د پښتو ژبې او شعر و ادب د يو ځانله ادبي مکتب باني، افغان شناس او انسان شناس خوشحال خان خټک د پښتو د کلاسيکي شاعرۍ د زرين دور سره تعلق لري ۔ د پښتو ټول ستر کلاسيکي شاعران هم پۀ دې دور کښې زېږېدلي دي ۔ دې دور پښتو شعر و ادب ته ډېر څۀ ورکړي دي خو خوشحال بابا ئې يو ځلنده نمر دے چې پښتو شعر و ادب ئې د خپل فکر و فن په رڼا ځلولي دي ۔
خوشحال بابا يو ګڼ اړخيز او نابغه روزګار شخصيت و خو د هغۀ د فکر و فن يو اهم اړخ د پښتو فولکلور ( ما دي فولکلور، نيم مادي فولکلوراو غېر مادي يا لفظي فولکلور) سره تعلق لري. فولکلور يو بېن الاقوامي صنف دے چې د هر قام د تهذيب او تمدن بنسټ دے مونږ که د کلاسک پياوړيو شاعرانو، لکه رحمان بابا، حميد بابا، علي خان، کاظم خان شېدا، محمدي صاحبزاده او د خوشحال بابا د کورنۍ نورو شعرونه ولټوو نو خوشحال خان د خپلو متقدمينو، معاصرو او متاخرينو نه زيات پۀ خپلو افکارو، اثارو او اشعارو کښې د فولکلور پرېوانه زخيره او خزانه لري چې په دې مقاله کښې ئې د پروفېسر داور خان داود د کتاب خوشحال او فولکلور په اساس په ډېره مختصره توګه بيانوو۔
هرکله چې د خوشحال بابا متقدمينو، معاصرينواو متاخرينو د پښتو فولکلور اٰثار او اصناف غېرشعوري او غېر ارادي طور استعمال کړي دي ۔ ولې خوشحال بابا دې ته هم پخپلو شعرونو کښې يو شعوري رنګ ورکړے دے ۔ هغۀ چې په عملي توګه څۀ کړي دي، ليدلي کتلي دي هم هغه ئې د شعر په ژبه په ډېره ښکلې پېرايه کښې بيان کړي دي ۔ ځکه ورته يو حقيقت پسند (Realist) او فطرت پرسته (Naturalist) شاعر هم وئيلے شي ۔
د خوشحال بابا لۀ فولکلور سره ډېره مينه وه ۔ د ديارلسو کالو په عمر کښې ئې وسله په لاس اخستې وه او ان تر مرګه ئې لۀ لاسه نه ده غورځولې ۔ د سلو نه زياتو لويو وړو جنګونو کښې ئې برخه اخستې ده ځکه ئې په کلام کښې ځاے په ځاے د قسما قسم پخوانيو وسلو په حقيقي او مجازي دواړو معنو کښې په تفصيل سره ذکر کړے دے ۔
برخه ئې د تېغ راکړه په اصل کښې پښتون يم
پلار په نيکۀ نۀ يم بې دولته بې حشمه
توره چې تېريږي خو ګذار لره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه
خوشحال بابا پخپل رزمي او عسکري ژوند کښې هغه ټولې وسلې چې هاغه دور کښې د يو عسکر او سر لښکر د پاره لازمي او ضروري وې، پخپل کلام کښې ځاے په ځاے يادې کړې دي ۔ لکه توره، ډال، تېغ، شمشير، غشي، لينده، زغره، چاړۀ، جمدر، کټارۍ، ټوپک او نورو ډېرو پخوانيو او لرغونيو وسلو تذکره هغۀ پۀ خپل کلام کښې په رنګ رنګ طريقو کړې ده ۔ هم دغه وسلې دي چې په يوه زمانه کښې د جنګ وسيلې او د استعمال ذريعې وې او اوس د زړو نخښو نخښانو يوه درنه پنګه ده او د مادي فولکلور يوه لويه برخه ده ۔
لا په خوب په لړزه پرېوځي له کټه
چې د چا تر غوږ زما د تورې شړنګ دے
او
مرګه هومره مهلت راکړې په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وينو سورکړم
هسې خو د جنګ دا لړۍ د ادم عليه السلام د زامنو (هابيل او قابيل ) د وخت نه را روانه ده ۔ خو انساني تاريخ د جنګنامو دويم نوم دے او زمونږ ټول تاريخونه کۀ يوناني دي ، رومي دي، عربي دي، ايراني دي او کۀ افغاني، د انسانانو لۀ لاسه د انسان په سرو وينو لړلي دي او هر قوم او د هرې ژبې ادب خاص کر د شعري ادب يوه لويه برخه په ننګ او جنګ، تير او تفنګ، شمشير و سنان او په حرب وضرب مشتمله ده ۔
د خوشحال بابا د شخصيت او سيرت درې اهم اړخونه دي چې لۀ فولکلور سره د دۀ مينه اوتعلق څرګندوي ۔
اول : قوم ، ملي يا عسکري
دويم : روماني او جمالياتي
دريم : اولسي او ټولنيز
دا درې واړه د پښتنو د ژوند هاغه روښانه اړخونه دي چې د پښتو فولکلور کلهم اٰثار او علامات پکښې په مکمل ډول موندل شي ۔
خوشحال بابا د تورې سره سره په قلم هم جهاد کړے دے ۔ د خوشحال بابا د تورې او قلم داسې حسين امتزاج دے او داسې ښکلې ملګرتيا ئې ده چې ګمان نۀ کوم چې د دنيا په ادب کښې دغه ډول بل ادبي شخصيت پېدا شي ۔ دلته شاعر جرنېل دے او دا شاعر جرنېل دے او ډېر لوړ شاعر دے ۔
نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشي
نۀ به زما غوندې بل جنګيالے راشي
خټک خو پرېږده په درست جهان کښې
عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشي
خوشحال بابا لۀ رزم وبزم او جلال سره سره د جمال پرستار او پېرو کار هم پاتې شوے دے ۔ هغۀ په نسواني حسن بې کچه مئين و ۔ ځکه ئې په خپله شاعرۍ کښې په اول ځل د فارسي شاعرۍ د تقليد برعکس د معشوقې لپاره د مذکر په ځاے د مونث صيغه استعمال کړې ده او د مودو مودو د دې زاړۀ روايت سحر ئې د خپل انقلابي شخصيت او پنځوونکي ذهن په زور او ذريعه مات کړے دے ۔ ځکه ئې په کلام کښې کۀ يو خوا د جنګي او عسکري وسلو يادونه ليدل کېږي، نو بل لوري ته ئې د ښځو د کاليو، پتريو اوجاموکپړو بيان هم موجود دے ۔ په حقيقت کښې د خوشحال بابا معشوقه چرته د چين ماچين يا کوه قاف ښاپېرۍ نه بلکې پښتنه ده ۔
پښتنې جونه چې چا ليدې په سترګو
څوک چې ترکې د ختا ستائي خطا دي
خوشحال بابا د يو صاف ګو او حقيقت خوښوونکي شاعر په توګه وائي چې د ښځو زېب و زينت، ډول، سينګار او ښائست په کاليو، پتريو نۀ سېواکېږي بلکې دا د کاليو خوش قسمتي ده چې داسې مخ ته ورسي او قدر و قيمت ئې زيات شي ۔
په کاليو سره مخ ښائسته کېږي
ستا په مخ ښائسته ستا د مخ کالي دي
خوشحال بابا وائي چې څوک بدرنګه وي هم هغه به په کاليو مينه کوي ۔ خو زما ګل رنګه د کاليو محتاجه نۀ ده ۔ د هغۀ معشوقه د کاليو، پتريونه بغېر هم د حسن و ښکلا مرقع ده او هغې ته د ډول، سينګار هېڅ حاجت نشته ۔
نن د واړو دلبرانو غوره تۀ يې
کۀ دې يو لونګ په پوزه زېور نشته
خوشحال بابا د نسواني حسن و جمال شېدائي وۀ په دې وجه هغه دې موضوع ته ډېر زيات اهميت ورکوي د هغۀ په دې قسمه اشعارو کښې ډېر جدت دے، حرارت، حلاوت او جذباتيت موجود دے ۔ هم هاغه مخ ښکلے ګڼي چې د کاليو ،پترو نه بغېر هم ښکلے ښکاري ځکه چې د هغۀ په خيال ۔
خط و خال په ښۀ جمال باندې يو دود وي
نه چې حسن د خوبا په دې مزيد شه
او څوک چې پخپله ښائسته نۀ وي نو هغه په کاليو نۀ ښائسته کېږي۔
مخ د يار له خط و خاله مستغني دے
د غني وي هر سبب لۀ خپله کوره
زرګر په کليو، بانډو او ښارونو کښې د زنانه و د کاليو پتريو جوړولو په لړ کښې د خلقو حاجت روائي کوي ۔ د دۀ ذکر په ټپو، سندرواو متلونو کښې هم شوے دے ۔
زرګره دوه ګټې دې وکړې
چې ملغلرې خرڅوې شمارې خالونه
دا کالي چې د خوشحال په اشعارو کښې ئې ځاے په ځاے په مختلفو رنګونو او انداز کښې ذکر شوے دے ۔ د پښتنو د دود دستور او ثقافت ائينه دار دي ۔
خوشحال بابا د مادي فولکلور په حېث د ښځو د کاليو پتريو سره سره د دوي د کپړو او جامو ذکر هم کړے دے د زنانه و دا قيمتي او ښکلې جامې، کپړې د دوي د حسن يو ه ذريعه ده اوس د دې کپړو نومونه او يا ئې شکلونه بدل شوي دي،لکه زربفت،کمخواب ، بخمل،اطلس، سنجاف او داسې نور.
خوشحال بابا خو د محبوبو خولې ته هم لۀ بخمل سره تشبيه ورکوي د يار په خولۀ او بخمل دواړو کښې د نرم والي او پوستوالي صفت مشترک دے ۔
عاشقان چې تر سر تېر شي هله ښکل کا
د دلبرو پستې خُولې لکه بخمل
خوشحال بابا د يو فولکلورسټ په حېث په خپلوشعرونو کښې د داسې ډېرو زړو کپړو ذکر کړے دے چې اوس ئي څوک پېژني هم نۀ. بوقمون يو رومي رخت دے چې ساعت په ساعت رنګونه بدلوي بله معني ئې رنګا رنګ اوقسما قسم ده ۔ خوشحال بابا دا لفظ هم په دې معني استعمالوي ۔
يوعجب بوقلمون د زمانې دے
له افزون په ډېرو ژبو تر شانې دے
په دغه بېت کښې دې د شانې لفظ چې په مادي فولکلوري اشياو کښې راځي استعمال ته هم پام وکړے شي ۔ کتان هم يو قسم رخت دے ۔ د دې په حقله دا خيال دے چې دا د سپوږمۍ په رڼا کښې پړق، پړق چوي ۔
هغه ځاے چې د رښتيا مهتاب ښکاره شي
د کتانو تار او پود ښکاره ښکاره شي
د خوشحال بابا د مادي فولکلور نه پس د نيم مادي فولکلور ذکر هم ضروري دے ۔ د پښتنو د توهم پرستۍ يا وهمونو (Superstition) څۀ تحريري ريکارډ نشته ۔ دا مونږ ته سينه په سينه رارسېدلي دي ۔ لۀ وهمونو سره د ويرې، خوف او خطر احساس تړل شوے وي ۔ د خوشحال په کلام کښې دې اړخ ته ډېره زياته توجه شوې ده ۔ خوب ليدل هم له توهم پرستۍ سره تعلق لري ۔ خوشحال د خپلو خوبونو ذکر هم په خپل کلام کښې کړے دے ۔ چې ما پرې ځانله مقاله هم ليکلې ده ۔ د خوشحال بابا په زمانه کښې د روم او يونان د حکومت او سياست دبدبه وه ۔ هغه پخپل يو خوب کښې ويني چې د روم لښکرې په هندوستان راغلې او د اورنګزېب بادشاه حکومت او سلطنت ئې دړې وړې کړے ۔
د روم لښکرې په هندوستان راغلې
نسکور د شاه د خېمې چوبونه
د خوشحال بابا دا ارمان او خواهش و چې د اورنګزېب بادشاه سلطنت نېست نابود او تباه شي ۔ دا يوه عامه مشاهده ده چې د رويايې صادقه نه استثنا د خوبونو اکثرې معنې اپوټه خېژي ۔ خوشحال خان يو عالم فاضل سړے و ۔ هغه د علم نجوم، علم جفر، علم ابجد او د خوبونو او فالونو علم و هنر حاصل کړے و ۔ فالنامه د خوشحال بابا د علم وهنر يوه ښکلې او سپېځلې نمونه ده چې لۀ لوستلو سره اړه لري ۔ په پښتنو کښې د نورو قومونو په څېر رنګ رنګ دودونه او دوستورونه موجود دي ۔ پخوا به پښتنو اکثر په ماتو شويو خاورينو لوښو کښې بوټي او ګلونه کرل ۔ زمونږ په کلي والو علاقو کښې اوس هم دا رسم عام دے او په ښاريو کښې ئې نوے شکل خپل کړے دے او د ګملې کار به ئې ترې اخستو او د بېکاره لوښي او کودي به يې پکار راوستلو ۔ خوشحال بابا د پښتنې ټولنې د يو وګړي په حېث د هغوي دغه مشاهده هم هغه په نورو قومونو پېژني چې هغه يو خالص پښتون فطرته شاعر دے وائي چې:
په بل ځاے مې پېرزو نۀ ئې د يار غمه
تۀ زما د زړۀ د مات کودي رېحان يې
کورني دارو، درمل هم له نيم مادي فولکلور سره تعلق لري ۔ خوشحال بابا يو حاذق حکيم او مستند طبيب و د دۀ طبنامه د ټولو رنځونو علاج او مجربې نسخې لري دا د دۀ لۀ علم طب سره د واقفيت يوه نادره نمونه ده ۔ د دۀ په دې منظوم اثر کښې د نسخو (Prescriptions) سره سره د صحت په باره کښې د قران او سنتو په رڼا کښې هم ډېر ګټور معلومات بيان شوي او محفوظ کړي شوي دي ۔ د دۀ دا نسخې د کورني علاج د دارو، درملو په غرض ورکړي شوي دي اوسنے طب د پخواني طب په بنياد ولاړ دے ۔ لکه سپېلني د انټي بايوټک (Antibiotic) خاصيت لري ۔ دا په عاميانه طب کښې يو ښۀ دارو ګڼلے شي ۔ خوشحال بابا هم د سپېلني په حقله وائي:
سپېلني دارو دي جانه
نشته ښۀ دارو تر دانه
لۀ دې علاوه د خوشحال بابا په کلام کښې لفظي يا غېر مادي فولکلور، لکه متل او تلميح هم سپېځلې نمونې موندې شي، خوشحال بابا خپل دا فولکلوري روايت خپل اولاد سکندر خان خټک، صدر خان خټک او عبدالقادر خان خټک ته پرېښے دے چې په دوي ئې اولسي داستانونه او د مختلفو کتابونو د تراجم کار سپارلے وۀ ۔
د چنبې تر ګلو ډېر دے زما قدر
و بې شناختو وته ګل د پنېرک يم