Homeادبشعرد ځوانې شاعرې اریا حافظ کمال لنډکي شعرونه

د ځوانې شاعرې اریا حافظ کمال لنډکي شعرونه

غاټول

زه او غاټول د شبنم
په تمه یو
کاش زه اوښکه وی
د غاټول په پاڼو به
شبنم شوې وی
.
.
.

ژوند

ژوند تر هندارې پورې هم
زما ملتیا ونه کړه
هغه هنداره کې نرګس
او څو غاټول وو زما
.
.
.

خاموشي

د خاموشۍ په زلفو ټال
وهمه ګوندې زما
د زړګي چیغې واوري
.
.

قافله

د اوښکو قافلې یوازې
دردمندو زړونو ته
مینه ور کوي
.
.
.

ناوې

څو پاولیو شور جوړ
کړ زما د خاموشۍ
ناوکۍ ساه ورکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...