د تړلې دروازې مخته ودرېدم، ټک ټک مې کړه، انګازې یې شاوخوا خورې شوې، خو د دروازې له شا مې کوم غږ نه وانه ورېده، انتظار مې وکړ، انتظار اوږد شو، کېناستم، خوب یوړم، یو څوک په خوب کې راغلل، راڅخه ویې پوښتل
ته زما ملت نه یې؟
ځواب مې ورکړ
هو، یم، ته مې هم وپېژندې
سپین ږیری خوشحاله شو او دروازې ته یې اشاره وکړه
دروازه ماته کړه، د ننه لاړ شه، زما پر پله پل کېږده.
وېرېدلی پاڅېدم، دروازه ماته شوه، اوږده خونه په څراغونو رڼا وه، تر هر څراغ لاندې یو بت ولاړ و، د خندا غږ مې اورېده، لکه چې ټول بتان راپورې خاندي، غوسه شوم، لومړی مې کوچنی او ورپسې تر پایه ټول بتان را وغورځول، ټوټې ټوټې مې کړل، له زړه مې ټوله وېره ووته او په پاتې شونو یې د یوه اتل په څېر دروازې ته را تېر شوم.
بهر د خلکو یوه لویه څپه د نیمې دایرې په څېر درېدلې وه، د خوښۍ شعارونه یې ورکول او په لاسونو کې یې زما تصویرونه نیولي وو.
حیران شوم، منځ ته یې ورغلم، د ګلونو باران یې راباندې جوړ کړ، چاته مې لاس نه ورکاوه، وړاندې تېر شوم او په یوه ډبرینه څوکۍ کېناستم، ځانته مې وکتل.
دا زه یم، دا بل څوک نه دي، دا ستاینه د بل چا نه ده، زما ده، خو لکه چې زه له ستایوونکو بیخي متفاوت یم، بل ډول انسان یم، د غرور څادر مې له ځانه را تاو کړ، د څو ساعتونو لپاره له دوی نه بې پروا په ځان کې ورک وم.
یو وخت مې پام شو چې وجود مې وچېږي او بت ته ورته کېږم، سر مې وچ کلک او ډبرین شو، دوی لا هم ډلې ډلې زما ستاینې ته راځي، خو زه یوازې د هغه چا لار څارم چې راشي، احسان راباندې وکړي، مات مې کړي او نور مې له دې دوزخي عذابه وژغوري.
۱۳۹۸، د چنګاښ ۲۳مه