پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+یوازې یوه شمېره (لنډه کیسه) خالق رشید

یوازې یوه شمېره (لنډه کیسه) خالق رشید

  دزاړه میزپرسرمې ایښې وړه کتابچه سږ دری څلویښت کلنه شوه، وړه کتابچه ده، دری څلورځلې مې سره ګنډلې اوصحافي کړې ده، دا زما دتلیفون دشمیرو کتابچه وه…چې زما د ډیرونږدې ملګرواو دوستانو شمیرې په کې په منظمه اوښکلي خط لیکل شوې وې …   

هغه ملي، چې دکابل جنګونه پیل شول اوموږ هم له کابله په تیښته تیښه دباد وزرشوو، له ډیرې بدې ورځې داهم په کابل کې راڅخه پاتې شوه، کابل انجنیرصاحبانواوددین پتنګانوړنګ کړ، طالب یارانو بیا د پولۍ پړک ته کیناوه، امریکایانودخپلو لوړپوړو ودانیود غچ په خاطردا بی ګناه ښاردټلوالې بدمستانوپه نغوته په لویولویو بمونو وویشت… اوپه وینویې ولاړه … 

    خو کابل مړنه شو، کابل له سختواو بدو ورځو وروسته بیا سرراپورته کړ…له هغوبدوشپوورځوچې چا یې کله هم فکرنه کاوه…  زموږ یوځل بیا یادونو اوکتابونو ته ورپام شو، که څه هم زموږ مساپري د هاتي کولمه شوې وه ، خوپه دې دومره اوږده موده کې باوروکړئ چې دکابل یادونه او کتابتونه مې یوه ورځ هم له یاده و نه وتل، میرمنې به مې تل ددغویادواوارمانو لړۍ په یوه لنډه جمله کې را لنډه کړه : 

ـ کابل وران شو، زرګونه بې ګناه ککرې په کې  په وینو ورنګیدې …اوته لاهم د یادونواو کتابونو په غم کې یې…   

داخبره به مې چې واوریده په رښتیاهم ځان به مې غلی ونیواوپرخوله به مې لاس برغولي کړ، له ځان سره به شوم : 

– هو، رښتیا، کابل وران شو او زه لاهم … 

رښتیاخبره خوداوه، کله چې موږ له وطنه په وتلو ناچارشوو، هرڅه مو له یاده ووتل، له نژدې ګاونډیوسره موهم نه ولیدل اونه موله یوه اوبل سره خدای پامانی وکړ، جګړه دومره خونړۍ شوې وه چې په یوه کوڅه اویوه زینه کې له یوه اوبله ورک شوو، دیوه اوبل پتې هم راڅخه ورکې شوې… ځکه خوبه  په همدغه حال کې موږ دخپلې دغې کتابچې چې په هغې کې د خپلوانواودوستانو شمیرې وې افسوس کاو اوتل به مو په دریغ سره دا یادوله : 

–  کاشکي مو دشمیرو کتابچه له ځان سره راوړې وای … کاشکي چې هغه خوموله یاده نه وای وتلې …   اوداهغه کتابچه وه چې په هغې کې زموږ دټولو یارانو دوستان شمیرې له کلو راهیسې خوندې وې ، ډیره پخوانۍ شمیره په کې زما د لومړني دورې د ټولګيوال دکورشمیره وه ، دوحید  مومند …  ۳۰۹۱۵ …  هغه چې تراوسه یې هم مړی اوژوند راڅخه ورک دی … هو، داشمیره تراوسه هم زما په یاد ده … په یاد… 

  خواوس له کلونو وروسته موږ ټولو ته دا څرګنده شوې وه اوله هرچا مواوریده  اوریده…  

ـ  کابل مړنه شو…  کابل مړنه شو…  

   اوکابل یوځل بیا د خپلو ورانو اوکنډرکنډرکنډوالوله سختواو بدو ورځو وروسته په خاوراو وینو لړلی  زخمي زخمي سر راپورته اود آشه مایی مور پرلمنه یې دانصاف اوقضاوت په لامل کیښود… خودریغه چې تراوسه هم لاچا انصاف ورسره ونه کړاود ورانۍ سپین سترګی سرټیټی یې لاهم ځان ته نه نیسي اولایی هم دنورو پرلاس ځوروي اوخواروي …    

له اوږدو تیارو وروسته موږ یوځل بیا لکه یو وزي مرغان بیرته له یوې اوبلې خوا ورغبرګ شوو، داسې چې کورونه سوي ول …غلوهرڅه وړي ول، خویوڅه چې د دوی زورنه و، ورته رسیدلی هغه یادونه اوکتابونه ول ،هغه چې دم ګرۍ تردرنو ګردونو لاندې پت شوي اوپه ګولیو زخمي زخمي یوې اوبلې خواته پراته وو… تورتم اودهغه ورنونکې څپې د کابل پرټولو کورونو اوګودرنوباندې تیرشوي وې ، زما دکورهم دغه حال و، کله چې مې  دکتابتون ماته دروازه له درنوخاورو اوخځولو را واړوله ،دکتابونو المارې  ټولې را نړیدلې وې، یوې پربلې یې لکه دکابل بی ګناه شهیدې میندې ساړه سرونه ایښې وو، کتابونه هرې خواته له غیږوتیت اوپرک شوي پراته وو… دلوستنې دمیزدوې پښې ماتې شوې وې، یوازې پردوو نورو ولاړو…  دکاغذونواو اخبارونو رنګونه لکه خزان وهلي پاڼي زیړشوي وو، دمیزخانه نیم کښه وه، په سختۍ مې راخلاصه کړه ، هرڅه چې په کې وو ، ټول په خاورو لړلي ول ، راپورته مې کړل، دوړې مې یې یوې خواته کړې ، کتابچه مې مخې ته را وپړکیده …. هو، هم هغه کتابچه، هم هغه دیارانواوخپلوانو دشمیرو اونمروکتابچه…  ټول ورته خوشال شوو، زر زرمې یې پاڼۍ  یوې اوبلې خواته سره واړولي، دلومړي مخ شمیرې سمې نه لوستل کیدې، خو لومړۍ شمیره چې زما په یاد وه ،  د دریو اونهو ترمنځ صفر یې له منځه تللی و، خو داچې زما په یاد وه زرمې د  دریو مخې ته یوصفرکیښود، شمیره مې دایره کړه،خو له هغې خوا به ځواب راغلي : 

ـ داشمیره موجوده نه ده … 

زرمي بله شمیره دایره کړه، دهغې له خوا هم خواب راغی : 

ـ دا شمیره ګرد سره نشته ده … 

لس شمیرې مې په پرله پسې ډول دایرې کړې، خوله یوې مې هم ځواب ترلاسه نه کړه ، یاره ، شلمه دیرشمه شمیره مې چې دایره کړه زنګ تیرشو اوغږ راغي : 

ـ بلي ، 

زرمې ځواب ورکړ: 

ـ داد ولسوال صاحب کوردی ؟ 

ـ ته څوک یې ؟ 

ـ پردیس ګل ، د ولسوال صاحب د زوی هم صنفی … 

مقابل لوری راته په غړمبا شو : 

ـ و وروره ، زه  ولسوال ملسوال نه یم، قوماندان یم ، قوماندان تورتم ګل …  دالس پنخلس کاله کیږي، کله چې زه کابل ته راغلی یم ، همدغه زما شمیره ده …. پوه شوې که نه ؟ 

زرمې ځواب ورکړ : 

ـ سمه قوماندان صاحب وبښه چې زه غلط شوی یم … 

همداسې مې شمیرلې دایرولې ، هغوچې خواب یې نه راکاوه ، او راته ویل به چې : دغه شمیرموجوده نه ده …  هغه به مې  په نښه کړې چې ګواکي نشته … 

څه سردې خوږوم ، په شمیرو دایرولو باندې ستړی شوم، نه پوهیږم چې څوومه پاڼه به وه ، بیا مې د ولسوال صاحب غني خان شمیره مخې ته راغله، ببامې توکل پرخدای اود زړه زور وکړ، دایره مې کړه چې زنګ یې تیرکړ، یوپنډ غږ ترې راووت : 

ـ هلو… بلې …

زرمې پوښتنه ترې وکړه : 

ـ دا د مدیرصاحب اسماعیل خان کوردی ؟ 

ـ اسماعیل خان  یې لاڅوک وي ؟ 

بل چاته یې غږ وکړ : 

ـ وهلکه راشه دا غوا دې پریږده دا سړي څه وايی ، ځواب ورکړه … 

یوبل غږ راغی : 

ـ بلي ، سلام ،

زرمې پوښتنه ترې وکړه : 

ـ دا دوحید دوی کوردی، د ولسوال صاحب غني خان ؟ 

ـ  نه وروره … دا دمولوی سترجنرال  استاد ماشیندارصاحب کوردی … 

و ډارشوم زرمې په خواره ژبه ځواب ورکړ: 

ـ وبښئ ، وروره ، نه  ولسوال صاحب نه مولوی و، نه جنرال اونه ماشیندار… بښنه غواړم … 

غوږۍ مې کیښوده ، یوشمیرخپلوان چې راسره ول ، هغوی ته مې مخ ور واړاوه چې دا شمیرې خو یوه هم کارنه کوي اوکه داخلک اوس په دې لوی ښارکې نشته ؟ 

موږ په همدې کې وو، چې یو زنګ راغی ، ورته خوشال شوم ، چې ځه که خدای کول یوڅوک خو را پیداشو، خامخا یې زما  شمیره  لیدلې ده … کله مې غوږۍ پورته کړه واومې وریدل : 

ـ تاسې زما شمیرې ته زنګ وهلي ، ته څوک یې ؟ 

ځواب می ورکړ: 

ـ زه پردیس ګل یم د مستوفی امین خان زوی … 

زر یې ځواب راکړ: 

دا امریکا سفارت دی …  نورپردغه شمیره زنګ ونه وهې … پوه شوې ؟

غوږونو مې ترنګ آواز وکړ، اوشیرماما ته مې وویل چې ترسلو زیات زنګونه مې ووهل، خو دیوه له خوا هم ځواب رانغئ … 

ما ما راته کړه  :  

ـ خیردی هغوی چې لیدل یی ډیراړین وي ، کورته به یې ورشو، نورځان په شمیرو مه ستړی کوه،  شپاړس کاله ستا په کتابچه تیرشوي، زیاتره هغوی چې له تاسره یې شمیرې شته، هغوی له ښاره وتلي دي… هوډیروخت تیرشوی … ډیره زما نه تیره شوې… دلته شمیرې بدلې شوې، څیرې هم بدلې شوې ، کوڅې هم بدلې شوې، دلته خبره سرچپه روانه ده ، ټول ښار په قوماندانانو اوغلورا ډک شوی، ډیرکورونه دوی ړنګ کړي اونوریې ورباندې جوړکړي، ځکه خود اصلی کورخاوند اوس په دغه ښارکې خپل کورنه شي موندلای … دلته اوس هرڅه بدل شوي… شمیرې بدلې شوې اوڅیرې بدلې شوې…. 

څوورځې مې همداسې په شمیرودایرولو تیرې شوې، خو له پخوانیودوستانودیوه هم ځواب رانغئ، ناچارشوم، کورونو ته یې هم ورغلم،له بده مرغه چې کورونه یې په کورونوکې ورک شوي ول، له دې سره سره به می هم زړه طاقت نه کاوه، دشپې ناوخته به مې هم شمیرې دایرولې، خو په هغوشمیروکی اوس زما ددوستانو غږونه نه اوریدل کیدل، ډیرو خویي ښه وکنځلم ، ښې سپورې پورې مې هم په کراتومراتو ترې اوریدې اوریدې… 

پرون مازدیګربیا زما په تلیفون کې شرنګ شرونګ شو، بیا مې زړه را وهڅیده، په دې هیله چې کیدای شي دکوم دوست تلیفون وي، په وارخطایی سره غوږۍ غوږته ونیوه : 

ـ بلی ، مهربانۍ وکړئ زه …. 

دنجلۍ نروچکي غږ و : 

ـ ستا له خوا هره ورځ زنګونه راځي .موږ وخت نه درلود چې ځواب مو ووایو… تاسو …؟ 

ـ ما بیا خپل غم وهلي نوم ورته یاد کړ او ور زیاته می کړه : 

ـ وبښې دا مستوفي صاحب کوردی ؟ 

رانه یې وپوښتل : 

–  مستوفي یې لا څه شی وي ؟ 

ـ  مستوفی امین الله خان… دوست مې دی ، همدغه شمیره ده، 

راته په خندا شوه : 

ـ اوس دمستوفیانو، پاچاهانو وخت تیردي…  وایه زړه دې کیږي چې راشې او پته درکړم … 

سخت یې وډارکړم ،غوږۍ مې زر کیښوده … 

ماما را باندې پوه شو، په جدي څیره یې راته وویل :

ـ لا دهم زړه نه دی صبر … لاهم غواړې چې … واورې… هیله کوم، نوره داکتابچه بیرته پرهغه ځای چې دا شپاړس اوه لس کاله هلته پرته وه درنه کیږدې، نورمه شله کیږه …. 

رښتیاهم، واړې مې سره ختلې وې، کتابچه مې سره واړوله راواړوله، نوره نو داسې شمیره نه وه په کې پاتې چې زړه مې ورپسې ختلای وای،خو بیامی هم د وروستي خل له پاره سرترپایه شمیرو ته دچا خبره د زړه په سترګووکتل….  ښه مې ورته وکتل، دهرې شمیرې ترڅنګ د درنو نومونو په لیدو اولوستو سره مې  ترسترګو خدای شاهد دی تیاره تیاره کیده … ښه مې وکتله، خویوه شمیره هم داسې نه وه چې ما به نه وه دایره کړی…هیچا هم ځواب رانه کړ، یوازې یوڅو ځوابونه مې چې واوریدل هغه هم ډیرزړه بوږنونکي  اودردونکي وو…  اونا آشنا…

 بس نورنوآرام شوم … داسې ښکاریده چې نورنوڅوک په زړومینو اوزړو شمیرو کې نه ول پاتې …پخوانیو شمیرو ځواب را ته ونه وایه، په سلګونونومونو ډکه زړه کتا بچه کې مې یوازې یوه شمیره وه چې زنګ یې تیراوه خو دریغه چا نه پورته کوله … ؟  

پای  

د ۲۰۲۰ کال د سامبر ۲۰ 

2 COMMENTS

  1. پروفیسور صاحب خوا دي بده مه شه داخو داسي ده مړه لکه مقاله یا خاطره یا لکه تاریخ چې دي بیان کړی وي.
    تلوسه ملوسه خو پکې په زره بین ونه موندله شوه. نو خفه کیګی به نه هسي مې تر سر تیره کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب