عبدالوحید وحید
افغانستان او پاکستان د پاکستان له رامنځته کېدو څخه راپدېخوا د ډیورنډ کرښې په اړه له ژور او ناحل شوي اختلاف سره مخ پاتې شوي دي. دغه مسئله د وخت په تېرېدو د پاکستان له پراخې امنیتي تګلارې سره هم تړلې پاتې شوى او په افغانستان کې د سیاسي او وسلوالو ډلو ملاتړ او روزنه په دغه تګلاره د نفوذ د وسیلې په توګه کارول شوې ده.
د پاکستان نیابتي تګلارو د افغانستان سیاسي بنسټونه کمزوري کړل ، جګړه اوږده او څو پوړيزه شوه ، افراطیت وده وکړه، سیاسي وېش ژور، ملي يووالى ټکنى او د وسلهوالو شبکو د پراختیا لپاره په افغانستان کې عمداً لاره هواره کړاى شوه. د جګړو له امله د زیربناوو او اقتصاد ویجاړۍ، د خلکو پراخې بېځایه کېدنې او د کډوالي پرلهپسې بحرانونو افغانانو ته درانه زیانونه واړول او د اوږدمهاله ملي نظام د جوړېدو بهیر یې زیانمن کړ.
د دغې تګلارې پایلې یوازې په افغانستان پورې تړلې پاتې نشوې. وسلهوالو شبکو او افراطي ایډیالوژیو په سیمه کې هم ناامني پراخه کړه او پاکستان پخپله د وسلهوالو بریدونو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ شو. دغه تجربه ښيي چې د نفوذ لپاره جوړې شوې نیابتي تګلارې په پای کې داسې امنیتي ستونځې هم رامنځته کولای شي چې کنټرولول یې د روزونکي اړخ لپاره هم ستونځمن وي.
اصلي درس دا دی چې که د افغانستان سیاسي او امنیتي چارې د بهرنیو نیابتي سیالیو تر اغېز لاندې وي، دغه هیواد نشي کولای تلپاتي ثبات ولري؛ همدغه شان ګاونډیان هم په افغانستان کې د غیرمستقیم نفوذ له لارې اوږدمهاله امنیت نشي ترلاسه کولای. د حل لاره د حکومتونو ترمنځ مستقیمې اړیکې، نهلاسوهنه، د امنیتي اندېښنو لپاره د باور وړ طرزالعملونه او د افغانستان سیاسي حاکمیت ته درناوی دی.
د ډیورنډ کرښې مسئله، د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان لخوا له افغان چارواکو سره د بندو دروازو تر شا او په غیررسمي خبرو کې په وار وار مطرح شوې ده؛ خو هيڅ افغان حکومت د ډيورنډ کرښې په تړاو دپاکستان دريز نه دى منلى او ياده ستونځه د دواړو لورو ترمنځ لاهم نه ده هواره شوې. فشار په هيڅ ډول نشي کولای د دغه اختلاف د مدیریت لپاره د یوه سیاسي چوکاټ ځای ونیسي. د فرانسه او جرمني ترمنځ د جغرافیې په سر له خونړیو جګړو وروسته دواړو هېوادونو د پخلاینې، بنسټیزې همکارۍ او دوه اړخیزې اقتصادي تکيې پر بنسټ اړيکې جوړ کړل. د هغوى تجربه ښيي چې دولتونه کولای شي چې شته اختلافاتو ته اجازه ورنکړي چې د ټولو اړیکو برخلیک وټاکي.
وروستیو تحولاتو بیا وښودله چې د دښمني تګلاره څومره دروند اخلاقي قانوني او ټولنيز لګښتونه لري. په کونړ او پکتیکا کې د هوايي بریدونو د ملکي مرګژوبلې راپورونو او تر دې وړاندې په کابل کې پر یوه روغتیايي او بیارغونې مرکز د برید پېښې، چې د زرګونو ناروغانو د درملنې ځای و، د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي. د بریدونو تر شا د موخو په اړه د دواړو اړخونو روایتونه که هر څومره متفاوت هم وي، د ملکي وګړو زیان د دې اړتیا څرګندوي چې امنیتي اختلافات د مستقیمو او اغېزمنو مدیریتي میکانیزمونو او له ديپلوماتيکو لارو څخه مهار شي.
افغانستان باید د ډیورنډ کرښې د نړیوالې پولې په توګه منلو ته اړ نه ایستل شي، لکه څنګه چې پاکستان هم اړ نه دی چې د دې مسئلې په اړه د افغانستان دریز حتماً ومني. دواړه هېوادونه کولای شي خپل دریزونه وساتي، خو په داسې اصل هوکړه وکړي چې ناحل شوی اختلاف باید د دوو ګاونډیو ولسونو د تلپاتې تقابل او دښمني لامل نشي.
پاکستان باید خپلې امنیتي اندېښنې د پوځي فشار او نیابتي شبکو پر ځای د مستقیمو خبرو، متقابلو امنیتي ترتیباتو او دیپلوماسي له لارې مطرح کړي. افغانستان هم مسؤولیت لري چې خپله خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارېدو ته نه پريږدي او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره د باور وړ بنسټیز میکانیزمونه رامنځته کړي. د دواړو لورو مسؤولیتونه یو شان نه دي، خو دواړه د یوه باثباته او د وړاندوینې وړ اړیکو جوړولو ته اړتیا لري. موخه باید د تاریخ بیا لیکل یا د یوه لوري د دریز بدلول نه وي؛ موخه باید دا وي چې یوه ناحل شوې مسئله د دوو ګاونډیو ولسونو راتلونکی ونه ټاکي. افغانستان او پاکستان کولای شي د ډیورنډ کرښې په اړه خپل متفاوت دریزونه وساتي او په عین حال کې د سولهییز او متمدن ګاونډیتوب لپاره ګډ اصول رامنځته کړي.
تاریخ له منځه نشي تللاى، خو راتلونکی باید د تېر تاریخ د شخړو يرغمل نشي. د نیابتي جګړو تجربه ښيي چې د نفوذ او امنیت لپاره د جبري فشار په نتیجه کې لا زیاته ناامني رامنځته کيږي. اوږدمهاله ثبات د مستقیم تعامل، متقابل زغم، نهلاسوهنې، د وړاندوینې وړ اقتصادي اړیکو او داسې سیاسي چوکاټ غوښتنه کوي چې اختلاف په اوتومات ډول په دښمني بدل نه کړي.
واحید صاحب د ستاسی لیکنه د ډیورن د کرښی او د کرښی دواړو خوا هیوادونو ته ډیره معقوله لاره پشنهاد کړیده، باید همدا تګ لاره تر هغه پوری تعقیب شی چې تر څو د کرښی په اوږدو کی میشتو قومونو او خلکو ته په سوله ایز ډول د بین المللی بی طرفه کمیسیون د لوری د دی شرایط برابر شی چې پدی هکله د همدی خلکو څخه ټول پوښتنه وشی چې ایا غواړی د اوسنی افغانستان برخه، که د پاکستان برخه او یا هم مستقل هیواد غواړی.
مننه او درنښت جناب والي صاحب محترمه
په يوه انلاين ناسته کې چا راته وويل چې د ډيورند کرښې ته فرضي کرښه مه وايه. دغه نړيواله پوله ده او ډيورند اوس د تاريخ برخه ده. همدغه لامل دى چې په وروستيو وختونو کې په خپلو ليکنو کې د ډيورنډ کرښه ډېره يادوم خو متعال رب دې وکړي چې زموږ مشران هم دې ته ورته تګلاره خپله کړي.
سلام
کما کان
تاریخی عوامل ، سیاسی قدامت، زمکنی اختلافات او حقوقی ضوابط او اړیکی ګونګوسی نه دی دافغان ولس مبرم دریځ او قلمرو ټاکی
کوټوال لکه سوی په رڼو سترګو خوب وینی! Pass auf دډیورنډ دکرښي په اړه پخوانی ارواښاد پروفیسور دکابل پوهنتون دحقوقو دپوهنځی تکړه استاد پېژندل شوی سیاستوال حسن کاکړ دهغه په علمی سیمینارونو کې څو ځلی «Durand» باندې بحث وشو نومړی پر خپل جامع دریځ کلک ولاړ وه. او څو ځله یې له یاد هیواد سره( پنجابستان) په نړیواله کچه بحثونو کې جدی علمی شخړه راغله، وروپسې په ۱۹۸۰ کلونو کې آی اس آی د سایلکون عملیاتو په اوږدو کې په منظم ډول د وسلو او مالي چارو وېش همغږي کړ چې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې (سی آی اې) له لوري د افغان مجاهدینو ډلو، لکه د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ته او د احمد شاه مسعود ځواکونه ته چې وروسته د شمالي ټلوالې په نوم یاد شول، ورکول کېدې. د شوروي له وتلو وروسته، د مجاهدينو بېلابېلې ډلې خپلو منځو کې يو پر بل اخته شوې او ونه توانېدل چې د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي چې په پایله کې يې کورنۍ غمیزه ، جګړه او اخ وډب رامنځ ته شوه. متحده ایالاتو د ISI او د پاکستان د صدراعظمې بې نظیر ې جینکۍ بوټو د حکومت سره په ګډه، د افغانستان د اسلامي دولت او پلازمېنې کابل په وړاندې د حکمتیار د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۴ کلونو په بمباریو کې د ملاتړ اصلي سرچینه وګرځېدل. تاریخ شاهد دی: [۱][۲][۳][۴]
په همدې سافت ویر او همدې input کې
ټول په دې موافق دي چې وروسته له هغه چې حکمتیار په افغانستان کې د واک په نیولو کې پاتې راغی، آی اس آی د افغان طالبانو ډلې په رامنځ ته کولو کې په پوځی، لوژیستیکی، سیمه ییزه اوحتی استخباراتی ، تبلیغاتی برخو کې مرسته وکړه. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو پورې، د آی اس آی او د پاکستان نورو پوځي برخو د طالبانو سره مالي، لوژیستیکي، پوځي او مستقیمه محاربوي مرسته لا پیاوړې کوله. د معلوماتو پر بنسټ ISI د سپټمبر له یوولسمې وروسته افغان طالبانو ته په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او مورچلونه ورکول او په افغانستان کې د طالبانو د بیا راتګ ملاتړ یې وکړ، په ځانګړې توګه، د حقاني شبکې سره یې زیاته مرسته کړې چې په افغانستان کې بریدونه وکړي، خو پاکستاني چارواکو دا تورونه ګاه وبیګاه په مزورانه توګه ردول چې دمنلو وړ نه وه د نړیوالو حکومتي چارواکو، سیاست شنونکو او د پاکستان پوځي چارواکو تورونه لګولي چې آی ایس آی د پوځي مشرتابه سره په ګډه د القاعدې ملاتړ هم کوي او هغوی ته یې پناه ورکړې ده. دا تورونه هغه وخت ښه سم ثابت شول کله چې د القاعده مشر اسامه بن لادن دسی ای ا اجنت په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو.
ددیورند دکرښې فزیکی ، تاریخی، سیاسی او جیو پولتیکې استد لالونه کچه دومره ټیټه نه ده او نه دومره ساده نه ده چې هره بنجاره سودا کې ورنه چڼه وهل جوړ شی