پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمحب: د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات ډېر شوي

محب: د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات ډېر شوي

تاند (شنبه د ثور ۱۸) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو کلونو کې نه لیدل کېږي.

حمدالله محب دغه خبره نن په کابل کې یوې خبري ناستې وکړه او وې ویل چې طالبان یوه جنګي ډله ده، جگړه کې یې گټې دي له همدې امله سوله نه غواړي.

ښاغلي محب له طالب جنګیالیو وغوښتل چې نور د خپلو مشرانو د ګټو قرباني نه شي، ځکه په خبره یې چې روانه جګړه مشروعیت نه لري.

نوموړي وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شوي، تر څو د ترهګرو له ملاتړ لاس په سر شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بهرني ځواکونه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان دولت ته سپاري.

نوموړي زیاته کړه، بهرني ځواکونه به تر وتلو وروسته خپل یو شمېر تجهیزات له منځه یوسي خو لویه برخه تجهیزات او وسایل به افغان دوت ته وسپاري.

د ملي امنیت سلاکار د استانبول کنفرانس ته په اشارې وویل چې تر اوسه پورې د یادې ناستې د ترسره کېدو دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې او تر اختر وروسته به په دې اړه معلومات کېږي چې دوی به یې هم پر وخت له خلکو سره وروستي معلومات شریک کړي.

خو تر دې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي و چې ښايي د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اونۍ یا د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس جوړ شي.

د حاجي دین محمد په خبره، ټاکل شوې چې بهرني ځواکونه ژر تر ژره له افغانستان ووځي خو تر څنګ یې امریکایي لوري له طالبانو سره خبرې پيل کړې دي چې دغه ډله د استانبول په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي.

طالبانو بیا د افغان سولې د ناستو په هکله په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي په هېڅ ناسته کې برخه نه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب