شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبهنرمندې ګوتې خاورې کيږي

هنرمندې ګوتې خاورې کيږي

تیاره خوره شوې وه. لارویانو د کورونو په لور چټک ګامونه اخیستل. د هټیو څراغونو څه نا څه پیاده رو ته هم رڼا شیندله. همدلته پر سړه ځمکه یو ځوان ناست و. هیڅ یې کور ته د تللو اراده نه وه. ځوان له کوره پر یو طرفه واټ ډير لرې تللی و؛ بیرته ګرځیدل ورته مهال و. هغه، خپلې کورنۍ رد کړی و او نور یې په غړو کې نه شمیره.

ځوان په خیرنو او تورو ګوتو کې قلم نیولی و او پر سپین کاغذ یې لیک کاوه. 

مخې ته یې ودریدم؛ نور کسان هم راغلل. کله مې د ځوان تورو او لوګیو وهلو ګوتو ته کتل او کله د هغه نایابه هنر ته؛ لکه تورو خټو کې چې رنګین ګلونه راټوکیږي.

د ځوان هنرمندو ګوتو ته فکر کې لاړم. وینه یې زهري لوګیو زبیښلې وه، شاید ډیر ژر دا ګوتې له حرکته ولویږي او شاید نور پکې د قلم نیولو توان هم پاتې نشي.

له نږدې کراچۍ مې ورته ډک پلاستیکي ګیلاس سوپ راوړ، ځوان وږی و. دلته د ښکلو هنرونو خاوندوان وږي دي. دلته یوازې د وینو تویوونکیو او وینه زبیښوونکیو هنرمندانو ګیډې مړې دي. ځوان کلیمه مکمله کړه او بیا یې ډير ژر د ګرم سوپ ګیلاس تش کړ. د سوپ څښلو پر مهال یې خیرن مخ کې د شرم احساس له ورایه ښکاریده. نه یې غوښتل د خیرات خور په رول کې څرګند شي.

خواته یې کیناستم، پوښتنه مې ترې وکړه. خیرنې ګوتې یې هماغه شان د ښایسته هنر په تولید بوختې وې، ویل یې:

نوم مې رضا دی. د بامیانو یم. ایران کې زیږیدلی یم.

یوې پوښتنې ټکان راکړ، داسې ټکان ما ویل که نږدې ودانۍ ټولې رالویږي او اوس به لارویان ټول تری تم شي.

ترې ومې پوښتل: تعلیم دې کړی؟ 

– هو، د برق انجینري کې لیسانس لرم. ایران کې مې لوستې.

په خواشینۍ یې وویل: دولس کاله وړاندې، لیلیه کې معتاد شوم. ځینې نور ټولګیوال مې هم معتاد و.

هغه خبره پسې وغځوله:

اوس کابل ته راغلی یم. همدلته اوسیږم. خپل هنر پلورم او په همدې ژوندی پایم.

عجیبه ده، د خواشینۍ ځای دی، د شرم ځای دی.

په ملیاردونو ډالرو له نشه يي توکیو سره د مبارزې پر ضد ولګول شول، ګڼې پر مصرفه ادارې جوړې شوې؛ خو اغیز یې په ذره بین هم نه ښکاري.

له وژونکیو جګړو څخه په تصادفي توګه د پاتې ولس، له درې میلیونو ډیر وګړي معتاد دي. د دوی وینه وچیږي او سرخي یې بې شرمه قاچاقبرو، کاروباریانو او هغو منحوسو څيرو ته ور ځي چې د خپلو ګټو لپاره د دې وژونکې مادې کر هڅوي.

په دې شاوخوا درې میلیونه معتادینو کې به په سلګونو داسې هستۍ وي چې په خپلو سترګو د خپلو وجودونو د ایره کیدو ننداره کوي. 

نشه يي توکیو سره د مبارزې په نوم جوړې شوې ادارې دې وشرمیږي، دوی چې د مبارزې په نوم راغلې پیسې شخصي جیبونو کې اچوي، غټ بیغرته ترې بل نشته. 

دغه ادارې باید، معتادین چاڼ کړي. په تورو ایرو کې دغه ځلیدونکي غمي وپلټي او پیدا یې کړي. دوی کې ډير با استعداده او د کار خلک شته، چې د حالاتو جبر د تدریجي مرګ سپیرو منګولو ته سپارلي دي. 

هغه قومي دلالان چې له خر دوانۍ لکسس دوانۍ ته رسیدلي، لږ تر لږه دې د خپل قام په کچه دا کار وکړي. د خپل قام معتادینو کې دې دغه شان ځوانان په ګوته کړي او عادي ژوند ته د بیرته ګرځولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.

دردونکې ده چې ځینې کادرونه مو د جګړې ژبغړانده اور لولپه کوي او ځینې د هیروئینو مړ اور.

نعمان دوست

د لړم ۱۲مه، ۱۳۹۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب