د بغلان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې سلګونه کسانو وسلې اخیستې او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلان کړی دی.
د بغلان ولایت د امنیه قومنداني له لوري په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بغلان ولایت سلګونه اوسېدونکو د سیمه ییزو پاڅونوالو په چوکاټ کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه وسلې اخیستې دي او د طالبانو پر ضد یې د جګړې اعلان کړی دی.
په یو خپاره شوي انځور کې ښکاري چې یو شمېر کسانو وسلې پر لاس د شعار په بڼه لاسونه پورته کړي دي.
دا پاڅون داسې مهال کېږي، چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ ښار له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی و او امنیتي ځواکونو له دغې سیمې څخه تکتیکي شاتګ کړی و.
بلخوا طالبانو په بغلان ولایت کې په وروستیو جګړو کې نیول شوي ۶۵ سرتېري له خپل بند څخه خوشې کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دغه سرتېري چې اووه تنه یې ټپیان هم وو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شوي دي.
هغه ویلي، چې هر زنداني ته یې د لارې خرڅه او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی وړاندې تر دې هم په یو شمېر ولایتونو کې ګڼ شمېر افغان سرتېري له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.