شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهناچله سیکه / اجمل پسرلی

ناچله سیکه / اجمل پسرلی

تیاره وه، نم نم باران وریده او ورسره لږ سوړ باد چلیده. د پراګ په (ډفیسکا) چوک کې د ( بېلا ) په نوم مارکیټ ته ورغلم، چې سودا واخلم.

د خوراکي موادو په دې دوکان کې چې کله څوک څه اخلي، نو د سودا د راټولولو لپاره ټوکرۍ پرته وي، وړه ریړه چې تر ټوکرۍ لږ لویه وي هغه هم وي او نسبتا لویه ریړه هم لري. دغه لویې ریړې د دوکان دباندې ولاړې وي، په ځنځیر  لیکه تړلې وې، پکار ده چې پنځه کراونه یا لس کراونه پکې واچوې*، څو د ځنځیرونو له کړۍ راخلاصه شي. کله چې بیا څوک سودا واخلي بیرته یې د همدې ځنځیرونو له کړۍ سره تړي او وراچولې روپۍ ترې راوځي.

2-Billa

مخې ته مې یوه سړي ریړه ودروله، خپله د څراغ له رڼا لږ چپ شو، په خندا یې راته وویل:

– تاسو ته به زحمت شي په دې باران کې چې هلته ورځئ او ریړه اخلئ دغه زما واله درسره یوسئ

د ده خالي ریړې ته مې وکتل. بیا مې ده ته سترګې ونیولې، چکی و، ومې نه پیژانده. دلته نا اشنا داسې سړیتوب نه کوي، که له چا مرسته وغواړي مرستې ته راځي، خو له خوده څوک کومک نه کوي. پوښتنه مې ترې وکړه:

– څو روپۍ مو پکې ایښې دي

خوله یې داسې ویړه شوه، لکه چې ست وسلا کوي، خو بیرته یې وویل:

– لس کراونه پکې دي

ما جیب ته لاس کړل، لس کراونه مې سړي ته ونیول او مننه مې ترې وکړه. سودا مې رابار کړه. چې کله مې ریړه د زنځیرونو په حلقه کې دروله، د لس کراونه پرځای یوه ګرده اوسپنه رابهر شوه.

د سړي څیره مې سترګو ته ودریده چې سر یې کوږ نیولی و، د عذر په غاړه یې خوله ویړه شوې وه او په ډیر ادب یې خدای پاماني هم راسره وکړه.

ناچله سیکه مې په لاس کې واړوله راواړوله او څیرمه مې د ډیران له ځای سره واچوله.

* لس کراونه تقریبا نیم ډالر کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب