شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو د یو شمېر نورو افغان سرتېرو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د یو شمېر نورو افغان سرتېرو د خوشې کولو خبر ورکړ

تاند (یکشنبه د ثور ۱۹) وسله وال طالبان له خپلو بندونو څخه د افغان حکومت د یو شمېر نورو بندي سرتېرو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه/ د ثور ۱۹/ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه ۴۴ افغان سرتېري یې د خپل مشر په امر د اختر د را رسېدو په مناسبت له بنده ازاد کړل.

نوموړی وایي چې دغه کسان په کندوز، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې خوشي شوي دي.

دده په خبره چې هر زنداني ته ۵۰۰۰ افغانۍ او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړل شوې او خپلو کورنیو ته یې واستول شول.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم طالبانو په یو شمېر نورو ولایتونو کې د افغان پوځ بندي سرتېري د خوشېکولو اعاد کړې ده.

طالبانو بغلان کې ۶۵ افغان سرتېري خوشې کړل

دغې ډلې ویلي چې د اختر تر ورځو به له دوی سره شته افغان سرتېري ازاد کړي. حکومت تر اوسه د طالبانو پر دغه څرګندونو او ادعاوو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. له افغان وژنې هم لاس واخلئ!
    د ټولې دنیا عالمانو دغه بدمرغه جنګ ناروا بللی، خو تاسو او مردارستاني ملاډوله خزندې یې نه منئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب