Homeخبرونهپه پاکستان کې تر ۱۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوي

په پاکستان کې تر ۱۰۰ ډېرې الوتنې لغوه شوي

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۱۴ مه)د اداري ستونزو او د مسافرو د کموالي له امله په پاکستان کې تر ۱۰۰ زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.

 د الوتنو د مهال‌وېش له مخې، منځني ختیځ ته ۸۴ او ۲۲ کورنۍ (داخلي) الوتنې لغوه شوې دي.

نن د متحده عربي اماراتو پر لور له بېلابېلو ښارونو څخه ۵۴ الوتنې لغوه شوې دي. د کراچۍ له هوايي ډګر څخه ۲۴، له لاهور څخه ۲۷، له اسلام‌اباد څخه ۲۹، له ملتان څخه ۱۰، له پېښور څخه ۸ او له سکردو، سکر او کوټې څخه ۲، ۲ الوتنې لغوه شوې دي. همداراز له سیالکوټ او فیصل‌اباد څخه ۴، ۴ الوتنې هم لغوه شوې دي.

په کورنیو الوتنو کې له کراچۍ څخه لاهور ته ۴ او له کراچۍ څخه اسلام‌اباد ته ۶ الوتنې لغوه شوې دي. سربېره پر دې، ګڼې نورې الوتنې هم له ځنډ سره مخامخ شوې دي، چې له امله یې مسافرو ته سختې ستونزې او تکلیفونه اوښتي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...