سه شنبه, جنوري 14, 2025
Home+د جادوګر هنر مقالې | حفیظ الله بشارت

د جادوګر هنر مقالې | حفیظ الله بشارت

یوه ورځ مې يو ملګري راته ويل که شعر الهام نه وای، استاد غضنفر به خامخا يو نيم لیکلی، ځکه په شعر باندې د نوموړي پوهه تر هر شاعر ډېره ده.

ما وېل، شعر که الهام فرض کړو، بیا نو په ملحدينو او کفارو کې ولې دومره لوی لوی شاعران پيدا شوي دي؟ حال دا چې الهام د رب له طرفه وي او خدای پاک فقط پر پیغمبرانو د الهام ورېدو لوره کړې ده؟

شعر پنځول او شاربل جلا مسایل دي. څوک چې د شعر پنځولو هنر لري، دا خدایي ورکړه ده او هغه چې نقد پرې کوي، هغوی د دغه هنر په اړه تر شاعرانو هم ډېر علم لري.

کوم څه چې د انسان په ناخوداګاه ذهني برخه کې پنډ شي، کله ناکله یو دمي د شاعر انسان په خوداګا ذهني برخه یا شعور هجوم راوړي چې دې ته زموږ ځینو شاعرانو د الهام نوم ورکړی دی، حال دا چې الهام یو کیفیت وي، خو ښه شعر بیا په ډېر ریاضت سره پنځېږي.

دا هرڅه د استاد غضنفر تر هغو خبرو رایاد شول چې يو ځای یې زما په لږ اقتباس او کم و زیات سره لیکلي وو: “د ښوونځي په دوران کې مې شاعري کوله. له لېسې چې څو فارېغېدم، تقریباً یوه پنډه شعرونه مې لیکلي وو. یو وخت چې د شعر په رموزو څه ناڅه پوه شوم، بیا به مې چې خپل شعرونه لوستل، خندا به مې ورته راتله. وروسته له هغې مې څو ځله د شعر لیکلو هڅه وکړه، خو د ښه شعر په ليکلو بریالی نه شوم. اوس په دې پوهېدلی یم چې شعر د رب ورکړه ده او په زور نه لیکل کېږي. شعر فطري ښه راځي. د زور شاعري ټوله له تصنع ډکه وي”.

پورتنۍ خبرې فکر کوم، استاد په “څراغ” کتاب کې لیکلې وې. له ما یې کټ مټ بڼه هېره وه، یوازې مې ترې اخیستی مطلب ذکر کړ.

استاد غضنفر که څه هم د شعر له خدایي ورکړې محروم دی، خو کومه پوهه چې د شعر په اړه له نوموړي سره شته، فکر کوم د پښتو هېڅ یا تقریباً هېڅ شاعر هم ونه لري.

دا خبره به مبالغه ځکه نه وي چې د اثبات لپاره يې د نوموړي نه یوازې د شعر له تخنیکي جوړښته، بلکې د شعر د روح او محتوا له شنل شوي او له خورا خوندور تحلیل مالامال او کمساري کتاب “جادوګر هنر” څخه یادونه کولی شو.

“جادوګر هنر” مې د نوي ميلادي کال له پیل سره سم پیل او نن پای ته ورساوه.
دا کتاب چې تر ډېره د شعر په روان غږېږي، ځای ځای پکې د شعر د تخنيکونو په اړه هم مهمې او کمې شوې خبرې موندل کېږي.

کتاب ټول ټال په ٦١٣ مخونو کې راټول شوی چې “د شاعر په باب د ټولنې تصور” په مقاله پیل او د “خوشحال پېشګویي” تر عنوان لاندې مقاله پای ته رسېږي.

په دې کتاب کې د استاد پوهه او دقت د نوموړي د نورو کتابونو په څېر د ده له دې خبرو لا ښه پېژندلی شو چې ویلي یې دي: “هغه پوهه او بصیرت چې په کاغذ باندې د يو څه له لیکلو، د خپلې ليکنې له خوند اخیستلو، په خپله لیکنه باندې له شک کولو، له دوباره لیکلو او د يوه همېشني اضطراب له لرلو حاصلېږي؛ د ادب هېڅ استاد يې نه شي راکولای”.

جادوګر هنر مو په لومړیو کې د شاعر په باب د ټولنې له تصوره خبروي: “زموږ په ټولنه کې د شاعر په باره کې څلور لویې اسطورې موجودې دي. یو تصور دا دی چې شاعر د کشف او کرامت او الهام څښتن دی. بل تصور شاعر سندرغاړی او موسيقار ګڼي. له درېیم تصور سره سم، شاعر مبارز روشنفکر دی او څلورم عام تصور دا دی چې شاعر عاشق دی. دغو تعبیرونو په خپل وار په شاعر اثر کړی او د دوی د شعر او شخصیت په جوړولو يې اغېز ښندلی دی”.

د ژبې موسيقي تر عنوان لاندې مقاله راته وایي: “د علم په ژبه کې کلمې وسیلې دي خو د هنر په ژبه کې کلمه هم وسیله ده هم هدف. علم د کلمې په مانا پسې ګرځي او د هنر د کلمې اواز هم پکار دی. همداراز د ادبي صنعتونو د اهمیت په باب راته وایي: ادبي صنعتونه که د ژوند د تجربو د بیان په خدمت کې وي، د ګل په څېر اصيله ښکلا پيدا کوي خو که داسې ونه شي نو ورځه که ښکلا هم پیدا کړي، د کاغذي ګل په څېر وي، ژوند پکې سا نه اخلي”.

د باشو خبرې ته چې د شعر و هنر په اړه ویلي یې وو: “د شعر ټول تخنیکونه زده کړه، بيا ټول هېر کړه، بيا شاعري کوه. استاد دا هم وراضافه کړي چې: معلومات باید له شعوره تېر شوي وي او په غریزي پوهه بدل شوي وي، ځکه د شعر يا داستان یا بل هنري اثر د لیکلو په شېبو کې چې تخنیکونه زموږ په ذهن سپاره شي، ازادي رانه اخلي، اثر مصنوعي راځي”.

د سپېڅلو رازونو شاعر په مقاله کې استاد د سالک صاحب د شاعري او د هغه د توري ستوري شعري ټولګې په اړه لیکي: “د لوی هنر څښتنان معمولاً داسې څه وایي چې مختلفو تمایلاتو ته د منلو وي. د شاعرۍ د ښه کتاب یو نښه دا ده چې مختلف لوستونکي پکې مختلف بیتونه انتخابوي او ايکي یو لوستونکی هم چې دغسې کتاب بل وخت ګوري، ممکن نور بیتونه پکې خوښ کړي”.

“هنري ابهام او ګونګوالۍ فرق سره لري. هنري ابهام د خیال پارېدلو سبب ګرځي او د خیال باډېوه که هر څومره لوړه وي، پروا نه کوي خو په دې شرط چې د معنا تار يې له لاسونو ونه وځي”. دا خبرې د ګونګ شعرونه مقاله راته کوي او دا راته روښانه کوي چې ګونګ اشعار په زور لیکل شوي وي. په شعر کې هنري ابهام ضرور دی، خو د ریاضت په مټ.

د جلان جادوګر هنر تر عنوان لاندې مقاله د جلان صاحب د شاعري پر نویو ترکیبونو، استعارو، تشبېهاتو او خیالونو باندې غږېږي. په دې مقاله کې که څه هم د جلان په شاعري کې د نویو ترکیبونو ستاينه شوې ده، خو استاد دا ياده هم کړې چې که یو شاعر تر دې حده د نویو خبرو او ترکيبونو په لټون پسې شي چې د شعر نور اړخونه يې له پامه ولوېږي، نو د دې شاعر نه یوازې شاعري د تصنع طرف ته میلان پيدا کوي، بلکې یو ډول د شاعري فطري ښکلا هم ورسره پيکه کېږي”.

پيغامونه پټ پراته په افسانو کې د دې کتاب یو له هغو مقالو څخه ده چې د نورو په پرتله مې ترې دوه چنده زیات خوند واخیست. دا مقاله د ارواښاد بهاوالدين مجروح د شاهکار او په عین حال کې د انسان له رواني او اندروني پېښو خړوب او له اجتماعي کشمکشونو د مالامال کتاب “ځانځاني ښامار” هر اړخيزه سپړنه او تحلیل زموږ ګوتو او ذهن ته رارسوي.

دا کتاب په عموم کې د شعر او ځينو شاعرانو په شعرونو خوا و شا ٨٥ عنوانه مقالې په خپل وېړ ځان کې لري چې لومړی وار دانش خپرندويه ټولنې په ١٣٩٣ کال کې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب