شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ نامتو فرانسوی انځورګر انري ماتیس مړ شو

په دې ورځ نامتو فرانسوی انځورګر انري ماتیس مړ شو

تاند- له نن څخه ۶۹ کاله پخوا د ۱۹۵۴ د نوومبر په ۳ نامتو فرانسوي انځورګر انري ایمیل ماتیس (Henri Matisse) د ۸۴ کلونو په عمر د فرانسې په نیس ښار کې ومړ.

انري ماتیس د شلمې پیړۍ تر ټولو مهم هنرمن او انځورګر ګڼل کېږي. دی د (Fauvist) غورځنګ مشر و او په رنګونو یې د ایکسپرسسیفنیس سبک تعقیباوه.

ماتیس د نوښتونو له کبله پر خپلو هم عصرو ژور اغېز درلود. د سوچه او په زړه پورې رنګونو په برخه کې د ده تاریخي کشفونه دومره مهم ګڼل کېږي لکه څومره چې له قیدونو او چوکاټونو څخه په خلاصون کې کوبیزم رول درلود.

انري ماتیس د ۱۸۶۹ د دسمبر په ۳۱ مه د فرانسې په (پیکاردي) کې زېږېدلی. انري د خپلې کورنۍ (مور و پلار) تر ټولو مشر زوی و، پلار یې سوداګر و. حقوق یې لوستي او له فراغته وروسته یې په همدې څانګه کې کار کړی، خو په دوه ویشت کلنۍ کې یې انځورګرۍ ته مخه کړه. ده د انځورګرۍ ترڅنګ مجسمې هم جوړولې.

په ۱۸۹۸ کې یې د تولو (Toulouse) ښار له یوې ځوانې ښځې سره واده وکړ او د یوه کال لپاره له پاریس څخه لندن ته لاړل او هلته یې (J.M.W. Turner) انځورګري ولوسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب