دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د طبیعت پر وړاندي شاعرانه غبرګون| همت عمرزوی

د طبیعت پر وړاندي شاعرانه غبرګون| همت عمرزوی

پر ادبیاتو خبري:

د زمانې تپلی بهیر د انسان د ذهنیت په تراشلو او سکڼلو کې آن په ناخوداګاه توګه خپل اغېز تجسم کوي، او دی به نه غواړي خو د ذهن کلا به یې هسي جوړه سوې وي، لکه څنګه چې د ژوند وضعیت حاکم وي، آن ورته ځورونکی هم وي. زه د دې معاصري دود سوې نظريې سره بشپړ توافق نه لرم چې وايي (انسان پر طبیعت غلبه موندلې ده!؟)، ځکه د دې ټولو انساني اختراعاتو او اکتشافاتو سره سره انسان بیا هم د طبیعت د جبر او تبحر له ولکې او غلبې څخه په یو ډول نه يو ډول محصور او متاثر دی، او دی جبراً د خپلې دلاسا په موخه یو نسبي سازش او مصنوعي رغښت ورسره کوي، ژوند د طبیعت په لویه غېږ کې روان دی او انسان د دې سفر په لوړو او ژورو کې په یو شعوري او غیرشعوري طبیعي جګړه کې د خپلې ساتني او پایدنې په پار را ښکېل دی، زه غواړم د دغې لنډي یادوني پر محور له طبیعت سره د شاعر انسان چارچلند، غبرګون او پیوستون د شاعرانه لیدلوري پر محراق تر یوه حده راوسپړم.

آخر به خاوري سې صورته!__ که دي هر څو پر وطنو وګرځومه.

د انسان د محکومیت او بې وسۍ یو ښکرور اعتراف!
یو حسرتي او حتمي آرمان، او د فناه ترخه حقیقت ته واقعي تسلیمي او غاړه اېښودنه.

طبیعي ده چې انسان له ژوند او طبیعت سره د خپل چارچلند مناظر په مادي جهان کې منعکسوي اما خبره دا ده چې د دې محسوس انعکاس رېښه د ده په دروني ماهیت کې راشنه او پينه ده، د ده د باطني دنیا غبرګون او پاڅون د دې سبب کېږي چې دی پر محسوسي دنیا د خپل درون پاریدلی قیام او پاڅېدلی پېغام پورته کړي او د خپل تحت الشعور له ژورو یو لوړه ازانګه را وچیغوي.

زه فکر کوم چې انسان پر طبیعت غلبه نه ده موندلې بلکه د خپلو ټولو پرمختګونو او تخنیکونو سره فقط دومره توانېدلی دی چې د طبیعت له قهر څخه يې د تیښتي چمونه او چلونه زده کړي دي چې دا هم ده ته لویه توره ښکاري.

توري وریځي له درده ژاړي
که هسک په ځمکه راتو کې ناړي
د کایناتو د زړه چنچي یو
له مونږ دي واړه وراني ویجاړي
___

حقیقت پټ دی په بحر او بر کې
تمیز ورک شوی په خیر او شر کې
د یو مهجور زړه د حسرت اوښکه
به څوک جلا کړي په سمندر کې
___

چې نه يې درد وي نه يې خوندونه
نه يې افت شته نه ګزندونه
ګني ته ګوره طبیعت جوړ کړي
د خوږلت لار کې څومره بندونه
استادپسرلی.
___

د طبیعت له جبر سره شاعرانه غبرګون د هر شاعر انسان د شعر پلنه او غوښنه محتوا جوړوي، شاعر د زمانې د ظلم او ناکردو له درده او سوزه خپله اعتراضي بلغاکه د طبیعت تر کڼو غوږونو ور رسوي (د فلک له چارو څه وکړم کوکار…) (… خدایه ج، رالنډ کړې دا د ځمکي تنابونه…)  د ژوند د ترخو اړخونو د زغملو وس تر ډېره د عاجز انسان له توانه وزځي او د دې تریخ غړپ د تېرولو د درد له تاوه د آسمان ګرېوان ته د شکایت لاس وراچوي او په یو ډول نه یو ډول خپله انتقامي خرخښه دلته سړوي، مونږ دلته د درد او جبر کیسه په ټولیز ډول د (انسان) پر مصداق تحلیلوو خو د غبرګون چاره يې د (شاعر) په شاعرانه څړیکو کې پلټو، داسي ځکه کوو چې شاعر انسان د عواطفو د حساسیت له کبله ډېر خوځنده شدید او حساس دروني طبیعت لري چې د لوی طبیعت د هر ګزار په وړاندي خپله نهایې غبرګوني چیغه پورته کوي او د دې طبیعت ناکردې د زمان د کاڼه او ناګاره بهیر تر غوږونو ور توغوي.

مونږ کابو د هر شاعر په شعرونو کې د طبیعت پر وړاندي شاعرانه حساسیت محسوسوو، او د دې محکومیت له جوره تل یو ګیله من سوز په شعري تخلیق کې ارومرو درز او نفوذ کوي.

آن په فلکلوریک ادب کې هم د یاد جبر له تاثره ناخوداګاه طغیان پورته سوی دی!

باران که اوري ودي اوري___ واوري دي نه اوري چې لارې بندوینه

مازدیګر ښه دی دیدن کېږي___ بده غرمه ده لیلا کور کوي خوبونه

کښته د رود غاړه را واخله___ د موري يو يې چې دي ډوب نه کړي رودونه

پر سر مي ځمکه آسمان ګرځي__ لکه په تن مي زلزله راغلي وینه

تر تورو غرونو پناه یاره___ چېرته په خیال کې دي راځم که هیر دي کړمه
….

طبیعت له خپلو خوږلنو او مزینو ترڅنګ انسان ته تنګوونکي او آزار ورکوونکي اړخونه هم لري چې دی په مختلفو طریقو د شکایت څړیکي ورڅخه وهي، همدا طبیعت دی چې انسان پکښې راټوکېږي او نهایتاً پکښې نېست کېږي.

پایله اولنډون:

زمونږ د پورته بحث نچوړ دا دی چې ژوندي موجودات او په راس کې يې انسان د طبیعت له خوی، قهر او ستم څخه هرکله اغیزمن دی او په ډېرو مواردو کې يې انسان له خپل ټول چم او خم سره آن له منځه هم وړی دی، ډول ډول ستړي او دردونه يې ورته پېښ کړي دي، او هسي لکه بې رامه ښامار د قهر تاو او دباو ته يې څوک نه سي ټينګېدلای، په پایله کې عاجز انسان بله کومه اسره نه ده موندلي فقط د شعر او یا کوم بل هنري ژانر په مرسته يې له دې جبر او شوره یوه هنري_ ادبي کریغه جګه کړې او بس.

قحط ته، وبا ته، زلزلې ته چې مي پام شي
عقل مي باغي شي فلسفه مي عقیده شي
اشرف مفتون.

په پېرزوینه او درناوي.

همت عمرزوی.

١٣\١١\١٤٠٢

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب