پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+آتروما څرنګه ناروغي ده؟|ډاکټر ش میره‌کی 

آتروما څرنګه ناروغي ده؟|ډاکټر ش میره‌کی 

 ډاکټر ش میره‌کی 

د شریان د دیوال غټوالی چې د غوړو، لکه کولسترول (Cholesterol)، د راټولېدو له امله رامنځته کېږي او په پایله کې د شریانونو تنګوالی پیدا کوي.

آتروما (Atheroma):

آتروما هغه حالت دی چې پکې د شریانونو په داخلي دیوال کې غوړ مواد، په ځانګړي ډول کولسترول (Cholesterol)، ورو ورو راټولېږي. د دې غوړو د زېرمې له امله د شریان دیوال غټ او کلک کېږي، د شریان لاره تنګېږي او د وینې بهېدل کمېږي. که دا حالت دوام ومومي، نو د زړه، مغزو او نورو مهمو غړو ته د وینې رسېدا ګډوډوي او د زړه حملې او دماغي سکتې خطر زیاتوي.

د آتروما لاملونه

آتروما ډېر وخت د لاندې لاملونو له امله رامنځته کېږي:

د وینې د کولسترول (Cholesterol) لوړوالی

د غوړو ډېر خوړل، په ځانګړي ډول حیواني غوړي

د شکر ناروغي (Diabetes Mellitus)

د وینې لوړ فشار (Hypertension)

سګرېټ څکول

لږ بدني حرکت

زیات وزن او چاغوالی

ارثي تمایل (کورنۍ سابقه)

د آتروما نښې

په لومړیو پړاوونو کې ښايي هېڅ نښه و نه لري، خو د شریان د تنګېدو له زیاتېدو سره دا نښې څرګندېږي:

د سینې درد (که د زړه شریانونه اغېزمن شي)

د ساه لنډوالی

ژر ستړیا

د پښو درد د ګرځېدو پر مهال

سر ګرځېدل یا ناڅاپي بې‌حسي (که د مغزو شریانونه تنګ شي)

د آتروما پایلې او خطرونه

که آتروما پر وخت ونه پېژندل شي او درملنه یې و نه شي، نو دا ستونزې رامنځته کولای شي:

د زړه حمله (Myocardial Infarction)

دماغي سکتې (Stroke)

د پښو د وینې کمښت

ناڅاپي مرګ

د آتروما مخنیوی

د آتروما د مخنیوي لپاره دا کارونه ډېر ګټور دي:

د غوړو او خوږو خوړو کمول

د سبزیو، مېوو او سالمو خوړو زیاتول

هره ورځ منظم بدني حرکت (لکه چټک قدم وهل)

د وزن کنټرول

سګرېټ پرېښودل

د وینې فشار، شکر او کولسترول منظم کنټرول

د آتروما درملنه

د آتروما درملنه د ناروغ  حالت ته په کتو توپیر لري:

۱. د ژوند د لارې بدلون

سالم خواړه

بدني حرکت

د وزن کمول

۲. درملنه

د کولسترول کموونکي درمل، لکه: Statins

د وینې نری کوونکي درمل، لکه: Aspirin (د ډاکټر په سلا)

۳. جراحي یا مداخله‌يي لارې

Angioplasty

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...