دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې د یوسف رشید د وژل کېدو په تړاو د جدي...

ولسي جرګې د یوسف رشید د وژل کېدو په تړاو د جدي پلټنو غوښتنه وکړه

تاند (سه شنبه د جدي ۳) د افغانستان ولسي جرګې په کابل کې د فیفا بنسټ د مشر وژل کېدل وغندل او د جدي پلټنو غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د نن ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ناپېژانده وسله والو په کابل ښار کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ پر مشر یوسف رشید وسله وال برید کړی دی.

دوی حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او باید ژر تر ژره د وروستیو امنیتي پېښو او چاودنو په اړه ولس ته معلومات ورکړي.

وکیلانو د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح امنیتي کارونه هم بې ګټې وګڼل او زیاته یې کړه چې نوموړی په څه کم دوو میاشتو کې په دې ونه توانېده چې د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سموالی راولي.

نن سهار شاوخوا ۰۹:۳۰ بجې د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا په اجرائیوي مشر یوسف رشید نامعلومو وسله والو برید وکړ.

د راپورونو له مخې په دغه برید کې خپله یوسف رشید ووژل شو او د هغه موټر چلوونکی ټپي دی.

د رشید خپلوانو رسنیو ته ویلي، نوموړی له خپل موټر چلوونکي سره د دندې په لور روان و چې نامعلومه وسله والو کسانو پرې برید وکړ او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړه.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. یوسف رشید دې خدای(ج) وبښي او کورنۍ ته دې هم جمیل صبر ورکړي. کېدای شي په داسې مرموزو وژنو کې د ایران د لاسپوڅو لاس وي. ځکه دوی ډېرو هزاره ګانو ته ترخګریزې روزنې ورکړي او د افغانستان د حکومت د بدنامولو لپاره ترېنه کار اخلي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب