فرشته نجیم غنی
ولسمشره کله چې ستا میرمن مې ستا په څنګ کې د خپل کور د زوړ تلویزیون په پرده ولیده چې سپین رنګی ټیکری یې په سر ده او په غرور ولاړه ده ګمان مې وکړ چې څوک د پورته کېدو لپاره لاس راکوي.
ځان ته مې ډېره تمه پیدا شوه چې هیلو ته به مې رسیږم، یو څه به رانه جوړیږي.
خوشحاله دې ته شوم چې ګواکې د افغانستان په شان دودیزه ټولنه کې هم داسې ورځ راغلې چې ښځې دې په میړانې سره د ارګ په لوی ستیژ کې په پوره جرات خبرې وکړي او څوک دې هغوی نه وژني.
هغه وخت دا راته مهمه نه وه چې ګواکې ستا میرمن افغانۍ ده که بهرنۍ مهمه دا وه چې یوه افغان با غیرته وګړي خپلې میرمنې ته د انسان په سترګه وکتل او هغې ته يې د ساه ایستلو اجازه ورکړه.
متاسفانه دلته خو ښځې داسې دي چې ګواکې د ژوند کلمه ددوی لپاره نده پیدا شوې. دوی ته باید د ژوند کولو حق نارینه ورکړي. دلته تل تر تله هماغه مثال، هاخوا او دې خوا په خولو کې تاویږي چې ګواکې میرمنې د کور روښنایې ده او دا روښنایې باید تر تله د خونې په کنج کې پاتې شي.
دلته مونږ دومره ځپل شوي یو چې خپله چې ښځې یو نارینه و ته د خپل ټیکړي، ژړا او ښځینه احساساتو طعنې ورکوو. دا بې غیرتي ګڼو. له کلونو کلونو راهیسې چې رسنۍ مې تعقیبولي، سترګو مې د ښځو هغه انځور لیدل غوښته چې با همته وي، غرور وي پکې، خو د لومړي ځل لپاره تا راته دا احساس راکړی و چې ښځې د نورو برخو سره سره د مدیریت او سیاست برخه کې هم ښځې غښتلې دي.
خو ته یقین وکړه ستا یوې خبرې د ښځو دا مورال ووژلو، وروسته له دومره هڅو مو چې ذهنیتونه د ښځو پر وړاندې بدل شول او د ښځو په وړتیا یې څه ناڅه باور پیدا کړی و تا یوازې په یوې خبرې له منځه یووړ. فکر وکړه مونږ پڼځلس، شل کاله یوه ماڼي په ستومانیو، ژړاوو، قربانیو، وژلو، ټکولو، وهلو جوړه کړه خو تا بیرته په ۱۵ ثانیو کې ونړوله.
کله چې ته وایې یا ثابته کړئ داعش سره حکومتی چارواکی لاس لري یا ټکری پر سر کړئ یعنی زما په څېر دې ناتوانه شي په کور دې کښيني، ودې وژل شي یا دې ژوندۍ خښه شي.
دا څه فکر کاوه، واقعین ته به بخښنه وغواړې او د هیچا زړه ( د هيڅ یوې میرمنې زړه) به دې نه وي مات کړئ. هر څه به سم شي؟
واقعین ته به بخښنه وغواړې د یوې افغانې نجلۍ هېلې به نه وي اېرې شوي؟