جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاسپانیا: زموږ پاتې کېدو ته اړتیا نشته، افغان ځواکونه جګړه کولای شي

اسپانیا: زموږ پاتې کېدو ته اړتیا نشته، افغان ځواکونه جګړه کولای شي

تاند(شنبه، د ثور ۱۸) ال پایس ورځپاڼې د اسپانیا د دفاع وزارت په حواله ویلي، چې دغه هېواد په افغانستان کې تر شل کلن ماموریت وروسته خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان کې د دوی ماموریت د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشوره وه او کله چې افغان ځواکونه په یوازې ځان له ستونزو وتلی شي نو د دوی حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي.

 اسپانیا زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې له پیله تر اوسه درې میلیارد او ۵۰۰ میلیونه یورو مالي لګښتونه کړي او سل سرتېري یې په دغه جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

اوسمهال په افغانستان کې د اسپانیا ۲۴ نظامي پرسونل او دوه ژباړونکي د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي چې ډېر ژر به له افغانستان څخه ووځي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ناټو عمومي منشي هم ویلي وو، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي.

ینس سټولټنبرګ تېره ورځ د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل، که څه هم د افغان ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز ماموریت د وتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ وویل، د غوڅ ملاتړ ماموریت ختم له افغانستان سره د ناټو د اړیکو د ختم معنی نه ‌لري.

نوموړی زیاته کړه، دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس ګورو چې څنګه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړو.

سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب