حجره له نارينه وو او دننه کور له ښځينه وو، ماشومانو ډک دی، ځيې پېژندوی وي، ډيری نا پېژانده، نا ليدلي … هر يو له پوښتنې او ټک ټک پرته لکه خپل کور ته له دروازې ننوځي… ماما ته مې ویلي چې د ورځې دړه مه تړئ … د سړک د غاړې کورونه د ورځې دروازې پرانیستې ساتي …
له درنو ډزو سره له چت خاورې خځلې را غورځي… کوټې له دوړو ډکې دي… یو بل په ګرانه ليدل کېدای شوای … ساعت ته ګورم یوولس بجې دي… چې یوه شېبه ډزې کرارې شي، له کوره د ماشومانو انګولا او د ښځينه وو ژړا پورته شي…
ډز، غوړمت، ګرګرګر- له يوې بلې خوا غږ شي: راکټ دی، پيکا ده، دشکه … لکه ټول پوځیان وي
حاجي شاه محمد د مخ دوړې که د سترګو اوښکې پاکې کړې … وايي که څوک ولېږې چې د ننه څه حال دی …؟
څوک ولېږم …؟ خپله ولاړ شوم … خیرت دی، خیرت دی، د ژړا انګولا له منځه دوه درې غږه پورته شول …
بېرته راوګرځېدم … حاجي صاحب! خیرت دی، خیرت دی …
د ډزو له کرارېدو سره، سرونه هسک شي، خو چې څرنګه وتو ته ځان برابر کړي، له غوړمب او ګر ګر سره بېرته په خپل ځای وغورځي …
پاوباندې دوولس بجې بېرته کور ته ننوتم … د خوړو څه شته …؟
- کورت دي، خو وچه ټکله به ونه رسیږي …
- غټان پرېږدئ، ماشومانو ته یې لومړی ورکړئ …
حجرې ته په راتلو ضابط ولي ته وایم: ټکله به له وړکیو راونیسو …؟ څو غږونه يو پر بل پسې پورته شول … خوښه مو ده، بالکل، بيخي ښه خبره ده، خیر یوسې …
یوه نيمه بجه ډزې غلې شوې … لومړی موټروانان ووتل … راووځئ، ژر کوئ، هله بيړه …
لوی واړه موټر یو په بل پسې وخوځېدل، سړک خالي شو، شور، زوږ، ډزې کرارې شوې …
وایم يو ځل ووځه، پخپلو سترګو وګوره، چې څه حال دی …؟
څو ګامه نه یم تللی چې د سپکو ډزو باړونه وچلېلدل … بېرته مې پښه ونيوه … شاوخوا ګورم، بېرته وګرځم، که د وتلو ګام واخلم …؟
یوه شېبه ولاړ یم … لکه کراري شوه … له دروازې په وتو مې پورته سړک ته مخه کړه … چوپه چوپتیا ده … ډزو د ژوند غږ غلی کړی …
يوه ښځينه سرتوره ځغلي … غېږ کې يې د څلورو، پنځو کالو ماشوم دی … ما ته بې توپيره ګوري … د جان محمد کونډه ده، خاوند يې وړم کال بمبارۍ کې وژل شوی …
- څه خبره ده …؟
- فضل احمد ځوانیمرګ په تيږه ويشتلی … ضعف يې کړی …
- د ماشوم پر تندي د غچې ګوتې په کچه د زخم نښه ده، لکه ګرېدلی، وينه نه ده ترې راغلې
- ښه! ما ويل که لګېدلی …؟ خدای به خیر کړي …
ورته وايم زه به يې ورسوم، د ښځينه له خولې په ځغاسته دوه درې ټکي ووتل چې ما نشوای اورېدای … هماغسې په غټو ګامو د روغتون په لور ځغلي …
پر سړک د وينو څاڅکو ته ګورم لګه کږه وږه ليکه ځغلېدلې، درک مې ونشو لګولی …
له سړک باغ ته وختم، د ونو څانګې پرتې دي … يوه ونه په منځ بوټه ماته ده … هماغسې مرګونې چوپتیا، لکه د ژوند مرۍ ته زيندۍ غورځېدلې … په بېرته ګرځېدو مې د ښځينه ژړا ته پام شو، سړک ته را کوز شوم، د جان محمد کونډه هماغسې سرتوره ده، ماشوم يې دواړو لاسو کې نيولی، لکه د زړه په زور ګام اخلي … د ماشوم زنه تړلې …
زما له خولې غږ نه خيژي … په زوره مې دوه ټکي له خولې وایستل …
- دا ولې …؟
- لګېدلی …
ماشوم مې ترې واخيست – د تندي وړوکی زخم یې وچ دی – له مرۍ لاندې چې ګولۍ راوتلې، ډاکتر مالوچ ايښی … په وينو لامده خيشته دي …
پر سړک هيڅوک نه ښکاري، لکه ژوندي ټول تر ځمکه لاندې ښخ دي او موږ د هديرې پر سر ولاړ یو …
… سر را باندې وګرځېد … سينه کې مې څړيکه شوه … د سړک پر غاړه تکیه شوم … ښځینه د سړک په منځ سپېرو خاورو کې ګونډې ووهلې – له خاورو ډکې لپې يې پر سر تشې کړې …
زما خوله لکه ګنډلې … ژبه مې پر هېڅ توري نشوای ګرځېدای …
د جان محمد کونډه له ځایه پورته شوه … ماشوم يې زما له غېږې واخيست
ویل : … له ورور سره يې په څه لانجه وه … زه ترې خونې ته ننوتم … چې په چيغه يې راووتم، دېوال ته ړنګ و… د تندي وړوکي زخم ته په کتو مې وګڼله لکه فضل احمد په تيږه ویشتلی، ډاکتر چې پر کټ واچاوه معلومه شوه ګولۍ …
د خاورو بله لپه يې پر سر واړوله …
زما خوله هماغسې ګڼدلې …
- حاجي … همدا نن مې په بوره وهلی …
- د پلازمېنې ۵۰ کېلومترۍ کې يوې کونډې خپل زوی سبناري کې پر یوه کاشوغه بوره وهلی … غرمه شوه چې يوې تودې ګولۍ يې د ژوند په پينځم پسرلي اور پورې کړ …
بېوزلي يوه مور د يوې کاشوغې بورې پر سر پخپل زوی تشدد ته اړ کړه هغه چې څو ساعته وروسته جګړې د تل لپاره ترې واخيست.
د جان محمد کونډه د پينځه کلن عيسی پر مرګ دومره نه، لکه پر يوه کاشوغه بوره د وهلو ارمانجنه وه …
همدا يوه خبره يې بار بار په خوله وه … نن سهار مې په بوره وهلی …
د کابل ديموکراسي د واک شخړه کې ښکېل ده… د ملا عمر اسلامي امارت د جګړې پر اور د خلکو په تودلو بوخت دی …
يا الله !
تا ته مو پناه ده