Homeادبشعرد سيدجيلاني جلان دوه غزلونه

د سيدجيلاني جلان دوه غزلونه

نغـري کې یــو بل تــه اړم دي لرګي

ځکه د اور خوراک ته سـم دي لرګې

اوس مو چارتراش نورو ملکو ته نه ځي

اوس تابـوتـونو ته هم کــم دي لرګي

هو زورور ته ترې امسا جوړه شي

خو د کمزوري په سر بـم دي لرګي

اوږده بـــاڼه یې بیا په اوښکو لانده

لکه چې بیا وهـلي زیــم دي لــرګي

جلانه ! بیا د سرو دردونو ډول ته

غبرګ اچولي لاس کې ډم دي لرګي

سیدجیلاني جلان

کابل

۱۱ سرطان ۱۳۹۸

زندګي بې تا پوره نه وه خوږې !

یادیدلې مې چاره نه وه خوږې  !

په اتڼ کې جونې ډیرې اوښتلې

پکې سپینه میناره نه وه خوږې !

ته چې نه وې نجات نه کیده له درده

دریاب و خو کناره نه وه خوږې!

اخیسته د ساه غړپ غړپ ترخې اوبه وې

پیاله وه پکې بوره نه وه خوږې !

د جلان په سترګو شپه جهنم خور و

رڼا لاس کې  ورسره نه وه خوږې !4

سیدجیلاني جلان

کابل

۳۰ غبرګولى ۱۳۹۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...