سترګې مې نه رپي. مخامخ خلکو ته برند برند ګورم. یوه ډله خلک رانه گرد چاپېر ولاړ دي؛ خو زه بیا هم ځان یواځې احساسوم. داسې یواځې لکه په لويه دښته کې چې د مازديگر او ماښام په منځ کې بادونو ته ولاړ یم. یو سړی مې سترګو ته دستمال ښوروي، چې زما پر سترګو څه شوي؟ ولې مې سترگې نه رپوم؟ کيڼ اړخ ته مې یو څوک په څه بوخت دی، خو زه مې کيڼ اړخ ته کتلای نه شم، ورمېږ مې شخ دی، لاسونه مې د لرګیو په څېر کښته ځوړند دي. یوازې په مخامخ واټن مې سترگې نښتې دي. ښی غوږ مې هم کوڼ دي. يو سړی وايي: «له لاسه یې ګړۍ ونه باسو؟ او رښتيا پټو يې هم ښه نوى برېښي.»
خو یو بل سړي په ټيټ غږ او په پساري ورته وايي: «کله چې د ماښام خړه خپره شي، همداسې به وکړو. گړۍ به ترې وباسو، څادر به هم خپل کړو؛ خو ګټه به مو شریکه وي.»
هلته وړاندې یو سړی چې اوږده ږيره لري او لوی لوی ګامونه اخلي، مخامخ راروان دی. ښه دنگ سړى دى. د ږيرې وژغنو يې ټټر ورپوښلی دی. فکر کوم چې زه يې تر اوږې دوه درې لوېشتې ټيټ یم. رانېژدې کېږي، پر سر مې درېږي. د څلې د اوښ په څېر غړمبېږي؛ خو په څه شېبه کې مې له سترگو يو لوى کالبد تېرېږي. غږ يې له هیبته ډک و، زه يې ورېږدولم، رانه تاو خلک په يوه اواز چيغه کوي، ما ته لاس نيسي او وايي: «هله! په سړي کې ساه شته. دا ده، خوځېږي.» زما د تن خوځېدا د سترگو په رپ کې بيرته ورکېږي.
اسمان مخ په تورېدو دی، نه پوهېږم، رڼايي کمېږي، که زما سترګې سره ورځي او ورو ورو پټېږي. تورتم پلنېږي، لکه لويه بړستن په ټول ماحول را خورېږي. خو له مخامخ جوماته ډله خلک راوځي. په تت نظر يو څو پکې پېژنم، ډېری خلک يې هم هماغه خلک وو، هماغه ډله چې د ورځې په اوږدو کې تر ما ګرد چاپېر ولاړ وو او بڼېدل، دوی زما په باب له ځانونو سره گړېږي.
هلته يوه تن وویل: «ښه ده، ویده دی، راځئ، شپه راروانه ده، په کورونو کې به مو ماښامنۍ تیاره وي.»
اوس نو څه نه وینم، تپه تیاره ده؛ خو د یو چا د پښو ترپېدا ورو ورو رانېژدې کېږي، ناڅاپه مې کيڼ لاس ته لاس راوغځېد، ګړۍ يې ترې واېسته، زما پښې يې راوښورولې؛ خو بوټو او څپلۍ مې نه لرلې. تر ځان تاو کړی پټو مې په زور رانه کش شو او د پټو له کشولو سره وچورلېدم، د ګړنګ له ژي مې پښه وښوېده، گورم چې دا ده کښته لوېږم، په لوېدو یم. یو غږ مې تر غوږو کېږي؛ خو خبرې يې سمې نه شم اورېدی. همدومره احساسوم چې وايي: «کيسه يې ختمه شوه.»