تر کومه به یو پښتون د پښتانه پر ملاتړ له وړتیا پرته ځان اړ ګڼي؟!
تر کله به یو هزاره له استحقاق پرته د هزاره ننګه پر ځان فرض ګڼي؟!
تر کله به یو پښتون د مستحق تاجک او هزاره پر ملاتړ ملامت ګڼل کېږي؟!
تر کله به یو هزاره د وړ تاجک، پښتون پر ملاتړ پړ اوسي، د جرم، ګناه او خجالت له احساس به غاړې نشي خلاصولی؟!
دغه پدل باید نور مات شي، هر څوک باید خپل خدای ورکړی حق او واک د خپل ملي شعور او سالم قضاوت پر تله او کاڼي له تول وروسته وکاروي او له دغسې اسارتونو خپلې اوږې او ضمیر ازاد کړي.
د اشرف غني ملاتړ د هر چا حق دی، خو د اختلاف حق هم باید نورو ته خوندي وګڼو!
د ډاکتر عبدالله، چا او چا ننګه او اختلاف باید د چا د خیانت او صداقت معیار ونه ګرځوو.
یو ملګري -چې تاسې يې پېژنئ- راته کړه: د محشر پر ورځ به زما لاس وي او د اشرف غني ګرېوان چی دده له لاسه د ډاکتر عبدالله پر ملاتړ اړ شوی یم!!
ما ورته کړه: دا خو د حُبِ علي، بُغضِ معاویه هغه ته ورته شوه… چې تر منځ يې د حقیقت موندنې لوری ورک دی!
د ضد، ځېل او تربګنۍ پر ځای ښايي په سړه سینه او ازاد قضاوت ملي پرېکړې او تصمیمونه نیول کېدلی.
د مولانا ابوالکلام ازاد خبره رښتیا ده چې د سیاست په سینه کې زړه نه وي، خو دا د سیاست د بېرحمیو جواز نشي کېدلی.
دا ریسرچ او اجتهاد اړین دی چې بُتپرستي لویه ګنا ده، که شخصیت پرستي؟!
ځینې د لوی رب حضور ته د سجدې په پرتله د شخصیت عبادت په زیات انهماک، خضوع او خشوع تر سره کوي!!