Homeخبرونهیوناما: پر کونړ د پاکستان بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي

یوناما: پر کونړ د پاکستان بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي، د سپټمبر په ۲۱مه سهار وختي د کونړ په ځینو سیمو د پاکستان د جېټ الوتکو بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د یوناما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په وژل شویو کې یو سړی، یوه ښځه او یوه نجلۍ شامله ده، خو د پېښې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
ملګرو ملتونو د په داسې پېښو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې واشنګټن د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع د حق ملاتړ کوي.
ورته مهال، پاکستان ویلي، د ټي ټي پي ۲۸ غړي يې وژلي، خو د ا.ا.اچارواکي بیا وايي، په نښه شوي کسان ملکي وګړي دي.
د ا.ا.ا دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللي او غندلي یې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېر شمېر پخوانیو چارواکو هم دا بریدونه غندلي دي.

تر دې پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي و چې د ۱۴۰۴ کال له تلې د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما همداراز ویلي و چې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» په نوم د معتادانو د درملنې پر یوه مرکز په هوايي برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي چې د وژل شویو ډېری کسان د دغه مرکز ناروغان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...