یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهلوګر کې په درې پېښو کې د اقتصاد د رییس په ګډون...

لوګر کې په درې پېښو کې د اقتصاد د رییس په ګډون پنځه کسان وژل شوي

تاند (یکشنبه د ثور ۱۹) د لوګر ولایت د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د لوګر امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی سعیدي نن سهار دندې ته پر لاره و چې د کابل-لوګر لویې لارې پر سر د بلند آب په سیمه کې وسله والو طالبانو ډزې پرې وکړې.

دا سیمه له مرکز پل علم سره یوازې څو کېلو متره واټن لري.

د یو بل خبر له مخې په لوګر کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې د لوګر د افغانستان بانک څانګې د مدیر په ګډون څلور سرتيري وژل شوي او یو سرتیری ټپي شوی دی.

 د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ویلي، چې لومړۍ پېښه نن غرمه مهال ددې ولایت د مرکز پل علم اړوند په کلنګار سیمه کې شوې، چې وسله والو طالبانو په یوه موټر برید کړی او پکې سپاره د امنیت څلور سرتیري یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

 لونګ وایي، یادو سرتېرو په پکتیکا ولایت کې دندې درلودې.

 نوموړي دغه راز زیاته کړې چې نن یکشنبه ماسپښین مهال وسله والو طالبانو د لوګر د مرکز پل علم ښار اړوند په پادخواب شانه سیمه کې د افغانستان بانګ د لوګر څانګې مدیر هدف ګرځولی او وژلی یې دی.

لونګ وایي، د یادو دواړو پېښو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

 دا په نن ورځ کې درېیمه پېښه ده چې په لوګر کې ترسره کیږي، خو تر اوسه د دولت ضد کومې ډلې ددې ټولو بریدونو په تړاو تر څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب