جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+فیسبوک پر ټرمپ بندیز تایید کړ

فیسبوک پر ټرمپ بندیز تایید کړ

تاند(شنبه، د ثور۱۸) د فیسبوک د څارنې پلاوي په دې ټولنیزه شبکه کې د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بندیز تایید کړ.

دغه پلاوي په عین حال کې ویلي چې د تل لپاره په فیسبوک کې د ټرمپ ممنوعیت سم کار نه دی خو شپږ میاشتنی بندیز ورته کافي دی.

ټرمپ د فیسبوک او د خواله رسنیو په نورو پلېټفارمونو کې پر ده بندیز د شرم وړ بللی او ویلي یې دي چې د خواله رسنۍ به د دې کار په خاطر لوی تاوان پرې کړي.

د فیسبوک د څارنې پلاوي ویلي چې دا شبکه باید د کاروونکو له واضیح معیارونو پرته پر ټرمپ د ډېر وخت لپاره بندیز ونه لګوي بلکې هماغسي مقررات د ټرمپ په وړاندې اجرا کړي چې د نورو عادي کاروونکو په اړه یې لري.

خو د فیسبوک مسوولان وايي، دا پرېکړه کافي ده چې په راتلونکې کې د قانون له سرغړوونکو سیاسي مشرانو سره باید څرنګه چلند وشي.

وروسته له دې چې د ټرمپ پلویانو د کانګریس پر ودانۍ وبلوسل فیسبوک، انسټاګرام، ټویټر او نورو خواله رسنیو په خپلو پلېټفارمونو کې پر ډ‌ونالډ ټرمپ بندیز ولګاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب