چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+لومړۍ پښتنه ژباړنه څوک وه؟؟‎

لومړۍ پښتنه ژباړنه څوک وه؟؟‎

محمدابراهيم سپېڅلى

د پښتوادبياتوپه تاريخ کي زرغونه کاکړه يوه له ډېرمشهور فرهنګي ميرمنوڅخه ده .
زرغونه کاکړه دکندهارولايت په پنجوايي ولسوالۍکي زېږېدلې ده.

پنجوايي دکندهاريوه مشهوره سرسبزه تاريخي ولسوالي ده چي دميونداوارغنداب ولسواليوسهيل ته اودکندهارښارڅخه لوېديځ پلو٢٥کيلومټره ليري پرته ده.

محمدولي ځلمى دخپل کتاب (کندهار)په ٢٢٠او ٢٢١مخونوکي ليکي : ((…په تاريخي لحاظ پنجوايي زوړښاردى چي داشوکااوديمراسي کنډوالي يې تراوسه سته.))

ښاغلى په دې انددى چي داشوغې نوم د(اشوکا)له نامه څخه رااوښتى دى اودليل يې همداښيي چي په دغه سيمه کي دګريک اوبوديک ډېرتاريخي اثارليدلي سوي دي .
يوشميرپوهان بياپه دې فکردي چي دديمراسي نوم د(ديمترياس) دباختريکورنۍد يوپيژندل سوي پاچاله نامه څخه اخيستل سوى دى.

همدا دپنجوايي تاريخي اوکلتوري ارزښت دى، چي دميرمن زرغونې پرژوند يې هم ډېره اغيزه کړې ده اودخپل وخت مروج علوم(فصاحت،احکام اودشاعرانوشعرونه )يې دخپل پلار ملادين محمدڅخه لوستلي دي .

ابراهیم سپېڅلی

کله چي پېغلتوب ته ورسيده نودسعدالله خان نورزي سره يې دواده تړون سرته ورسيد.
دپټي خزانې په حواله خداى تعالى (ج) ورته غښتلي زامن (چي نومونه اوشمېره يې نه ده څرګنده )ورکړل .

زرغونې خپل اولادونه په پوهه اوهنرښايسته کړل.
له دې څخه ښکاري چي زرغونه کاکړه نه يوازي يوه تکړه قلمواله بلکي يوه هوښياره ميرمن اود اولادونوښه روزونکې مورهم وه .

دې پښتنې دخپلي پوهي پربنسټ دشېخ مصلح الدين سعدي (رح ) بوستان په خواږه نظم پښتوژبي ته وژباړه اوله دې ځايه موږ ويلاى سوچي زرغونه کاکړه په پښتوادبياتوکي لومړنۍښځينه ژباړنه ده چي له فارسې ژبي څخه يې منظومه ژباړه کړې ده .

پښتوژبي ته له فارسي څخه دې لومړنۍښځينه منظومي ترجماني خپل دغه زيارد(بوستان پښتو)ترنامه لاندي په ٩٠٣هجري سپوږمي کال کي پاى ته ورساوه .

ويل کيږي چي نوموړي ميرمن ډېرغزلونه اوشعرونه ويلي چي دشعردمينه والوترمنځ يې ښه شهرت درلود.

زموږداپښتنه ميرمن پريادوکمالونواوپوهوسربيره دخپل وخت يوه ښه ليکګره (خطاطه) هم وه اوپه دې لارکي يې يوشميرشاګردان هم ټولني وړاندي کړي دي .
دپټي خزانې مؤلف محمدهوتک بن داؤدپه دې اړه داسي کاږي :
((زماپلارهسي وويل :په سنه (١١٠٢)هجري ما دزرغونې په خط (بوستان پښتو)وليد، چي خپل اشعارئې پخپل ښه خط هسي کښلي ؤ،چي ملغلري ئې خط ته عاجزي کا.))

که څه هم دپټي خزانې دليکوال پلارداؤدخان (١٠٢٩ هجري قمري – ١١٣٦هجري قمري )دزرغونې کاکړي نورشعرونه اودسعدي دبوستان بشپړه پښتو منظومه ژپاړه ليدلې لاکن اوس موږته دپټي خزانې څخه يوازي دهمدغه ژباړل سوي (بوستان پښتو) يوه منظومه کيسه راپاته ده چي غواړودلته يې له تاسوسره هم کټ مټ شريکه کړو:
اورېدلې مي قيصه ده
چي له شاتوهم خوږه ده
داخترپه ورځ سهار
بايزيد چه ؤ، رويدار
له حمامه راوتلئ
په کوڅه کي تېرېدلئ
اېرې خاوري چاله بامه
راچپه کړلې ناپامه
مخ اوسرئې سوککړ
په ايروپه خاوروخړ
بايزيد په شکرکښوسو
دخپل مخ په پاکېدوسو
چه زه وړيم د بل اور
چه په اورکي سم نسکور
له ايروبه څه بدوړمه
يابه لږشکوه کومه
هو! پوهانوځان اېرې کړ
له لويني يې ځان پرې کړ
څوک چه ځان ته ګوري تل
خداى ته نسي کړاى کتل
لويي تل په گفتارنه ده
لوخبره په کارنه ده
تواضع به دي سرلوړکا
تکبربه دي تل ځوړکا.
دژباړي استادان وايي ترټولوښه ژباړه هغه ده،چي دپردۍژبي بشپړمفهوم په خپله ژبه لوستونکوته وړاندي سي
داستادانويادي خبري ته په کتوسره داسي معلوميږي چي ميرمن زرغونه کاکړه دشاعرۍ اوليکګرۍ ترڅنګ دترجمې له باريک فن سره هم ترډېره بلده اوپه دې اړه يې هغه د ژباړي مهم اصل ته داسي پام کړى چي لوستونکوته ددې کيسې درواني ژبې څخه هيڅ دانه ښکاري چي پورته منظومه کيسه دي ژباړل سوي وي.
دوهمه خبرداده،چي دې دخپلي ژباړي لپاره ښه موضوع غوره کړې ده، د ژباړي لپاره دموضوع انتخاب هم خورامهم دی، زرغونې کاکړي دادواړو تخنیکي کارونه په پوره ميړانه سرته رسولي دي.

اوسمهال وينو،چي ډېری کسان په ځانګړي ډول ځوانان له بيلابيلوژبوڅخه ژباړي کوي ، خو په دې ژباړو کي یې ځني داسي هم دي چي دترجمې ډېری اصولو ته پکښي پام نه کېږي اوځيني یې بياداسي ژباړي دي ،چي موضوعات يې زموږ د ټولني سره سرنه خوري یا ډېر سولېدلي وي،نوځکه ويل کيږي ، چي ځیني پښتو ته ژباړل سوي کتابونه ډېر لوستونکي نه لري، ځکه لوستونکي هغه کتاب  په مینه لولي،چي د دوی له دیني باور، ټولني، کلتور اوژبي سره ټکر  ونه لري.

دزرغونې کاکړي په ژباړه کي درېيمه ښيګڼه داده چي دخپل وخت سوچه لغتونه يې ترموږ پوري په پوره امانتدارۍ رارسولي دي، دبېلګي په ډول (ککړ،نسکور،لوينه ،ځان ته کتل،لوخبره اوداسي نور…) یاد لغتونه تراوسه ژوندي دي، يوازي (لوينه ) چي د تکبرپه مانادى اوس مي له خلکو نه دى اوريدلى.

نو،پورته خبروته په کتو  ويلاى سوو، چي زرغونه کاکړه دپښتوادب په تاريخ کي هغه روښانه څېره ده، چي دشاعرۍ اوليکګرۍترڅنګ يې د پښتنوميرمنوپه کتارکي پنځه سوه کاله ترمخه په پښتو ژبه  د منظومي ژباړي بنسټ ايښى دى.
————————–
١: پټه خزانه، دچاپ کال ١٣٣٩کابل (١٩٢- ١٩٤مخونه ) هوتک محمد
٢: کندهار،دچاپ کال ١٣٥١ کابل (٢٢٠- ٢٢٢مخونه
) ځلمى محمدولي
٣: پښتنې ليکوالي اوشاعراني،دچاپ کال ١٣٦٦کابل(٨- ٩ مخونه ) مظهري کبرا
٤: دوږموبهير،دچاپ کال ١٣٧٧پېښور(١٨مخ ) يون ارين

2 COMMENTS

  1. کور آباد سپېڅلی صاحب
    ستا لیکنه کې دغه ثبوت په ډاګه دی یو څوک چې بوستان په پښتو ژباړلی شی نو دوخت معاصره ادیبه ده شاعره او خطاطه چې دا درې واړه دهنر یو ستره برخه جوړوی.
    زرغونه انا دافغانستان نامتو شاهکاره

    • زړه ته رانژدې ورور ښاغلی ازاد!
      له لیکلي تبصرې څخه مو مننه.
      خوشحاله یوو، چي تاسو دغه مقاله خوښ کړې ده، خو یوه یادونه اړینه ده، چي زموږ د دې مقالې زرغونه کاکړه له زرغونې انا سره فرق لري.
      زرغونه انا الکوزۍ او د لوی احمدشاه بابا مور ده،مګر دا پښتنه مېرمن بیا زرغونه کاکړه نومیږي،چي شاعره، خطاطه او پښتو ژبې ته د بوستان مشهور کتاب ژباړونکې ده.
      مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...