جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهلغمان ـ الینګار؛ هوایي ځواکونو پر طالبانو بریدونه پیل کړي

لغمان ـ الینګار؛ هوایي ځواکونو پر طالبانو بریدونه پیل کړي

تاند (شنبه د ثور ۱۸) افغان هوایي ځواکونو د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي دي.

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، په یادو هوایي حملو کې۱۲ طالبان وژل شوي او د دوی یو زوکویک، دوه هاوانونه او یوه دهشکه هم له منځه وړل شوې ده.

د دولتزي په خبره، یاد عملیات د الینګار ولسوالي په بیلابیلو سیمو کې ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هلته له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې پیل شوې، چې دوه ورځې وړاندې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان ځواکونو یو شمېر پوستې له جګړې او تلفاتو پرته طالبانو ته پرېښودل شوې.

وروسته له هغې، چې د لغمان په الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې وروستی بد امنیتي وضیعت په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر کسان له لوري وغندل شو، له پرون راهیسې هلته ګډو افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد سخت عملیات پیل کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...