جمعه, اپریل 26, 2024
Home+فورمالېزم | نعمت الله صدیقي

فورمالېزم | نعمت الله صدیقي

شالید او سریزه فورمالېزم یا فورمالیستي د شلمې پیړۍ هغه ادبي تیوري ده، چې فکري او علمي بنسټ یې له پوسټ مډرنېزم سره بېخي په همهاله توګه ایښودل شوی دی یا په بله وینا د پوسټ مډرنېزم د ادبي جریان داسې یوه ادبي تیوري ده، چې د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د دواړو جریانونو ادبي او هنري بحثونه یې په نوې بڼه وړاندې کړل.
فورمالېزم ته روسي فورمالېزم هم وايي دا ځکه چې د لومړي بنسټ انګیزه یې د روسیې د دریو نورو ژبپوهنیزو مرکزونو اخیستې وه، د روسي فورمالېزم پېل د۱۹۲۰م کال لږ وړاندې د روسیې د انقلاب پر مهال شوی، چې انګیزه یې لومړی د فیوچریزم ادبي غورځنګ و او ادبي تیوري یې همدې روسي فورمالېزم ته منسوب وه، دا په اصل کې د هغو درېیو مکتبونو سره د تړلیو مفکرینو د فکر او اند هڅه وه، چې د ژبپوهنې په هدف رامنځته شوي وو، لومړی ژبپوهنیز مکتب یې د ماسکو د ژبپوهنې مطالعاتي مرکز و، چې په ۱۹۱۵م کال کې د رومن یاکوبسن په مشرۍ رامنځته شو.
دویم یې د ادبي ژبې مطالعاتي مرکز و، چې په ۱۹۱۶م کال رامنځته شو، مشر یې پيټر زبرګ و. چې بل مهم تیوریسن یې وکتور شکلوفسکي و او درېیم مکتب یې هم هغه وخت رامنخته شو،کله چې رومن یاکوبسن له روسیې چیک سلواکیه ته تبعید شو او په ۱۹۲۰م کال کې یې د پراګ ژبپوهنیز مطالعاتي مرکز بنسټ کېښود(۱) چې اصلاٌ همدا وروستی مکتب یې د فورمالېزم د بنسټ په توګه دقیق هم یادېږي. فورمالېزم او فورمالیستان ځکه له روسیې تبعید شول، چې د ادبیاتو په رښتوني او اصیل طرز یې تمرکز کاوه؛ یعنې فورم او هنر یې د ادبیاتو او کره کتنې اصل منځ ټکی و، دا نو په روسیه کې ځکه هم د چلېدو وړ نه و، چې د روسیې سیاسي حاکمیت د مارکیسیزم و او په ادبیاتو کې یې هم مارکیسستي تیوري ته تمایل زیات و. دوی ته چې همدې سوسیالیستانو پر فورم د زیات تاکید لامله همدا د فورمالیستو اصطلاح وکاروله مقصد یې دوی ریشخندول وو ځکه تر همدې وخته پر تخلیقي یا ادبي شکلیاتو دا ډول بحثونه عام نه ول، د ادبیاتو عمومي بحثونه پر همغه (څه ویلو) متمرکز و، چې رغښتوالو، نوې کره کتنې او همدې فورمالېزم یې د خبرو او بحثونو لوري بدل کړل، په بله وینا په (څنګه ویلو) یې فوکس وکړ، دا د ادبي پوسټ مډرنېزم د تقریباً وروستیو ټولو ادبي تمایلاتو بحث هم و.
فورم یا هیئت:
د فورمالېزم له اصطلاح پوهېږو، چې د دې ادبي مکتب او تیوري اساس هم همدا فورم دی، خو له موږ سره د فورم مانا یوازې د ژانر یا صنف په مانا مروجه ده؛ حال دا چې د فورم مانا فورمالیستان د ژانر یا د صنف د ظاهري شکل ترڅنګ په ژانر کې د پراته ادبي شکل یا داخلي بڼې ته وايي، مګر دلته یې هم له داخلي شکل هدف په یوه پنځونه کې پروت مضمون، خیال یا فکر نه دی؛ بلکې د دغه توکیو ترمنځ ادبي جوړښت او رغښت ته یې فورم وايي. فورم اصلاٌ انګلیسي کلمه ده، چې له ژانر سره یې د خورا نازک توپیر له امله ګڼو فرهنګونو او قاموسونو هم د شکل مشهوره معنا لیکلې ده؛ خو د فورمولیستانو د فورم بحث د دغه ژانر او صنف په اړه بحث نه دی؛ بلکې لکه پورته مو چې وویل دا فورم یا شکل د یوه ادبي یا تخلیقي شکل یا رغښتونو په اړه بحثونه کوي؛ نو ځکه له ژانر سره د فورمالیستانو د فورم دتوپیر اساس هم خورا مهم دی.
فورمالیستانو چې همدې ادبي رغښت او جوړښت ته په یوه ادبي متن کې په خاص او ځانګړي طرز ولیدل او ګڼې خبرې یې پکې وکړې؛ نو دا خبرې د هغه وخت له مروجه خبرو او بحثونو مختلفې وې؛ مثلا یاکوبسن د همدې ادبي جوړښتونو او رغښتونو توکیو ته (ادبیت) هم ووایه او په یوه ادبي متن کې یې (غالب اړخ) مهم وباله. وکتور شکلوفسکي بیا د ادبیت ترڅنګ په یوه ادبي متن کې د (نااشناتوب) ځانګړنه مهمه وبلله او همداسې ګڼو نورو فورمالیستانو هم د فورم یا هیئت دې ادبي جوړښت او رغښت ته خصوصي توجه وکړه. دې بحثونو او تیوریو په ادبیاتو کې دوه کاره وکړل، یو دا چې ادب یې له نا ادبه بېل کړ او بل یې په نسبي ډول د ادبیاتو فورم او شکل ثابت کړ، دا په ظاهره وړې خبرې ښکاريدې؛ خو حقیقت دا دی، چې تر شلمې پېړۍ دغه بحثونه تقریباً ناحل شوي او جنجالي بحثونه ول. په دې تیوریو او تحولاتو کې یوازې فورمالېزم هم نه و، چې دې ژورو ادبي جوړښتونو او رغښتونو ته یې پام واړاوه؛ بلکې رغښتواله او نوې کره کتنه هم هغه تیورۍ او مکاتب وو، چې په خپلو مبحثونو کې یې د ادبیاتو دې اړخ ته خاصه پاملرنه وکړه او ادبي مرکزیت یې همدا د ادبي فورم (ادبیت) و؛ البته په دومره توپير، چې مقصد او هدف یې یو و او لارې یې بېلا بېلې وې. که څه هم دا تیورۍ اوس ثابتېږي، چې له کلاسیکو ادبي مبحثونو سره یې هم خورا ژورې او نازکې اړیکې لرلې؛ خو بیا یې هم د نویو خبرو او مبحثونو په ایجاد او رامنځته کېدنه کې ونډه غوښینه ده.
ادبیت:
ادبیت د فورمولیستانو د تیورۍ هغه ادبي اصطلاح ده، چې د فورم او د فورم د رغښت او یا هم د همدې ادبي فورمونو ادبي ماهیت معالوموي؛ مثلاً د فومالېزم اړوند ټولې پوهې او ځانګړنو ته ادبیت ویل کېږي یا د دوی له قوله ټول هغه څه چې د ادبیاتو ادبي ماهیت معلوموي ادبیت دی.
په دې کې د فورم ادبي رغښت، ادبي ژبه، نااشناتوب او غالب اړخونه یې هغه څو مشهور اصطلاحات دي، چې فورمالیستان یې د خپلې تيورۍ یا د یوه ادبي متن د سپړنې لپاره د ادبیاتو ماهیت یا ادبي متن پرې معلوموي. زه په همدې اساس د راروان بحث ټول اصطلاحات او بحث د فورمالېزم د ادبیت تشریح ګڼم.
فورم او ادبي رغښت:
په فورمالېزم کې د یوې ادبې پنځونې د رغښت بحث اصلاً د فورم د تعریف بحث دی. موږ پورته هم وویل چې د فورمالېزم فورم یا شکل د یوې ادبې پنځونې د خیال، فکر او مضمون دننه یا پټ تړاو او رغښت څخه بحث کوي؛ یعنې پخپله خیال او مضمون فورم نه دی؛ بلکې د یوې پنځونې د ادبي توکیو ګډ رغښت ته یې فورم وايي. په یو ادبي فورم یا شکل کې د فورمالیستانو لومړنۍ ځانګړنه همدا رغښت و، چې په اساس یې یو فورم یا یوه ادبي پنځونه ادبي ارزښت مومي.
د دوی په فکر یو ادبي فورم یا ادبي متن هغه وخت ادبي ارزښت خپلوي، چې کله له خپلو نورو وړو وړو توکيو سره یو پټ رغښت او جوړښت ومومي، یعنې یو متن په یوازې ځان له یوه توکي نه رغېږي، بلکې همغه د رغښت جزوي توکي وي، چې د معناوو تخلیقي تناسب، وزن او همغږي رامنځته کوي.
د استاد شاعر رحمت شاه سایل یو بیت د همداسې رغښت له مخې د فورمالېزم د مختلفو اصولو په رڼا کې څېړو:
وړې مې د روح جنازه چېرې د خندا په اوږو      په وینو سره دې ترې شینکي شینکي خالونه نه شي
دغه بیت د نورو عامو بیتونو غوندې دوه ډوله شکلونه لري، یو یې ژانري شکل دی او بل یې فورمي شکل یا فورم دی. د دې بیت قافیه، ردیف، وزن او سیلابوتونیک سستم د ژانر شکل دی، چې دېته د یوه غزل یا د بیت هندسي جوړښت هم وايي. بل یې فورم دی، چې د خیال او خبرو یو شاعرانه مضمون یې رامنځته کړی دی او دا بیا د خاصو ارزښتونو او ځانګړیو ارایو پر بنسټ رغېدلی دی.
دوی په همدې اساس یوه ادبي متن، فورم او شکل پرته له داسې یو رغښت نامکمل ګڼي؛ د دوی په باور همدا د وړو وړو اجزاو رغښت دی، چې یو ادبي متن یا فورم ایجادوي . یوازې دا هم نه، چې فورم د رغښت په اساس جوړ ګڼي؛ بلکې دوی رغښت د متن د هیئت یا شکل لپاره هم مهم بولي.
مثلاً د سایل صاحب د پورته بیت د متن د فورم یا شکل ادبي ځانګړنې به نوره هم وي؛ خو د مضمون نااشناتوب د ادبي ژبې خاصه کارونه او د خیال نوی ایجاد یې هغه څو ځانګړنې دي، چې دې متن ته یې ادبي ارزښت او ماهیت ورکړی دی. یعنې په دې شعري متن کې همدا رغښت دی، چې د دې بیت په جوړونه کې یې اساسي نقش کارولی دی، مثلاً د روح جنازه د خندا په اوږو وړل او بیا یو چاته په داسې انداز مخاطب کېدل، چې د روح د جنازې پر ځای د هغې د شنو خالونو د سره کېدو احساس ورسره وي او دا خبرې یا خیال بیا په داسې انداز وي، چې که حتی یوازې یو لفظ یا د خبرې یوه وړه غوندې برخه یې هم ترې بېله کړو؛ نو فکر نه کوم، چې د دې متن ادبي خوند به پاتې شي، فورمولیستان د متن همدې پټ رغښت ته ادبي فورم وايي. دوی له خیال او مضمون سره چندان کار نه لري؛ بلکې د مضمون او خیال د همدې رغښتونو په پلټنه او سپړنه کې یې خوند او رنګ پسې مزل کوي.
ادبي ژبه:
د فورم یا شکل له پېژندنې وروسته فورمالېزم د یوه ادبي متن په ارزښت کې د یوې ژبې ماتونه یا د یوې ادبي ژبې د ایجاد خبره هم کوي، مثلاً دوی وايي، چې په یوه ادبي متن یا فورم کې ادبي ژبه له عادي ژبې بېله ده او د عامې او ادبې ژبې ترمنځ پولې او حدود یې دا دي، چې مثلاً دوی عامه ژبه هغه ژبه بولي، چې موږ ورباندې ورځنۍ خبرې اترو کوو او یا هم له علمي پلوه تر ډېره د ګرامر د اصولو پابنده وي. د دوی په وینا ادبي ژبه د ګرامر یا د ورځنیو خبرو اترو وراخوا د ادبيت په تله یا ګرامر تللي شي.
د رومن یاکوبسن له قوله د ادبي لوستنې موضوع پخپله ادب نه دی، بلکې هغه ادبیت دی، چې له ځانګړنو یې یوه پنځونه په ادبي پنځونه بدلېږي. (۲) دوی په همدې اساس د ژبې تفکیک او توپیر ته قایل دي.
فورمولیستان عامه ژبه یوازې د پيغام او خبري ژبې په توګه نوموي، چې مقصد او هدف یې یوازې پوهاوی او پیغام وي، خو ادبي ژبه بیا له کلمو او لفظونو نېولې تر معناوو او مفاهیمو پوري خوځنده ګڼي، چې هر لفظ یا کلمه او مفاهیم د یوې معنا پر ځای څو معناوې ورکولای شي. دوی د ادبي ژبې د لفظ پر ښکلاییز اړخ او رغښت تمرکز کوي، چې ډېر سروکار یې له تخیل سره دی؛ خو عامه ژبه بیا د خبري ارزښتونو له مخې پر عیني او عقلي میکانیزمونو پورې تړلې بولي. په فورمالېزم کې د لفظ یا کلمې ماناوې او مفاهیم په رښتیا او نارښتیاوو يا په بهرنيو او مطلقو واقعیتونو پورې غوټه نه دي، چې یوه کلمه یا لفظ کټ مټ د همغه شي یا واقعیت تداعي یا مانا وزېږوي، چې په بهر کې شتون ولري او یا دې خامخا رښتیا ولري؛ بلکې د لفظ او کلمې خپل ذاتي او سېبولیک رغښت او ارزښت مهم دی. دغه ارزښت له ادبي وسایلو لکه بدیع، بیان او معاني او یا د نورو تخیلي وسیلو نېولې تر مفهوم او مضمون پورې چې ژبه پکې ناعدي شوي وي.
د فورمالیستانو د ادبي ژبې د ایجاد مهم توکي دي. د فورمولیستانو د همدې ادبي ژبې د اصولو له مخې تاسې د سایل صاحب پورته بیت یو ځل بیا وګورئ، چې دغه متن د ژبې له پلوه په څومره عالي رغښت خپل ژبنۍ ادبیت خپلوي. مثلاً د دې شعري متن عام مضمون یا د متن عام نثر خو داسې راځي، چې زما د روح جنازه د خندا په اوږو وړې؛ نو ستا شنه خالونه ترې په وینو سره نه شي؟ مګر د ژبې ماتونه یې بیا دا ده، چې همدې ژبنۍ ګرامر ماتېدنې یو بل ادبي ګرامر ایجاد کړی دی، چې هغې ته وزن یا د وزن موسیقي وايي؛ یعنې همدا وزن دی، چې په یوه ادبي متن کې د یوې ژبې ګرامر ماتوي او د بلې هغه رغوي.
د سایل صاحب د بیت په دغه متن کې د روح جنازه او د خندا اوږې دوه هغه ترکیبونه دي، چې موږ یې د عامې ژبې له پلوه په رښتیا او درواغو نه تلو او نه یې هم په بهرني واقیعتونو پسې ګرځو، چې مثلاً د روح جنازې او د خندا اوږې خو موږ نه دي لېدلي؛ نو دا څنګه ومنو؟ یعنې دا د ژبې هغه بل ناعدي والی دی، چې ژبه یې ماته کړې ده یا په بله وینا ادبي کړې یې ده.
دا شعري متن د پیغام په موخه نه دی لیکل شوی، چې پکې پراته لفظونه او مانا یې دقیقاً همغه وي او یا دې یې لفظ پر لفظ مانا ترې واخیستل شي، روح، خندا او شنه خالونه ممکن نورې سېبولیکې ماناوې هم وزېږوي، نامعلومه مخاطبه یې بله هم ژبنۍ هنري پټېدنه ده، چې د ماناوو د زېږون په ایجاد کې ونډه لري.
د ژبې په دغه ادبي ایجاد کې فورمولیستان په خپله ادبي متن د دې د ایجاد لامل بولي؛ یعنې د دوی په وینا هیڅ کوم خارجي شی نشته، چې دغه ژبه ترې جوړه شوه، بلکې دا پخپله ادبیت و، چې د ادبې ژبې دغه متن یې وزیږاوه، دوی متن او په متن کې دننه رغښت ته اشاره کوي او له همدې پلوه متن خپلواک ګڼي، د متن لفظي رغښت دا دی، چې که مثلاً موږ د سایل صاحب په بیت کې یوازې یو لفظ او یا ترکیب یا په جمله کې لږ تغیر هم راولو ممکن نه یوازې د متن بې خوندي رامنځته کړو؛ بلکې د مضمون او شاعرانه ارزښت ټکنیتوب یې هم رامنځته کړو.
نااشناتوب:
د ژبې په دغه ادبي نقش کې فورمالېزم یوازې په دغه توکيو بسنه ونکړه؛ بلکې د دغه توکیو په عمومي چلن یې نظر و او دا چلن یې تقریباً د خاصو اصولو په توګه په پام کې ونیوه؛ مثلاً دا د دوی هغه فني ځانګړنه وه، چې د یوې ادبي پنځونې د ادبي ماهیت او فورم تفکیک او هویت یې پرې معلوماوه. مانا دا چې دا یې هم د ژبې په څېر بله هغه ځانګړنه وه، چې د فورمالېزم ادبیت پرې ولاړ و، نااشناتوب، چې د شکلوفسکي د بحث نچوړ و، د ده په وینا دا همغه د ادبي ژبې په څېر له ځانګړیو سبکي توکیو رغېدلې ځانګړنه ده، چې اساس یې پر تفکیک او نااشناتوب ولاړ دی، شکلوفسکي د نااشناتوب د سبکي توکیو په اړه یوه مقاله (هنر د تخنیک په توګه) کې وویل، چې د هنر اصیل هدف او مقصد همدا دی، چې عادي شیان په ناعادي واړوي یا اشنا توکي نااشنا کړي. (۳) نااشناتوب په يوه ادبي پنځونه یا فورم کې په هره کچه خپل شتون ثابتوي، مثلاً له ژبې نېولې د خیال، فورم او افادې تر رغښته پورې دا ټول سبکي توکي دي، چې د شاعرانه اظهار په رامنځته کولو کې یې ونډه اخیستې ده یا اشنا شیان یې ناشنا کړي دي، اصلاً همدې فني ځانګړنې ته په فورمالېزم کې نااشناتوب وايي. موږ یوار بیا د سایل صاحب همغه پورته بیت د بېلګې لپاره راوړوو، چې د نااشناتوب تمایل بهترین مثال دی.
که څه هم د سایل صاحب د بیت په متن کې یې د ژبې په نااشناتوب د ادبي ژبې په برخه کې هم وغږېدو، چې همغه د ادبي ژبې یو خصوصیت یې همدا نااشناتوب و، چې ژبه یې نااشنا کړې وه یعنې هغه ژبه وه، کومه چې له روزمرې یا عامې ژبې مختلفه وه. مګر دلته د سایل صاحب د بیت په متن کې د نااشناتوب ځانګړنه په بله بڼه واقع ده یا به داسې ووایو، چې په مستقله توګه یې د ااشناتوب پر ځانګړنه خبرې کوو. په دې متن کې نااشناتوب دا دی چې د خیال یا مضمون له رغښته یې یو مضمون نااشنا کړی دی، یعنې موږ داسې ډاریک یا سیده ساده خبره نه لولو، چې مثلاً ستا خندا خو زما تر مرګه پوري بندوبست کړی دی، دلته مضمون یا خیال د خندا اوږي لري او جنازه یې د روح ده او بیا تر ټولو جالبه یې دا، چې له دې جنازې د یو چا شنه خالونه په وینو سره نه شی!! دې مضمون کې نااشناتوب د خیال او فورم همدا رغښت دی، چې خبرې پکې نااشنا شوي دي یعنې داسې خبرې او مضمون نه دی، چې له دې مخکې دې موږ چېرته دا مضمون او خیال لوستی وي یا دې موږ ورسره اشنا یو؛ بلکې همدا نااشناتوب دی، چې موږ له موضوعي پلوه عاطفې یا جذباتي کوي.
د نااشناتوب بله ځانګړنه دا ده، چې د یوه ادبي متن په سپړنه کې ترې ښکلاییزه استفاده او یادونه هم کېدای شي؛ مثلاً د نااشناتوب اساس پر دې ولاړ دی، چې د خبرو په ښکلاییز تفاعل تاکید کوي، هر هغه شی، چې ښکلی او نوی وي، زموږ ذوقونو ته یې د عامو او مروجه شیانو په پرتله د نااشناتوب اپیل زیات وي. ټولې کلیشې او تکرار بد نه وي، مګر اشنا ضرور وي، د نااشناتوب تمایل دا دی، چې هر واره په یوه متن کې د یوې نوې خبرې د ځایولو ظرفیت پیدا کوي. په همدې اساس د سایل صاحب د بیت متن ښه وګورئ ممکن دا ټول یې دې همدې نااشناتوب کمال وي، چې دې متن ته یې ادبي او ښکلاییز اړخ ورکړی دی.
غالب اړخ:
غالب اړخ د فورمالېزم بله هغه ځانګړنه او نومونه ده، چې د رومن جیکب سن له خوا رامنځته شوې ده، غالب اړخ په یوه ادبي پنځونه کې هغه بارز اړخ ته وايي، چې د نورو اړخونو په نسبت یې نقش او هویت څرګند او واضح وي، دې ته فورمولیستانو د یوې ادبي پنځونې کلیات هم وایه؛ خو اصل خبره دا ده، چې دا یو ډول سره ورته اصطلاح ده؛ یعنې د ادبیت یا شعریاتو غوندې د یوې ادبي پنځونې کلیت رانغاړي، یو اسان مثال به یې دا وي، چې مثلاً د سایل صاحب د پورته بیت په متن کې چې هر هغه ادبي توکی ډېر واضح او د نورو په پرتله ډېر څرګند او بااثره وو؛ نو دې بااثره او ډېر څرګند تمایل ته په یوه ادبي پڼځونه کې غالب اړخ وايي، د سایل صاحب په بیت کې موږ پورته څو موارده ذکر کړل دا له فورمولیستي پلوه هغه توکي دي، چې موږ یې د دې بیت د متن غالب اړخ بولو، په بله وینا دغه ادبي متن د فورمولیستي غالب اړخ په اساس ادبي متن دی. پايله: د فورمالېزم د اصطلاحاتو له پورته شننې معلومېږي، چې دوی د ادبیاتو په داخلي ماهیت یا د ادبیاتو په اصل هنر غږېږي، چې مقصد او هدف یې د یوه ادبي متن سپړنه او تحلیلونه ده، که څه هم دلته یې پر خاصو عمومي مسایلو او اصطلاحاتو تمرکز وشو؛ مګر اصل او جزوي خبرې یې نورې هم ډېرې دي، چې د همدې اصطلاحاتو له مبحثونو پر لویو او عمومي خبرو او بحثونو اوړي. لا همدې امله ګومان کېږي، چې که د فورمالېزم یا فورمولیستانو د همدې مبحثونو یوازې د یوه لیکوال په اثارو او فکارو هم خبرې کېږي؛ نو خورا ګڼ کتابونه پرې لیکلی شي.
موږ په همدې اساس یوازې هغه خبرې او اصطلاحات تر ځانګړیو سرلیکونو ولیکل، چې د فورمالېزم نتېجه او اجمالي خاکه یې بولم. د سایل صاحب د یوه ادبي بیت له متن سره ځکه په عملي توګه دغه اصطلاحات معرفي شول، تر څو وپوهېږو، چې دا ادبي مکتب او تیوري هم په عملي کره کتنه کې د تطبیق وړتیا لري او هم یې علمي لوړوالی او افادیت د فهم او اخیستنې وړ ده، د سایل صاحب د یوه بیت بیا بیا رااخیستنه په همدې اساس وه، چې هم د یوه بیت ګڼې ادبي زاویې ثابت کړو او هم د همدې ادبي تیورۍ او مکتب د پوهاوي په برخه کې مشکل پسندي رامنځته نشي.
ماخذونه:
(1) نیر، ډاکتر ناصر عباس. ۲۰۱۶م. جدید اور مابعدجدید تنقید. کراچي: انجمن ترقي اردو پاکستان. درېیم چاپ. ۵۷ ـ۵۸ مخ
(2) نارنګ، ګوپي چند. ۲۰۱۶م. ساختیات، پس ساختیات اور مشرقي شعریات. لاهور: سنګ میل پیبلي کیشنز. ۸۸ مخ
(3) نیر، ډاکتر ناصر عباس. ۲۰۱۶م. جدید اور مابعدجدید تنقید. کراچي: انجمن ترقي اردو پاکستان. درېیم چاپ. ۶۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب