د بشر تر ټولو زیات د تعامل ټکی د ژوند له زړو او نویو اړخونو ګټه اخیستنه ده، چې په ورځني ژوند کې په بېلابېلو برخو کې معلومات ترې را ټولوي او د خپلو معلوماتو د اتصال ټکي پکې پیدا کوي.
ژوند د همدې ستونزو او کړاوونو سره د تعاملاتو ګډون دی، چې په بېلابېلو مراحلو کې ورسره برخورد کوي. موږ تل د معلوماتو په لټه کې یو، دا معلومات د انسان د ذهني کچې او مسلک پورې هم تړلي دي.
هغه داسې چې یو کس به لوستی بل به لږ لوستی او بل به نالوستی وي؛ خو د دوی به هم د معلوماتو د درلودو ترمنځ توپیر وي. ځینې کسان به له ځان سره دا محاسبه کوي، چې څوک لوستی وي د هغه به له لږ لوستي او نالوستي معلومات ډېر وي او د لږ لوستي به د نالوستي څخه معلومات ډېر وي.
دا محاسبه به یې د یو یا دوو چاپېریالونو په کچه سم وي؛ خو په ټوله کې دا محاسبه تر ډېره د منلو نه ده. انسان یوازې معلومات له لوستنې څخه نه ترلاسه کوي، څو نور اړخونه هم لري په اوسنۍ نړۍ کې د معلوماتو د راټولولو لپاره دومره اسانتیاوې موجودې دي، چې کله د معلوماتو په راټولولو کې هم انسان دوه ګونی غوندې شي، چې کوم معلومات د فرد، ټولنې او په ټوله کې د انسانانو لپاره ګټور دي. دې کې څو اړخونه ښکېل دي.
شاید په اوسنۍ نړۍ کې ډېر خلک ووایي، چې په دې انټرنیټي نړۍ کې د معلوماتو کموالی له کومه شو، هر څه د یو کلېک په واسط ترلاسه کولای شو؛ خو لکه مخکې مو چې وویل د هر څه په اړه معلومات د انسان په ذهن پورې اړه لري، چې له دې معلوماتو څه ډول استنباط او ګټه اخلي او څومره د ده ستونزې ورسره حل کېږي یا څومره نورو ته پرې ښه لارښوونه کولای شي.
په اوسنۍ نړۍ کې رښتیا هم ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو سرچینې دي؛ خو د دې ترڅنګ د انسان خپله ذهني وړتیا هم په دې کې لوی لاس لري. هغه دا چې انسان د مطالعې، مشاهدې، تجربې، سفرونو څخه دومره د معلوماتو ډېټا راټولوي، چې ډېرې ستونزې پرې حل کولای شي.
لکه مخکې چې یادونه وشوه . زموږ په اند څوک چې څومره لوستی وي د هغه معلومات به ډېر وي؛ خو داسې نه ده ځکه چې یو انسان به لوستی وي؛ خو تجربه، مشاهده، مطالعه او سفر به یې نه وي کړی. موږ وایو، چې که څوک ښه پېژندل غواړې؛ نو سفر ورسره وکړه.
سفر د انسان پېژندلو، له فرهنګونو سره د اشنایۍ، پرمختګ، له بېلابېلو انسانانو سره مخ کېدل، د هرې شېبې څخه د مشاهدې او تجربې ډېټا زیاتېدل او په ټوله کې د انسان په لیدلوري کې بدلون راتلل. بشر د همدې مراحلو څخه په اګاهانه توګه زده کړه کوي، چې تل د معلوماتو په خزانه کې ورسره خوندي وي.
انسان په سفر کې ډېرې تجربې، مشاهدې، او د ښیې او دقیقې مطالعې څښتن کېدای شي. راځئ د بشر په اړه یوازې د خپلې زاویې قضاوت ونه کړو، بلکې د ټولنې د حقایقو په رڼا کې قضاوت وکړو او تل خپله بشري انرژي د ښو افکارو په را جوړولو مصرف کړو. انسان د همدې معلوماتو په وسیله له یو بل سره تعامل کوي او د ژوند چارې هم په همدې رڼا کې تنظیموي او خپل ژوند روان پرې ساتي.