شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرد جیلاني جلان دوه غزلونه

د جیلاني جلان دوه غزلونه

تږی د ذوق تږی یمه مرمه مرمه چرته یې؟

چرته یې د عطرو د باران موسمه چرته یې؟

وژني خیالدره رانه پیکه ارام  پیکه غبار

راشه د سکروټو سترګو ګرم غمه چرته یې؟

سپینه د موم غوښه له خواهشه درته ډکه ده

ټک ورکړه دسره هوس تیره لړمه چرته یې؟

دربه وړي د اورګلونه دا منظر د تاب نه دی

دا دی په اوبو کې مې خندا کرمه  چرته یې؟

مړشې مړشې و په زړه کافر جلانه مړه دې کړم

راشه ناروا  روا دې ټول منمه چرته یې؟

سیدجیلاني جلان

     کابل

۱۸ غویي ۱۳۹۷

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ډیرې خبرې دي چې ته یې پټوې همیشه

دا وږمې ولې په رسۍ زندۍ کوې همیشه؟

خندا دې نشته په ژړا دې ځان او زه وخوړم

د ژوند طلا  مو په ناچلو بدلوې همیشه  

پر بهانو بار له دروغو نه دې ځار لالیه

بس خو ګلونه دي هوا کې یې کرې همیشه

خلک قبرو ته مړي وړي خو ته قبرونه سترګې

درګرده زړونو پسې ګردې تاووې همیشه

چې درنږدې شم ښکلوې مې نه ، توبې وباسې

جلانه اور نه مړ کوې اور بلوې همیشه

سیدجیلاني جلان

    کابل

۲۵  وری ۱۳۹۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب