
-هیڅ
-تا خو راته ویل چې په کافي شاپ کې څه مهمه خبره راته کوې
-څه نه
زما مټ یې په خپل لاس کې ونیو، لکه الوتکه چې پورته کیږي زړه مې ولاړ. چوکۍ مې رامخته کړه:
-د پنجشنبې په ورځ زه کتابخاني ته تللی وم، له ما سره ګلان و..
-د څه شي ګلان
-ما ویل چې..
-تا څه ویل
لاړې مې تیرې کړې:
-چې تاته یې درکړم
دې لاسونه رااوږده کړو، زما د لاسونو پر سر یې کیښودل، زړه مې ودربیده، دې سترګې پټې ونیولې. تر اننګو لاندې تور داغ ته یې ځیر شوم. خپل مخ مې وګیریده، لاسونه مې د دې تر لاسونو لاندې و، ورته ومې ویل:
-کافي سړه شوه
لکه له خوبه چې پاڅې یا وویریږي ټکان یې وخوړ:
-زه ملګرې لرم، زه او ریتا ملګري یوو
ما کافي یو غوړپ کړه. سره پاڅیدو دې ته زنګ راغی، لاس یې پورته کړ. په لنډو ویښتو کې د نارینه په څير راته ښکاره شوه.
پراګ