لیکوال: رحمت الله ساپی
لنډيز:
په وییرغاونه کې د تورو زیاتېدل او کمېدل د نړۍ په نورو ژبو کې هم شته. دا ځانته اصول لري، چې ځینې قاعدې یې د نړې په ژبو کې یو شان دي؛ لکه د سینکوپ عملیه چې فرانسوي، پښتو او ځینې نورو ژبو کې یو شان ده او ځینې بیا داسې اصول دي، چې په یوې خاصې ژبې پورې مربوط دي. په پښتو ژبه کې هم دا زیاتونې او غورځونې شته، چې د وییونو په اسانه او خواږه لوستلو کې مرسته کوي. دا عملیې په دوه ډوله ویشل شوې دي: غورځونې او زیاتېدنې. غورځونه دا مانا چې د مورفیم په یو ځانګړې ساحه کې یو یا له یوه څخه زیات تورې کم شي. زیاتېدنه بیا دا مانا چې د مورفیم په ځانګړې ساحه کې یو یا له یو څخه زیات تورې اضافه شي.
کلیدي کلمې: توری، ویی، وییرغاونه او اصول.
سریزه:
په پښتو ژبه کې د وییرغاونې پر مهال ځینې کلمې غورځي او ځینې بیا زیاتېږي. دا غورځونې او زیاتونې د ځینو قاعدو پر اساس کېږي، چې د پښتو ژبې ژبپوهانو برسېره کړې دي؛ دا قاعدې داسې قاعدې دي، چې ځینې یې د نړۍ په نورو ژبو کې هم شته. دا غورځونې او زیاتونې په ژبه کې د عامو لوستونکو له خوا رامنځته شوې دي، چې بیا وروسته ژبپوهانو څېړلې او را برسېره کړې دي.
په وییرغاونه کې موږ داسې رغونې سره مخ کېږو، چې هلته غورځونې او زیاتونې کېږي؛ دلته سوال پیدا کېږي، چې دا عملیې د کومې قاعدې پر اساس کېږي، که هسې تصادفي دي. که موږ په دې برخه کې ځیر شو، نو داسې ژبپوهنیز اصول زموږ مخې ته راځي، چې دغه اصولو باندې عوام نه پوهېږي، خو په ناشعوري توګه یې مراعتوي.
په دې مقاله کې هڅه شوې دغه قاعدې تر یو حده د ژبپوهنیزو اصولو په رڼا کې رابرسېره شي؛ تر څو دا معلوم شي، چې دا غورځونې او زیاتونې تصادفي او خپلسرې نه دي؛ بلکې د مشخصو قاعدو پر اساس کېږي. د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او د میتود په برخه کې د تشریحي میتود څخه کار اخستل شوی دی.
وییرغاونه څه ده؟
ویی رغونه دا مانا چې په یوه ژبه کې لومړی ځل وییونه د ویونکو له خوا په نا اګاهانه توکه رامنځته او وروسته د لیک راخپلولو سره د اګاهانه رغښت لپاره مخبېلګه شوې دي. وییرغاونه له اره د ویي پانګې د منځته راتګ دویم پړاو دی. دا چې له ارو یوستوو وییونو له مخې رغول شوې وي، هغه هم د بېلنګونو او تړنګونو په بڼه. (زیار، ۲۰۱۷: ۴۰ـ ۴۱مخ)
مانا دا چې په وییرغاونه کې هغه یوستوې وییونه چې پخوا د ژبې ویونکو له خوا د ضرورت مطابق په ژبه کې منځته راغلې وي، د هغو سره د تاړو او ازادو کلمو په یو ځای کولو سره د نوې کلمې جوړولو ته زمینه برابرېږي. یا هم وییرغاونه د پخوانیو ساده وییونو سره د تاړو او ازادو کلمو یو ځای کول دي، چې په پایله کې نوې کلمه منځته راځي.
دا رغاوونه په دوه ډوله کېږي:
۱. په بېلښتې توګه: دا ډول رغاوونه د ساده وییونو سره د تاړو یا هم نا ازادو ګړونو د یو ځای کولو پا پایله کې منځته راځي؛ لکه: پوهنه + تون = پوهنتون.
۲. په تړښتي توګه: دا ډول رغاوونه د دوو ازادو ګړونو د یو ځای کولو په نتیجه کې منځته راځي؛ لکه: انسان+ پالنه = انسان پالنه.
په دې رغاوونو کې خصوصا په بېلښتې رغاونه کې، د رغوونې پر مهال ځینې تورې غورځي او ځینې زیاتېږي، چې دا ځانته ځیني اصول او همدارنګه ګټې لري، چې لاندې ورنه یادونه کوو.
یادونه: په تړښتي رغاوونه کې ما داسې بېلګه پیدا نه کړه، چې تورې دې پکې وغورځي یا هم زیات شي.
په وییرغاونه کې ولې تورې غورځي او زیاتېږي او څه ګټې لري:
دا عملیه دا لاندې ګټې لري:
۱. د واولونو تسلسل او د کانسونانټونو د کلسټر مخه نیسي. (وحدت، ۱۳۹۸: ۱۵۰مخ)
۲. مغلق هجایي جوړښت په ساده هجایي جوړښت باندې اړوي. (وحدت، ۱۳۹۸: ۱۵۰مخ)
۳. د تلفظ په اسانتیا کې مرسته کوي.
دا غورځونې او زیاتېدنې داسې نه دي، چې ټولې دي د متخصصینو له خوا په اګاهانه توګه منځته راغلې وي؛ بلکې دا عملیې د عوامو له خوا منځته راځي، ځکه چې زموږ د ژبې جوړښت او رغښت هم داسې دی. استاد زیار هم وایي چې په نیولجیزم کې کله چې څوک نوی ویی رامنځته کوي، نو غورځونه دې په کې نه کوي، خلکو ته دې وړاندې کړې هغوی یې خپله غورځوي، ځکه زموږ د ژبې رغښت همداسې دی.
دا غورځونې او زیاتېدنې که د عوامو خلکو له خوا وي یا هم د ژبپوهانو له غوا ځیني اصول لري، چې لاندې یې څېړو.
غورځونې
په دې برخه کې د وییرغاونې پر مهال یو یا زیات تورې غورځي، چې لاندې یې راوړو.
۱. پوهنه + تون + پوهنتون. Pohana + ton = Pohanton په دې عملیه کې د لومړي مورفیم وروستی واول، چې زور دی د سینکوپ اصل پر اساس غورځېدلی دی.
په سینکوپ کې خجن واول ته څېرمه واول غورځېږي. په هغو کلمو کې چې تر ماقبل الاخر دمخه اواز یې خج لري، یعنې خج د کلمې د پای له خوا پر درېیمه هجا باندې وي، ما قبل الاخر واول یا د خجن واول او د کلمې د پای واول ترمنځ ناخجن واول غورځېږي. (وحدت، ۱۳۹۸: ۱۵۹مخ)
په وییرغاونه کې ډېر د پای ( ی) او ( ه) د همدې عملې پر اساس له منه ځي.
نورې بېلګې یې:
پوهنه + ځی = پوهنځی.
پوهنه + یار = پوهنیار.
پوهنه + مل + پوهنمل.
پوهنه + وال = پوهنوال.
مېږی + تون + مېږتون.
اوږه + ۍ = اوږۍ.
سترګه + ۍ = سترګۍ.
مرسته + ندوی = مرستندوی.
ملګری + تیا = ملګرتیا.
اوبه + لن = اوبلن
یادښت: په پښتو ژبې کې داسې کلمې شته چې هلته هم کټ مټ دا خبره وي، خو واول یې نه غورځي، علت یې د لومړی مورفیم د پای واول خجن والی دی؛ لکه: وسله + تون = وسله تون. زېرمه + تون = زیرمه تون. وسله + وال = وسله وال. ( وحدت، ۱۳۹۸: ۱۶۱مخ)
۲. کرنه + ندوی = کرندوی.
په دې رغاوونه کې د کانسونانټ حذف منځته راغلې دی. په اول کې زور د سینکوپ قاعدې پر اساس غورځېدلی دی بیا دوه کانسونانټونه یو ځای راغلې دي، چې د کانسونانټونو کلسټر یې جوړ کړی دی؛ نو ددې لپاره لومړی کانسونانټ یې د کانسونانټ د حذف عملیې پر اساس غورځېدلی دی، چې د کانسونانټونو کلسټر مخنیوی وکړي.
دا عملیه موږ د هغه مرکب فعلونو په برخه کې هم لرو چې لومړی جز یې نوم وي ؛ لکه: پاک + کول = پاکول؛ سپین + کېدل = سپینېدل…. (وحدت، ۱۳۹۸: ۱۵۱مخ)
نورې بېلګې یې:
پوهنه + ندوی = پوهندوی.
څېړنه + ندوی = څېړندوی.
ساتنه + ندوی = ساتندوی.
….
۳. ژړا + اند = ژړاند.
په پښتو ژبه کې چې یو مورفیم په واول پای ته رسېدلی وي او ورپسې مورفیم په واول شروع شوی وي؛ نو د لومړي مورفیم خپلواک توک حذفېږي؛ لکه: هغه شمېر نومونه چې په زورکي پای ته رسېدلې وي او د (ام) رتبي روستاړی ورپسې ونښلي؛ نو د شمېر نوم زورکی غورځي، لکه لاندې بېلګه:
پینځه + ام = پینځم. pinja + am + pinjam. (وحدت، ۱۳۹۸: ۱۵۳مخ)
دا عملیه د واولونو تسلسل، چې وینګ سخته کوي له منځه وړي.
نورې بېلګې یې:
کډه + وال = کډوال.
کړتې + و = کړتو.
لاپې + و = لاپو.
وړکی + ینه = وړکینه.
….
زیاتونې:
په دې برخه کې د وییرغاونې پرمهال په نوې جوړ شوې ویي کې ځیني تورې زیاتېږي، چې لاندې یې راوړو:
۱. بخت + ور = بختور Baxt + war = Baxtawar .
کله چې له نومونو سره د ( ور) وروستاړی راشي، نو صفت ځینې جوړېږي. په دې برخه کې هغه نومونه چې په کانسونانټ پای ته رسېدلې وي، ددې لپاره چې د نوم وروستی کانسوناټ د وروستاړي له لومړي کانسوناټ سره د کانسونانټ کلسټر جوړ نه کړي؛ نو په منځ کې یې یو واول زیاتېږي. ( وحدت، ۱۳۹۸: ۱۵۵)
د (ني) وروستاړې نه مخکې که داسې مورفیم راشي، چې په کانسونانټ ختم وي، نو دلته هم د کلسټر له منځه وړلو لپاره د دوی په منځ کې یو واول پرېوځي؛ لکه: کور + ني = کورني. پلار + ني + پلارني
Kor + nai = koranai . (اڅک، ۱۳۹۹: ۹۱مخ)
همدارنګه د (کی) وروستاړې سره چې داسې مورفیم راشي چې په کانسونانټ ختم وي، دلته هم پورتنۍ عملیه تر سره کېږي؛ لکه: خوار + کی = خوارکی. Xwar + kay = xwarakay. تور + کی = تورکی. (اڅک، ۱۳۹۹: ۹۱مخ)
نورې بېلګې یې:
ښکر + ور = ښکرور
زور + ور = زورور
برېت + ور = برېتور
مخ + ور + مخور
غاښ + ور = غاښور
۲. بنده + ي = بندګي.
په دې بېلګه کې زور د سینکوپ عملیې په واسطه غورځېدلی دی، خو (ګ) ولې ورزیات شوی دی. په پښتو ژبه کې کله چې (ي) وروستاړی صفتونو سره یو ځای شي، نو د مانا نوم جوړوي. په دې عملیه کې هغه صفتونه چې په کانسونانټ ختم وي، په هغې کې زیاتونه نه کېږي؛ لکه: ځوان + ي = ځواني، هوښیار + ي = هوښیاري؛ خو هغه نومونه چې په واول ختم وي، د دې لپاره چې د واولونو تسلسل له منځه لاړ شي او مغلق هجاي جوړښت په ساده هجایي جوړښت واوړي؛ نو د دوی ترمنځ یو کانسونانټ لوېږي. د دې لپاره (ګ) ولې انتخاب شو؟ په داسې حالتونو کې هغه کانسونانټونه انتخابېږي، چې واول رنګه خاصیتونه ولری او همدارنګه د واولونو سره په یو مخرج کې ادا شي. (اڅک، ۱۳۹۹: ۸۹ مخ)
نورې بېلګې یې:
شرمنده + ي = شرمندګي.
خسته + ي = خستګي
۳. بې + عقل = بې عقل = بې عقله.
په دې رغاوونه کې په پای کې یو زور زیات شوی دی. ما چې څومره ولېده دا کومه قاعده نه لري، تنها د د کلمې د رسا والې او خوږ والې لپاره زور اضافه کېږي؛ کنه موږ کولی شو ووایو (بې فکر) یا هم (بې فکره). زور په ځینې نومونو کې د ندا لپاره هم اضافه کېږي او همدارنګه اضافي حالت کې هم زیاتېږي؛ لکه: احمده! اضافي حالت کې: ډېر بې فکره هلک دی. که څه هم دلته زموږ مخاطب مشخص نه دی، خو عموم کې کېدای شي دلته مراد ندا وي او که اضافه حالت کې راشي هغه بیا په جمله کې مشخصېږي. په لنډیو کې موږ (زور) د کلمې خوږوالې او همدارنګه د اهنګ جوړولو لپاره کاروو؛ لکه: (مین) په مینه اړوو.
نورې بېلګې یې:
بې + کار = بې کار = بې کاره.
نا + کار = ناکار = ناکاره.
بې + فکر = بې فکر = بې فکره.
پایله:
دا غورځوونې او زیاتوونې دځینو مشخصو اصولو په رڼا کې ترسره کېږي، خو دا هغه اصول دي، چې عام لوستونکې پرې نه پوهېږي، خو دا کار کوي؛ دا ځکه چې د پښتو ژبې رغښت او جوړښت همداسې دی. دا اصول زیات دي، خو دلته ما هغه عملې راوړې دي، چې ډېره عامې دي؛ لکه: د (زور) او (ی) غورځېدل. دا عملې د واولونو تسلسل او د کانسونانټونو کلسټر له منځي وړي، چې په پایله کې مغلق هجایي جوړښت په ساده هغه اړوي؛ چې دا کار بیا د ویي تلفظ اسانه کوي. ځینې تورې بیا داسې اضافه کېږي، چې ځانګړې اصول نه لري؛ لکه: بې + فکر = بې فکره. دا عملیه ممکن د ویي خوږلني لپاره ترسره شوې وي، چې کوم خاص اصول او قواعد نه لري.
ماخذونه:
۱. اڅک، بایزید.(۱۳۹۹) د پښتو فونولوژي. کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.
۲. زیار، مجاور احمد.(۱۳۹۶) پښتو ویپوهنه او وییرغاونه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۳. وحدت، عبدالسمیع.( ۱۳۹۸) تولیدي فونولوجي. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.