سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد افغان سکانو ۳۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شوي

د افغان سکانو ۳۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شوي

تاند (شنبه د ثور ۱۸) د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وايي، هغه افغان سکان چې په دې ورستیو کې هند ته مهاجر شوي و بېرته خپل وطن ته راستانه شوي دي.

د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي نن شنبه/ د ثور ۱۸/ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د افغان سکانو هغه شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ چې په دې وروستیو کې هند ته مهاجر شوي و، له ډلې یې ۳۰ هغه بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.

ښاغلي فضلي زیاته کړې، «له دوی سره په متواتر ډول په تماس کې یو، شا او خوا دېرش کورنۍ یې بېرته هېواد ته راستنې شوي او ډېر ژر به نورې کورنۍ هم خپل هېواد ته راستنې او له ځانګړو مرستو برخمنې شي.»

د نوموړي په خبره چې دغو افغانانو ته به په کور د ننه د هوسا ژوند اسانتاوې برابرې شي.

د فضل محمود فضلي په خبره چې افغان سکانو تل له افغانستان او جمهوریت څخه دفاع کړې او دغه راز خپله وطني مینه یې په عمل کې ثابته کړې ده.

د افغان هندوانو او سیکانو په خبره چې د دوی په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه دي چې دوی یې مجبوره کړي، څو خپل هېواد پرېږدي او هند ته لاړ شي.

په افغانستان کې له ناامنیو مخکې، د هندوانو او سکانو زرګونه کورنۍ په کابل، خوست، کندر، پکتیا، ننګرهار، پروان، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې مېشتې وې، خو اوس یې په ټول افغانستان کې د کورنیو شمېر بیخي راکم شوی دی چې اکثره یې هندوستان ته کډه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب