جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهحامدکرزی: د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري لاس...

حامدکرزی: د پاکستان خیر په دې کې دی چې له تېري لاس واخلي

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه په کلکو ټکو وغانده.

هغه په خپله اېکسپانه لیکلي چې، دغه بریدونه د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمېر هېوادوالو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي.

کرزي دا بریدونه د افغانستان پر خاوره څرګند تجاوز او د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

پخواني ولسمشر، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلو غیرمنطقي تګلارو له پایلو سره مخ دی او د افغان ولس پر وړاندې په بریدونو نه شي کولی له دې وضعیت ځان خلاص کړي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان باید درک کړي، چې افغانان د خپل وطن او خاورې په دفاع کې یو موټی او یو غږ دي.

هغه لیکلي: “د پاکستان په خیر کې ده چې له تجاوز ډډه وکړي، خپلې زیانمنې تګلارې له سره وڅېړي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو پر بنسټ دوستانه او متمدنه اړیکې رامنځته کړي.”

بل لورته تهران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال پر افغانستان د پاکستان د دوامدارو بریدونو په غبرګون کې له هېوادوالو غوښتي چې، له هر منبر او هرې وسیلې څخه د ملي یووالي د پیاوړتیا او د خلکو د ویښتابه لپاره ګټه واخلي.

هغه په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ان هغه منبرونه او غږونه که څه هم مغرضانه وي، خو که د پوهاوي، بیدارۍ او د وطن پالنې د احساس د راپارولو په موخه وکارول شي، دا یو شرافتمندانه اقدام دی.

پر پلازمېنې کابل د پاکستان وروستيو هوايي بریدونو د سیاسي فعالانو او خلکو ترمنځ د تندو غبرګونونو او نیوکو نوې څپه را منځته کړې ده.

له تېرو لسو ورځو په کمه موده کې پاکستان دوه ځلې د افغانستان پر پلازمېنې کابل هوايي بریدونه کړي، چې یوازې د تېرې ورځې په هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

1 COMMENT

  1. همدا پخوانی او اوسنی دی چې دهېواد حالت یې دغې کچې ته راووست دواړه دروغجن دی او په اټکلی سیالی کې اخته دی یوچې کوله وباسی بل وایی چې زه ولې پاتې شوم .
    دغه ماشومانه فرهنګ حتی دTV ګانو په مناظرو کې هم لیدل کیږی پوښتنه که ددروازې وی خو دی انګړ درپیژنی نمایشی لافو کې کیسې روانې دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب