تاند (شنبه. د وږي/سنبلي ٢٠ مه) د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني حضار کړی دی.
دې وزارت د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ او پکتیکا کې پر ملکي سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې ورته احتجاج لیک ورسپارلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی او په کلکو ټکو یې غندي.
د ا.ا.ا یوځل بیا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو ادعاوو مطرح کول او د هغو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده.
په اعلامیه کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره پر نورو هېوادونو د ملامتولو او خپلو داخلي ستونزو ته د بهرني اړخ د تړلو پر ځای، د دغو ستونزو پر واقعي لاملونو او د هغوی پر حل تمرکز وکړي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي، د سپټمبر په ۲۱مه سهار وختي د کونړ په ځینو سیمو د پاکستان د جېټ الوتکو بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
یوناما په خپره کړې اعلامیه کې وویل، په وژل شویو کې یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ شامله ده، خو د پېښې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
ملګرو ملتونو د په داسې پېښو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې واشنګټن د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع د حق ملاتړ کوي.
خو پاکستان ویلي، د ټي ټي پي ۲۸ غړي يې وژلي دي.
د شرم ځآی دی چی تر اوسه یی سفیر کابل کی بیغمه ناست دی. ستاسو ښځی پدی حمارت غیی. پدی ساختګی جنګونو کی چی د پښتنو د وژنی سبب دواړو خواته ګرځی طالبان هم پکی شریک دی کنه نو سفیر په څه معنی ولی یی نه شړی؟ د ادی میړه مو څنګ ته کینولی ـ