Homeخبرونهد افغانستان د فېفا اجرایه رییس یوسف رشید ووژل شول

د افغانستان د فېفا اجرایه رییس یوسف رشید ووژل شول

تاند(چهارشنبه، د جدي ۳) د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فېفا) اجرایه مشر یوسف رشید نن سهار کابل کې په یو وسله‌وال برید کې ووژل شو.

نامعلومو وسله‌والو نن سهار د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ( فېفا) مشر یوسف رشید په ډزو وواژه.

د نوموړي ورور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هغه تر برید وورسته لومړي ټپي وو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

یوسف رشید چې په افغانستان کې د ازدو او عادلانه ټاکتو (فېفا) مشر هم و د هغه ترڅنګ یې ډېر زیات مدني فعالیتونه هم ترسره کول او یو مهمو او پېژندل شویو مدني فعالانو شمېرل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...