دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې په يوه جومات او خانقاه کې مرګونې چاودنه شوې

په کابل کې په يوه جومات او خانقاه کې مرګونې چاودنه شوې

تاند:( جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏راپورونه وايي، چې د کابل ښار په لویدیز دارلامان سیمه کې نن مازيګر پر یوه درنه چاودنه شوې ده.

که څه هم ځینې راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې سلګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰ او ۳۰ تنو ترمنځ کسان وژل شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې دا چاودنه په دارالامان سیمه کې د خلیفه صاحب په نوم يوه جومات کې شوې ده .

د ایران مهر خبري اژانس ادعا کړې چې په چاودنه کې لږترلږه ۳۰۰ تنه وژل شوي دي.

خو اکثرو خبري اژانسونو ویلي چې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

ځايي خلکو سیمې ته د امبولانسونو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو د رسیدو خبر ورکړی.

د طالبانو ځايي چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې د افغانستان په مختلفو سيمو کې پر جوماتونو، چې تر ډېره د اهل تشيع اړوند دي، ګڼې ورته چاودنې شوي دي.

د ډېرو دغو چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

داعش ډلې څه موده مخکې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اهل طریقت پیرانو پر یوه جومات چاودنه کې هم درنه مرګ ژوبله اړولې وه. د تېرې جمعې (اپریل ۲۲) په ورځ د امام صاحب په چاودنه کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته د اهل تشيع اړوند پر یوه جومات لومړنی ځانمرګی برید په کندهار ولایت کې وشو.

په دې پېښه کې تر ډېره پښتانه اهل تشيع مړه او ټپيان شول، خو وروسته د اهل تشيع پر نورو ځايونو بریدونو ته د هزاره قوم ځینو فعالانو قومي رنګ ورکړ او د داعش ډلې مذهبي تشدد ته یې د هزاره ګانو د نسل وژنې نوم ورکړ.

د دغې نومونې ځينې منتقدین وايي، چې د تروریستي بریدونو قربانیانو ته قومي رنګ ورکول به ترهګري پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب