سيندگی(۱)
له «لورا لورې» نه تنا شته
نه ورېږي ږلۍ،
نه د گلپاڼو پر مخ
شته د باران ها څپڅپاندې ښکالو
نه را ورېږي
د سړو واورو
سپين څکالي گلان
نه د بوډۍ د ټال د ليد په تمه
نيمزالې پيغلې تر ګودره راځي
هو،
روږدي شوي دي اوس
زموږ د پښت پر شنو فصلونو باندې
د اسمانلارې
توندې توندې سيلۍ
د سرو سکروټو
سره ګلونه سپړي
او
له تاوجن خوگلن يې
ورېځې راسپړي څانګې
هلته د سپينو سپينو زاڼو بچي
د غزني په تم ولاړ سيندگي(۱) کې
سترګې پر لاره دي
وړې وزرې څنډي
د خپلو ميندو د راتلو په تمه
زما د کلي کورکوړۍ کوترې
وزرونه لپه کړئ دعا وکړئ
چې هسک راورانې نه کړي
د سپينو زاڼو سپينې
اوډلې ليکې
(۱) سيندگی: آب ايستاده، ولاړې اوبه، کوړم
د لارې سړی
چينې له شگو ډکې
شا او خوا پراته د منګوټو کودڼي
له سرو شگلنو سغېدلو ډنډو
د شنو کبوړو تاند لباندو
مړزگو وږم(۱) راځي.
ډکې ويالې له جلوهلو شنو اوبړيو ځنې
پکې ورستې دي د گلولو ولې
ده د سرامنو(۲)اوښکو سرو نېزونو(۳)
له لارويو ورکه کړې لاره
گوندې را پېښ شي لکه خضر،
يو د لارې سړی
چې مو لوټلی کاروان
بيرته پر پښو ودروي
او پرمخ واخلي سمه لار
د ورک برخليک موخې منزل پر لوري.
نوی ښار- کابل
(۱) بدبوی
(۲) خوناب
(۳) سېلاوونو
څاڅکي
څاڅکو ته گورم
چې راتوې شي
ترې را زرغون شي شگۍ گلونه(۱)
بيا سره مله شي يو تربله …
لښتي خړوب شي
بهاند بهاند
څپې څپې شي
جوړ اباسين ترې
د تلسمسورو سروگلکڅوشي.
سید منتظرشاه هاشمي
۲۰۱۷-۸-۲۶
(۱) يو راز دښتي گلونه