Homeخبرونهد ایران ولسمشر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې د سیمې هېوادونه...

د ایران ولسمشر: د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړې د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه) ‏د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالي او جګړې د تهران په ګډون د سیمې ټول هېوادونه اندېښمن او اغېزمن کړي دي.

پزشکیان زیاتوي، ایران به خپل اسلامي مسوولیت ته په پام د دواړو ملګرو او دوستو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو، خبرو او اړیکو پیاوړتیا لپاره ټوله وړتیا او تلاش وکاروي.

پزشکیان پرون مازیګر یوه غونډه کې دا اندېښنه ښودلې ده.

له نږدې څلور ورځو ځنډ وروسته پرون چهارشنبه د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستان برید سره د طالب ځواکونو په ځوابي حملې سره بیا جګړه ونښته او وروسته د پاکستان الوتکو کابل کې څو هدفونه په نښه کړل.

خواله رسنیو کې ویډيو ښيي چې یوه برید کې پاکستان د تېل پمپ ویشتی او پکې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ اوسنی تاوتریخوالی کابل او پکتیکا کې د اسلام اباد هوايي بریدونو وروسته پیل شول. طالبانو د دې برید په ځواب کې پنځه ورځې مخکې له ډیورنډ کرښې سره مختلفو سیمو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړل او د ۵۸ پوځیانو د وژلو او ۳۶ نورو د ټپي کولو خبره یې وکړه.

پاکستان د طالبانو حکومت د دغه هېواد ضد وسلوالو په ملاتړ تورنوي او وايي کابل کې یې پرونی او د تېرې پنجشنبې ورځې هوايي بریدونه هم د همدې وسلوالو پر مشرانو کړي دي.

په مقابل کې طالبان دا تور ردوي او پاکستان د افغانستان پرضد د داعش په ملاتړ تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...