پنجشنبه, جون 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو بغلان کې ۶۵ افغان سرتېري خوشې کړل

طالبانو بغلان کې ۶۵ افغان سرتېري خوشې کړل

تاند (شنبه د ثور ۱۸) طالبانو په بغلان ولایت کې په وروستیو جګړو کې نیول شوي ۶۵ افغان سرتېري له خپل بند څخه خوشې کړل.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه/ د ثور ۱۸/ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه سرتېري چې اووه تنه یې ټپیان هم و د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوی له بند څخه خوشې شول.

نوموړي زیاته کړې چې هر زنداني ته ۵۰۰۰ افغانۍ او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړل شوې او خپلو کورنیو ته یې واستول شول.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبروري د ۲۹مې د هوکړې پر بنسټ، له خپلو زندانونو شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل. دغه راز طالبانو هم د افغان حکومت شاوخوا ۱۰۰۰ تنه بندیانو له خپلو زندانونو خوشې کړل.

تمه کېده چې د دواړو لوریو د بندیانو په خلاصون سره به ښکیلې خواوې یوې هوکړې ته ورسېږي او افغانان به د یوې تلپاتې سولې مالکان شي دغه راز په یوه سراسري اوربند به سلا شي، خو نه یوازې چې افغانان سولې ته ونه رسېدل؛ بلکې په دې ورستیو کې لاپسې تاوتریخوالی زیات شوی دی چې په څو ولایتونو کې خلک د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

بله خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې ډګر ورځ تر بلې په تودېدو دی او دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو عام افغانان وايي چې نور دې د ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسېږي او شته ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب