Homeخبرونهیونسکو د بامیان د تاریخي اثارو ساتنه بیا پیل کړه

یونسکو د بامیان د تاریخي اثارو ساتنه بیا پیل کړه

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۴ )  د کلتوري خبرونو یو شمېر اړوندو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې یونسکو د بامیان د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره د یوې نوې پروژې د پيل تابیا کړې ده.

  هنر ورځپاڼې د بامیانو د جامع ستراتیژیک پلان د همغږي کوونکي “میرلا لودا” په حواله لیکلي چې دا پریکړه د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتنه کې مرسته کوي.

دغې ورځپاڼې چې دفتر یې په لندن کې دی، پرون د یونیسکو د یوه ویاند له خولې راپور ورکړ چې د بامیانو د کلتوري میراثونو د ساتنې د پروژې پلي کول به په سیمه کې له اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

د باميانو د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره د څو ميليونو ډالرو په ارزښت پروژه چې د ايټاليا په مالي مرسته پيل شوې وه، د ١٤٠٠ کال د اګسټ په ٢٤مه د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته ودرول شوه.

  د راپور له مخې، په هغه کنفرانس کې چې د تېر کال د نوامبر په میاشت کې د ایټالیا د فلورېنس په پوهنتون کې جوړ شوی و، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هېواد یې له دې پروژې سره د مالي مرستو د دوام پرېکړه کړې ده.

په دې کنفرانس کې چې د فلورېنس پوهنتون په نوښت او د ايټاليا د پراختيايي همکاريو ادارې په نوښت جوړ شوى و، د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په اړه د نظريو د تبادلې په موخه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کارپوهانو برخه اخيستې وه.

په دې کنفرانس کې د بامیان ولایت فرهنګي میراثونه چې په ۱۳۸۲ کال کې د یونسکو له خوا د نړۍ له خطر سره د مبارزې د میراثونو په لست کې شامل شوي وو، ځانګړې پاملرنه او ټینګار وشو.

همدارنګه د “آرټ نیوز” خپرونې چې په نیویارک کې دفتر لري، په یوه راپور کې لیکلي چې په بامیانو کې د یونسکو د پروژې هدف د تاریخي ابداتو د زیربناوو پیاوړتیا او د اوږدمهاله ساتنې د پلان جوړول شامل دي.

د آرټ نیوز په وینا، دا پروژه د سیمې د تاریخي ابداتو په ساتنه کې مرسته کوي او د سیمې اوسیدونکو ته د اوږد مهاله کارموندنې بنسټ جوړوي.

دغه هنري خپرونه زياته کړه چې د يونسکو د دغې پروژې تمرکز د هغو ډبرو په ساتنه کې دى چې د باميانو د تاريخي ابداتو يوه برخه ده، چې په هغو کې د باميانو له منځه تللې څېرې او په هغو کې جوړ شوي ګڼ شمېر غارونه او همدارنګه د غلغلې لرغوني ښار شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...