پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په پښتو ادب کې ډرامــه |فیروز ملکزی   

په پښتو ادب کې ډرامــه |فیروز ملکزی   

      ډرامه د یوناني ژبــــــي د (Drau) له کلمې څخه اخستل سوي، چي معنا ئې کړنه، عمل او ښودل دي. په انګلیسـي ژبه کي مشتق سوي کلمه ده، چي  Drama ورته واې او لغوي معنا یې فرهنګونو: تمثیل، نمایش، او ننداره ښودلي ده .

په ادبي اصطلاح ډرامه د هنري داستاني ادبیاتو یو ډول دی چې ادبپوهانو ئي د پېژندنې په اړه بیلابیل تعریفونه وړاندي کړي دي لکه: یوناني لیکوال سیسـرو (Cicero): ډرامه د ژوند نقل د دود دستور هنداره او د حقیقت انځورګري بولي.

انګریز لیکوال کالرج بیا ډرامه د حقیقت نقل او د فطرت پیښي دي .

شکسپیر بیا واې: دنیا یو ستیج دی او انسانان ئې لوبغاړي دي او دهغو کړه وړه د ډرامې په پېښو او کړنو کي شمیري .

اپلاتون بیا ډرامه د اصل نقل ګني.

هیډلن وايي : ډرامه پر سټیج د واقعیاتو ښودنه داسي کوي، لکه څنګه چي د دوی پېښدل پکار دي نه داسي لکه څنګه چي پیښ سوي دي .

پرسي ول وایلد وايي: ډرامه د ژوند داسي منظمه ترجماني ده چي په نندارچیانو کي جذبات راپاروي.

پښتو ـ پښتو تشریحي قاموس یې داسي را پیژني : ډرامه هغه ادبي ژانر ته وايي چي د محاوري او کړني (عمل) په مرسته یو داستان (کیسه) بیانوي. دا کار د سټیج پر سر د لوبغاړو په وسیله تر سره کیږي او زیاتره انساني تضادونه پکي نغښتي وي .

سید محی الدین هاشمي د نثري ادب ډولونو کي ډرامه داسي راپیژني: ډرامه په اصل کي د یوې ژوندۍ کیسې نوم دی، چي احساسات او جذبات پکښي د خوځیدو په وسیله څرګندیږي او هره پیښه په کښې په عملي ډول د سترګو پر وړاندي راځي. نو په پای کي دا ویلای سو چي ډرامه د ریښتیني ژوند هغه تقلیدیه کړنه ده، چي د هیجان، کشمکش، پیغام او جذابیت پرمټ زموږ دروني احساسات او عواطف را پاروي. یا هم ډرامه هغه ښوونه یا ننداره ده چي په هغې کي کرکټرونه دخبرو، ژستونو (تمثیل) حرکاتو او کړنوپه وسیله د ژوند یوه برخه تمثیلوي.

د ډرامې پېدایښت او پرمختګ

    د نړۍ په ادبیاتو کې ډرامه یو له هغو ژانرونو څخه شمېرل کيږي چې ډېر له پخوا زمانو څخه را پیل سوې، چي د پیدایښت په اړه ئې تر اوسه پوري پوهانو دقیقه نېټه نه ده ټاکلي. د ډرامې، پېښو او تقلید پیدايښت له بیلو،بیلو وختونو څخه سرچینه اخلي . لومړی د هغو نندارو، پېښو او کړنو پیل دی، چي د ډرامي اطلاق پرې نه سي کیداي دا ځکه چي دغو پنځونو د ډارمي هغه ټول اوسني شرایط نه درلودل . دوهم د هغو ډرامو پیل دی چې په ټوله معنا ډرامه بلل کیدای سې او د همدې ژانر هغه ټول رکنونه پکښي موندلای سو خو دا ویلای سو چي همدا بیلابیلي ننداري یو له بله نه شلیدونکی تړاو لري .

د هیواد تکړه لیکوال او محقق ښاغلی حبیب الله رفیع په یوه مقاله کي واي:( ننداري او پیښي لومړنی هنر دی، چې انسان د خپل ژوند، نمانځنو، ټولنیزو او فکري خوښیو په ترڅ کي پېژندلي دي…کوډي او جادو د تمثلي هنر د مور بڼه لري… د بشـر ژوند په لومړیو او له تاریخ څخه وړاندي پړاونو کي دا دودونه د ډراماتیک هنر زړي بلل کیږي او له دې ځایه دي چي ډراماتیک هنر د کوډو له خیټي څخه را زیژي ).

خو دا خبره به بي ځایه نه وي، چي د همدغو بي ترتیبه او نامنظمو کردارونو او ښودنو د بشپړي هنري ډرامي د پیل لپاره لاره پرانستي ده په دي اړه ښاغلی رفیع واي: (د ډرامي د پیدایښت او پایښت په اړه په مقاله کي د هابل او قابل پیښه، ځانګړې لوبي، د بیلابیلو ارباب الانواعو پیدايښت او په ډراماتیکه بڼه د هغوي د نمانځني مراسیمو ته د ډرامي په سترګه ګوري لکه؛ د بیلګي په توګه په لرغوني یونان کي د ناټک ګډا او داسي نوري پېښي وې، چي د ډراماتیک هنر په وده او پرمختګ کي یې ونډه درلوده تر څو چې ډرامه د یوه ځانګړي فورم بڼه رامنځته کوي ).

تر اوسه پوري د ډرامې دقیق تاریخ لاهم زموږ په لاس کي نسته، ځیني واې: څوزره کاله پخوا په لرغوني مصـر کي د ایبي ډوس (Abydos ) په یوه ډرامه د اوسي ډوس پاچا د مړیني په ویرنه کي ښودل سویده. د پورتنۍ ډرامي د ښودل کیدو نيټه هم له میلاد څخه تقریباً دوه زره کاله وړاندي ګڼي .

څېړنو په لرغوني یونان کي لومړنی ډرامه لیکوال «سکای لس» بللی دی، چي د د سوپلي انټ (the suppliant  ) نومي ډرامي يې د یونان په لوی ښار اتن کي سټیج سوې ده او دوه نیم زره کاله پخوا لیکل سوې. ادب پوهان او څیړونکي د دې ډرامي د فني خواوو قوت ته په کتو سره دا یقیني بولي، چې له دي وړاندي ډرامي د خپل پایښت مزل وهلی دی. د یادونې وړ ده چې په یونان کي نورو لیکوالانو هم ډرامي لیکلي او پر سټیج ئې ننداري ته وړاندي کړي خو دلته ئې د ټولو راوړل ضروري نه بریښي. بیا هم ویلای سو چې د ډرامي لومړی لیکوال، ځای او نیټه دقیقه نه ده معلومه، خو دومره یادونه کوو، چې له میلاد څخه پنځه سوه کاله وړاندي په یونان کې ډرامه خپل اوج ته رسیدلي وه .

عقاب خټک وایې: په مصـر کې ناټک ننداري دوه یا هم کیداي شي درې زره کاله ق م موجودي وې، خو دلرغوني یونان په اړه دنظر خاوندان په دې باور دي، چي دا ژانر په سمه بڼه له میلاده پنجه پیړۍ مخکي په منظومه بڼه هلته رامنځ ته شوې دي او بیا یې پراختیا او پرمختیا موندلې ده .

محمد صدیق روهي په خپل اثر ادبي څېړني کي واې سوفوکلیز په ډرامه لیکنه کې شل ځله لومړۍ درجه ادبي جایزه ګټلې ده او یوروپیدز بیا د دې نوښت سبب شو، چي کرکتر ته ئي ریښتیی جوړښت ورکړ هغه ئي د نورو په خلاف له مافوق الانسانیت او مافوق الطبیعته راوویست او د ریښتیني او عادي انسان په جامه کي یې ننویست .

بل خوا ډرامه زموږ په لرغوني اریانا کې هم ډېره پخوانۍ ده. آریایانو له زرګونو کلونو راهیسـي ډله ییزي مېلې درلودي، د خپلو بیلا بیلو رسومو او نمانځنو د ترسره کولو په ترڅ کې یې ځانګړي تمثیلونه، اکټونه او پیښې درلودې. په دي لړ کي ویدي او اوستايي سرودنه، چي زرګونه کلونه پخوا په لرغوني آریانا کې رامنځته سوي، چي د تمثلي هنر روح لري. همدارنګه د هوما یا سوما د راټولولو میلي او دودونه هم د یادونې وړ دي، چي په ډول ډول ډراماتیکو پیښو او تمثیلي حرکتونو به تر سره کیدې.

د پوهاند عبدالحيحبيبى په قول چې د پخوا زمانو راهيسې په خراسان کښې د تمثيل غوندې راز راز پېښې او لوبې وې چې په شاهي دربار او د خلکو په بنډارونو او محفلونو کښې د ساعت تېرۍ تفريح او عبرت يا خندا دپاره ښودل کېدې، په ښارونو کښې ټاکلې ډلې، خلک او اداکاران ددغه کار دپاره وو او دوى به په اخترونو، ښاديو، مېلمستياوو او مېلو کښې ډول ډول د تمثيل صحنې جوړولې. (پوهاند عبدالحى حبيبى – هنر مجله څلورمه ګڼه کال ١٣٦٠- مخ ٤-٥)

د ښاغلي حبیب الله رفیع د څرګندونو له مخي په لرغوني آریانا کې داسې دودونه او ننداري وې چې د ننې ډرامې سریزه یې ګڼلاي شو.  سامانه  یوه لرغونې میله وه، چي په کي به آریاي نجونو او زلمو ګډي ساتیرۍ درلودي او ګډي نندارې به يې جوړولې، چي موږ یې د ډرامي لومړی خاړپوڅي بللاي شو.

اوس به ډرامه په فني اوتخنیکي ډول تشریح کړو :

د ډرامې ډولونه

  ډرامه په لومړي سرکې پر دوو لویو برخو ويشل کیږي

الف ـ  د بڼي او فورم له مخي

ب ـ  د محتوا او منځپانګې له مخي

ډرامه د بڼې او فورم له مخي دا لاندي ډولنه لري

۱ ــ  سټیــج ډرامـــــــه

 ۲ ــ راډیـــــويې ډرامـــــــه

 ۳ــ  تلـــویـزوني ډرامـــه

۴ ــ  یو اکـټـیــزه ډرامـــــه

۵ــ  انـتـــــرکــټ ډرامه

۱ ــ سټیج ډرامــه : هغه ډرامه ده چي د سټیج پر مخ د اجرا له پاره لیکل کیږي. د دې ډرامي لپاره سټیج ضرورې دی بیله سټیج څخه ئې پوره ډرامه نه سو بللای .

۲ ــ  راډیـــــويې ډرامـــــــه: هغه ډرامه ده، چې په راډیو کي د خپریدو له پاره لیکل کیږي . په سټډیو کي ثبت او د راډیو د څپو له لاري نشرېـږي او اوریدونکي ئې اوري . په دي ډول ډرامو کې دومره هنري قوت وې چې اوریدونکي داسي محسوس کړي چي د دوی د سترګو په وړاندي دا هرڅه کړني اجرا کیږي.

۳ ــ تلـــویـزوني ډرامـــه:  دا ډول ډرامه په اوریدلو او لیدلو پورې اړه لري، خو په دي توپیر چي دلته هر څه د تلویزیون پر سکرین شکاره کیږي .

۴ ــ یو اکـټـیــزه ډرامـــــه : دې ډول ډرامې ته نوې ډرامه هم وايې، دغسـي یو اکټیزه ( ONE ACT PLAY ) هغه ډرامه ئې بللای سو چي ټوله ډرامه په یوه فصل کې راخولاصه سي.

۵ ــ انـتـــــرکــټ درامه : په دې ډول ډرامه کې تر ډیره پوري ډرامه د ټوکو او تمسخر بڼه لري او په واقعیت کي یو لنډ ټوکیز تمثیل یا ننداره وي. د پلات او کرکټر وضاحت په کښې نه وي.

د محتوی او منځپانګي له مخي د ډرامې ویش

نمبر ډولـــــونـــــــــــه
۱ تـــــــــراژیــــــــدي  ډرامــه
۲ کــــومـیــــډي ډرامـــــــــه
۳ تـــــــراژیــــد کــــمــیــډیــکـه ډرامـــه
۴ میــــلو ډرامــــــــــــه

 ۱ــ تراژیدي ډرامه : هغه ډرامه ده چې د غم، درد، ویراو ژړا حالت او پیښي په کښي راغلي وي.

۲ــ کــــومـیــــډي ډرامـــــــــه : هغه ډول ډرامه ده چي په خوندورو کلمو او خندا لرونکو حرکتونو سره تمثلیږي او په خوښۍ سره پای ته رسیږي . په ټوکو، خندا او تمسخر د ټولني ناخوالي بیان کړي . په کمیډي ډرامه کي مهم اصل دادی چي دلته به کرکټرونه کمیدیک وي تر څو د ټولني په هغه بی عدالتیو ملنډي ووهي .

۳ ــ تـــــــراژیــــد کــــمــیــډیــکـه ډرامـــه : د ډرامي دا ډول د کمیډي او تراژیدي ډرامو له یو ځای والي څخه را منځته سوې ده. په اوسنیو راډیويې او تلویزوني ډرامو کې دا ډول ډرامي ځانګړي ځای لري، د ډرامي په جوړښت کي تراژیدي او کمیډي یو نه جلا کیدونکي برخي وګرځي، چي په لیدونکو او اوریدونکو کي تلوسه پیدا کوي . د دې ډول ډرامو غوره بیلګي د شکسپیر ځینې ډرامي یادولای سو.

۴ ــ مـــیــــــلـو ډرامـــــــــــه : میلو د یوناني څخه مشتق سوي کلمه ده، چي معنی ئې سندره ده. او په اصطلاحي توګه دا هغي ډرامي ته ویل کیږي، چې سندري په کښي زیاتي وي او هم جذبات او احساساتو ته ډیره توجه سوې وي. ظاهري شان او شوکت ئې ډیر مهم دی . په تیرو وختو کي دا ډول ډرامي د سټیج پر سره اجرا کیدلي او اوس تر ډیره پوري په تلویزیون کي اجرا کیږي او د سندرو برخه يې ډیره وي .

د موضوع له مخي د ډرامي ویش:

د موضوع له مخي په ډرامه کي کوم بندیز نسته لیکوال کولای سې چي هرډول سیاسي، اجتماعي، اخلاقي، عشقي، مذهبي، تاریخي، انتقادي او داسي نور موضوعات چي په یوه ټولنه کې وې راسي .

سید محي الدین هاشمي واي : هر موضوع د بشـر په ژوندانه پوري اړه ولري د ډرامي موضع ګرځیدلای سي .

د ډرامې جوړښت او بنسټیز توکي

ډرامه چي د داستاني ادبیاتو یو ځانګړی هنري ډول دی او د یو ادبي ژانر په توګه د لیکني ځانګړی چوکاټ او د جوړښت توکي لري. تر ډیره پوري يې د جوړښت توکي د ناول ، رومان او لنډې کسې سره ورته والی لري. لکه څنګه چې ناول کیسه، پلاټ، کرکټر، منظر کشـي، مکالمي او تلوسه لري. دغه ادبي ژانرونه یو له بله د فني تخنیک له اړخه لږ او ډېر توپیر لري . د ډرامي دغه بنسټیز توکي به په لنډه توګه تشریـح کړو .

۱ ــ کیسه :   په ډرامه کي کیسه ډیرمهم اصل دی، چي بي له کیسې څخه د ډرامي جوړښت امکان نه لري. د ناول او لنډي کیسې په پرتله په ډرامه کي کیسه ډیره د مکالمو او کرکټرونو په وسيله پر مخ ځي او دا کیسه پیل، منځ او پای لري .

۲ ــ پلاټ ( نقشه) : په ټوله کي په داستاني ادب کې پلاټ  هم یو ډیر مهم اصل دی، چي لیکوال ئې تر لیکلو مخکي په خپل ذهن کي جوړوي او دا د لیکوال دنده ده چي، ودغو پیښو ته یو منطقي ترتیب جوړ کړي. نقشه بیا په خپل ځان کي شپږ پړاونه لري، چې لاندي به ئې په مختصر ډول تشریح کړو:

لومړی پړاو ( پیلامه) : په دې پړاو کي معمولاً پیژندنه کیږي او کرکټرونه په خبرو اخته کوي غوره داده چې پیل به ئې لنډ او واضیح وي .

دوهم پړاو : ‌په دې پړاو کي پیښه ورو، ورو څرګندېږي او دا پړاو معمولاً په یو ابتدائې جنجال سره شروع کیږي .

دریم پړاو : ودې پړاو ته معمولاً په انګریزي کي کلایمکس واي او په پښتو کي ورته لوړ ټکی ( عروج ) ویل کیږي . په دې پړاو کي ټول تضادونه را برسیره کیږي او پیښې به یو منطقي تسلسل ولري .

څلورم پړاو : په دې پړاو کې د متضادو ځواکنو ترمنځ یو داسي قوت را څرګند سي، چې د هغه بریالیتوب هتمي بریښي په دې پړاو کي لیدونکي او اوریدونکي په دې پوهیږي چې څوک به بري ته رسیږي .

پنځم پړاو تنزل :  په همدې پړاو کي کړکیچونه، جنجالونه او ټکرونه یو په بل پسـي حل کیږي او لیدونکي یا اوریدونکي د ډرامي څخه ډیر خوند اخلي ځکه چي د ډرامې پای نژدې وي او پای به یا په تراژیدي او یا هم په کمیډي ختمیږي .

شپږم پړاو : په دې پړاو کي ټول هغه جنجالونه او غوټې خلاصیږي او لار ویوې منطقي پایلي  ته برابریږي او د ډرامي تول هدف په لاس راځي .

لکه دا لاندي عمومي سایکل:

۳ ــ کرکټر: کرکټر د ډرامي مهم رکن او اساسي عنصـر دی د ډرامې هغه محرکه قوه همدا کرکټر دی. پیرانند للو واي: دا چي یوه کړنه موږ ته په ژوندۍ بڼه وړاندې سي، باید خپلواک انساني هویت ولري. همدا کرکټرونه دي، چي پیښي او د ډرامي کیسه پر مخ بیایي . ارسطو بیا کرکټر ته دوهمه درجه اهمیت ورکړی له پلاټ څخه ئې وروسته ځای پرځای کړی، خو ډیرئ پوهان د دې نظر سره مخالف دي او کرکټر ئې په لومړی درجه کي راویستی، کرکټر بیا څو ډولونه لري .

 الف ــ د پیښي زیږونې له مخې د کرکټر دولونه :

۱ ــ اتل یا پیښه زیږونکی کرکټر  protagonist

۲ ــ د پیښه زیږونکي ضد کرکټر  Antagonist

ب ــ د ډراماتیک ارزښت له پلوه د کرکټر ډولونه :

۱ ــ اصلي کرکتر main character

۲ ــ دویمه درجه یا فرعي کرکټر secondary character

۳ ــ مرستندویه کرکټر minor character

۴ مکــــا لـــمــه : په ډرامه کي يو بل مهم اصل هغه مکالمه ده چي د کرکټرونو تر منځ رامنځ ته کیږي، مکالمه عموماً د دو کرکټرونو تر منځ وي خو ځیني کرکټرونه بیا له خپل ځان سره هم په خبرو اخته وي. د ډرامه لیکني له اړخه مکالمه باید لنډه، زړه راښکونکي او د کرکټر له شان او حال سره برابره وي.

۵ ــ کړنه (عمل ) : کړنه هم د ډرامي مهم اصل دی چي په  ډرامه کي کرکټرونه د هغو له چلند ( کړه وړه ) له لاري پیژندل کیږي.

۶ ــ د ډرامي ژبه :   د ډرامي ژبه به عام فهمه، د قال او حال سره به برابره وي. په ډرامه کي به عموماً هغه اصطلا حات، محاوري او متلونه به د اوریدونکو او لیدونکو له ټولنیزي او علمي کچي سره موازنه ولري.

۷ ــ په ډرامه کي طنز : په داستاني ادب کي طنز خپل ځانګړی ځای لري، په ډرامه کي بیا لیکوال ودې نقطي ته ډېره پاملرنه کوي تر څو په لیدونکو او اوریدونکو کي دا انګیزه پیدا کړي چي تر پایه پوري ورسره ننداره وکړي. په ډرامه کي طنزونه ستړیا لرې کوي.

۸ــ ډرامي يې وحدتونه : د ډرامي وحدتونه د ډرامي اساسي توکي کڼل کیږي، چي د ارسطو له نظره دري دي ( ۱ ـ وحدت زمان  ۲ــ وحدت مکان  ۳ ــ وحدت عمل ) او مهمه خبره پکښې داده چي دا دري وحدتونه به یو له بل سره ارتباط لري.

په پښتو ادب کې د ډرامې تاریخي بهير

    پښتون اولس چي زرګونه کاله پخوانۍ تاریخ لري د خپلو مدنیتونو په جوړښت او پرمختګ کې ستر رول درلود، نو د خپلي ژبي او ادب په برخه کې يې هم بیلابیل پړاونه تېر کړي دي . په پښتو شفاهي ادب کې د ډرامي په ډول نندارو ته به هم یو ځغلنده نظر وکړو .

پخوا زمانو څخه په خراسان کي د تمثېل غوندي راز راز پیښې اولوبي وې چي په شاهي دربارو او د خلګو په بانډارو اوبزمو کي د ساتیري، تفریح اوعبرت یاخندا لپاره شلي کيدې په ښاروکي ټاکلي ډلي خلک اواداکاران ددغه کار لپاره وه. دوئ به په اخترو، ښادیو او میلمستیاوو اومېلو کي په ډول ډول د تمثیل صحنې جوړولې همدا راز دپښتنو په بیلابیلو سیموکي به د ښادۍ په مراسیمو کښي ښځو او پیغلو د نرانو څخه پرته په ځانګړو ځایو کې به ئې ننداري جوړولې. همدا راز موږ یولړ ملي او اولسيی کیسې لرو چي لږ او ډیر ډراماتیک رنګ لري د اوریدلو په ترڅ کي تمثیلي بڼه هم مجلس ته وړاندي کیدل او دغو نکلو به د نثر تر څنګ ناري  ( دنظم برخي ) هم لرلې لکه: آدم خان او درخانې ، مؤمن خان او شیرنو، طالب جان او ګل بشرو او داسي نور هم دایادوني وړ دي .

په افغانستان کي د پښتو ډرامې تاریخي بهیر

په افغانستان کي د ډرامه لیکني بهیر د شلمي پیړي اولو دو لسیزو ته رسیږي . د سید محي الدین هاشمي په وینا ( لومړی څرکونه موږ د مولوي صالح محمد کندهاري په آثارو کي لیدلای سو نوموړي ته چې د حبیبې په ښوونځي کي د لومړني پښتو ښوونکي دنده وسپارل سوه، نو د زده کوونکو لپاره په یو شمير درسي کتابونو په لیکنه پیل وکړ او د پښتو لومړی درسي کتاب ئي په ۱۹۱۶ م کي  چاپ سو، چي په هغه کي یوشمر داسي لنډي کیسـي او حکایتونه وو، ځینو ئې ډرامو په څیر خوږې محاورې نږدي ډیالوګونه درلودل، چې موږ هغه د ډرامې لیکني لومړنۍ هڅي بللا سو.

مولوي صالح محمد له دي نه وروسته نور هم داسي کتابونه ولیکل چې ښکلي حکایتونه ئې درلودل او زده کوونکو به د سټیج پر سر نندارې ته وړاندي کول . له ۱۳۰۰ل او ۱۹۲۱م کال را په دیخوا د ځینو ډرامو ډیالوګونه سته چي مولوي صالح محمد کندهاري لیکلي او د اعلیحضـرت غازي امان الله خان په وړاندي د ښوونځیو زده کوونکو پر سټیج نندارې ته وړاندي کړي .

تردي وروسته په پښتونخوا کي څوکاله وروسته د عبدالاکبر خان اکبر پښتو ډرامه په ۱۹۲۷ م کال ننداري ته وړاندي سوه . په افغانستان کي یو بل لیکوال چې د یادوني وړ دی هغه محمد اعظم ایازي د ( آزاد افغان او سپین ږیري خبري) تر سرلیک لاندي د کندهار ادبي انجمن پښتو مجلي په یوه ګڼه کي خپره کړې . تر دې نه هم وروسته یوه بله ډرامه ( کلمه داره روپۍ ) د عبدالرحمن پژواک چي په ۱۳۱۷ل کال ئې د آزاد شعر په قالب کي لیکلي او بیا وروسته په ۱۳۳۷ ل کال د پښتو ټولني له خوا چاپ او خپره سوي ده.

تر دي نه وروسته د دریمې لسیزې په راپیلیدو د ویښ زلمیانو سیاسي غورځنګ په رامنځ ته کیدو د خپلو سیاسي افکارو په نشرولو سره د نورو ژانرونو تر څنګ ډرامې ته هم توجه کړې ده ، چي څو ښه بیلګه ئې د عبدالرؤف بینوا ( دکلو رنځور ) ډرامه ده چي په ۱۳۲۶ ل کال د همدې غورځنګ لخوا په کتابي بڼه چاپ سوه . تر دې راوروسته کله چي په ۱۳۱۹ ل کال کي کابل راډیو تأسیس سول او په ۱۳۲۰ ل کال خپروني پیل کړې نو دې کار ډرامه لیکنې ته ښه لار پرانستل، چي لیکوالانو خورا ښې ډرامي ولیکلې د هغو نومونه به وروسته د ډرامو او کال سره ذکر کړو . په کال ( ۱۳۳۸ــ ۱۳۳۹) ل د کابل نندارې په جوړیدو سره ډېري ډرامي د سټیج پر مخ نندارې ته وړاندي سوي . په ۱۳۵۷ کال د تلویزیون د خپرونو په پیل کیدو ډېري ډرامې نندارې ته وړاندې سوې.

تر دغو رادیویې او تلویزیوني نشـراتو راوروسته زموږ د ادب ځلانده ډیوو په دې برخه کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي، چي ځینو ئې ډیري راډیويې ډرامي لیکلي او ځینو ئې د کتاب په بڼه چاپ کړي هم دي، د هغو نومونه په لاندي ډول وړاندي کوو:

د یادوني خبره داده چي دغه لیکوالان دتاریخي پلوه پر دو ډلو ویشو .

الف ــ د پیل نه تر ۱۳۳۰ پوري

ب ــ ۱۳۳۰ نه را وروسته

د پیل نه تر ۱۳۳۰ پوري

نمبر د لیکوال نوم د ډرامو نومونه
۱ عبدالرحمن پژواک کلمه داره روپۍ ،
۲ عبدالرؤف بینوا د کلو رنځور، زوړه ګناهګاره، دوه ملګري …
۳ قیام الدین خادم سورګل،
۴ محمد الدین پژواک مات ښانک
۵ محمد ګل نوري او محمد اکبرپامیر بندي
۶ صدیق الله رښتین پښتنې میرمني
۷ خالد روښان د شیر شاهي پیښه
۸ غلام الرحمن جرار پټ پهلوان
۹ محمد اعظم ایازي آزاد افغان او سپین ږیري
۱۰ محمد نادر ایوبي سین او ملغلري
۱۱ عبدالله بختاني سیدو ملنګ
۱۲ نورمحمد ترکی د آزادۍ خدمت
۱۳ جان محمد پکتیا خپلواکي ، ولور، ښوونکی

 ب ــ ۱۳۳۰ نه را وروسته د ډرامي لکلو په برخه کی د همدې لیکوالانو نومونه د یادونې وړ دي :

  غوث خیبري ، تنګ یوسفزی، صالحي، قتیل خوږیاني، وجدي ، عبدالمنان ملګری، حافظ، امین افغانپور، ممنون مقصودي، فضلي ، نام حق زیرک ، عنایت حبیب الله رفیع، شفق، کاتب پاڅون، اکبر کارګر، بریالی باجوړی ، پروین ملال ، سید خان ملال، شهسوار سنګروال ، بسم الله جان کمکی او داسي نور هم سته چي په دي برخه کې ئې قلم چلولی.

هغه لیکوالان چې ډېرې راډیويې ډرامي يې لیکلي :

۱ ــ ارواښاد فضلي : میلمنه ، دوه مړاوي ګلان ، مبارزه روانه ده ، نامراده هیلي ، ډیوه مړه شوه….

۲ ــ عبدالمنان ملګری: د وطن مور ، شلیدلي، دشیطان غلام ، زړه صندوقچه، وروستی وصیت….

۳ ــ شهسوار سنګروال : د کلي بابا، د تاریخ ښوونکی، اوږدي څڼي ، د واده کالي ، د زولنو شرنګ ، د هدیرې ملنګ ….

۴ ــ بسم الله کمکي : بدل بالا پوش ، پلرنۍ مینه ، عاطفه ، د سولي په لټه ، لګیدلي شمعه دان ، تهدید ….

۵ ــ سند جان ملال: ما ویلي ، د ژوند څپي ، د خیبر چیغه، کابلي والا، د بیټ نیکه دعا، مور او زوی….

۶ ــ حفیظ الله تراب : پروپوزل صیب، تور زهر، څپي، کرکه، پریوتې څیري، محلونه، آحساس او داسيی نور

په پښتونخوا کې د ډرامې د پیدایښت او پایښت بهیر

د پښتو ادب د پرمختګ له پاره د پښتونخوا په سیمه کې هم ډېرو لیکوالانو او شاعرانو د نثر او نظم په برخه کې  نه ستړي کیدونکې هلي ځلي کړي، چي د ډرامي په برخه کي هم پښتو ته د لومړي ځل لپاره ډرامه د هند څخه د اردو ژبې نه راغله . قاضي خیرالله په خپل لیکلې قاموس (۱۹۰۶ م) کال چاپ واې پښتو ادب کي لومړۍ ډرامه لیکنه د امانت لکنهوی لیکلې ډرامه ده اندرسبها ده، چې په (۱۹۰۵م)کال په پښتو ژباړل سوي چي ژباړونکی ئې معلوم نه دی.

د لومړي ځل لپاره ډرامه په خپل اصلي بڼه په کال ۱۹۲۷م کې عبدالاکبر اکبر (درې یتیمان) ډرامه  لیکلي او په ښوونځیو کي هم پرسټیج نندارې ته وړاندي سوي. د ډیرو څیړونکو له یاداښتو څخه هم همدا ډرامه ده چې د لومړي ځل لپاره په پښتو ادب کې لیکل سوي . د عبدالاکبر اکبر نورې ډرامې تربور ( ۱۹۲۸م کال) خدايي خدمت ګار ( ۱۹۳۰ م کال چاپ) او جونکړه ( ۱۹۴۵م کال) لیکلي. د عبدالاکبر اکبر ډرامي سیاسې او اصلاحي رنګ لري، چي د خپلواکۍ او مبارزې روحیه پکښې نغښتي . دغو لاندي سیاسي او فرهنګي ادارو د ډرامې په پرمختګ کي مهم نقش لوبولی.

  • انجمن اصلاح افغانیه
  • پیښور راډیو
  • ابسین آرټ سوسایټي
  • اسلام اباد او پیښور تلویزیون
  • سرحد آرټس کونسل پیښور

په پښتونخواکې د هغو لیکوالانو نومونه چي زیاتي ډرامې ئې لیکي دي په لاندي ډول دي :

د لیکـــــــــــوال نوم                             د ډرامو شمیر

  1. امیرحمزه شینواري ۱۳
  2. سمندر خان سمندر                              ۲۵
  3. اجمل خټک ۸
  4. ایم رضا مهمندي ۲۰
  5. پروفیسرافضل رضا ۱۸
  6. نورالبشرنوید ۱۸
  7. سیده حسینه ګل ۱۲

یادونه : د لوړو یادو سو لیکوالانو د ډرامو تعداد شاید ډېر وي خو موږ ته چي څه معلومات لاسته راغلي وه همدومره ذکر سوې وي. نور لیکوالان هم سته چې په دې برخه کې کار کړی او ډېرې ډرامې یې لیکلي دي .

پنځه غوره پښتو ډرامې

  • جونګړه عبدالاکبر اکبر
  • نوې روشنې قاضی رحیم الله
  • د وینو جام ظاهر اسلم خټک
  • کلمه داره روپۍ   عبدالرحمن پژواک
  • پرېوتي څیري حفیظ الله تراب

  د عبدالرحمن پژواک د کلمه داره روپۍ ډرامې بیلګه چي په ازاد نظم لیکل سوې
کلیمه داره روپۍ
د ډرامی کارکوونکی:
غرزی: یو سپاهی
ځلمی: د غرزی ځوی
ګلشکه: د ځلمی مور
سنګ: یو زرګر
سکندر: د لښکر قوماندان
کاپرفیلډ: د انګریز د فوج کنډ کمشر
سپایان: پښتانه، انګریزان
لمړۍ صحنه
لمړۍ پرده
اشخاص: ګلشکه، ځلمی، غرزی
( ددې صحنی پېښی د غرزی په کور کښی پېښيږی. غرزی چرتی ناست دی، اوبه غواړی. ګلشکه اوبه ورکوی. ځلمی چه اته کلن دی لوبی کوی.)

 

ګلشکه: ولی دلګیر یې نن؟
په څه غم ګیر یې نن؟
غرزی: یاره دلګیر خو نه یم
په غمو ګیر خو نه یم
خو د بېلتون له لاسه
ګلشکه: د چا نه بېل یې ته!
غرزی: تر اوسه بېل نه یم
خو د بېلتون له بویه
ګلشکه: خو د بېلتون له بویه
دا څه خبره کوې؟
غرزی: بېلتون خو ګل دی کنه
ګلشکه: د څه شی ګل دی بېلتون؟
زه دی غمجنه کړلم
بېلتون که تاته ګل وی
ماته د اور سوزل دی
غرزی: د غم او درد په باغ کښی
شکر چه نه یی وینی
او نه پوهېږی په دی
چه بېلتون کوم یو ګل دی
ګلشکه: دغه تور ګل به څه کم؟
زه دی په غم مړه کړم
اصل مطلب ته راشه
زړګی می ډک دی زیاتی
تیری می مه ځوروه
د خدای دپاره یاره
اصل مطلب ته راشه
ولی دلګیر یې نن؟
په څه غم ګیر یې نن؟
هغه ستا مینه څه شوه

هغه ځما هیله څه شوه؟
اوس په بل چا مین شوې
یاره د خدای دپاره
څه اور دی بل که په ما
څه ټوکه وشوه په ما
ته خو دا هسی نه وې
زر شه خبره کوه!
(او ژاړی)
غرزی: ارماند، ارماند، ارماند
افسوس، افسوس، افسوس
څه بدګمانه شولې
مه ژاړه ځان به مړ کې
ځما وفا ډېره ده
اوښکی دی مه تویوه
زړګی می مه ځوروه
ته سمه کېنه زړګۍ
پښتنه کله ژاړی
ګلشکه: زه سمه ناسته یمه
خو ته خبره وکه
زړګی می ډک دی زېاتی

غرزی: خبره دا ده چه ما
سبا جګرې ته لېږی
د انګریز جنګ نښتی
که هلته و وژل شم
او تا و نه وینم زه
ارمان په زړه به لاړ شم
د خاورو لاندی به پروت
او ستا په یاد کښی به یم
د وینو ډکی سترګی

مــأخــذونــه

  1. هاشمي ، سید محي الدین ، ۱۳۹۸، د نثري ادب ډولونه ، وحدت خپرندویه ټولنه
  2. رضا ، افضل ۱۹۹۵، ډرامه ، پیښور یونیورسیټي ، دریم چاپ
  3. احمد ، رشید ، ۲۰۱۶، پښتو ډرامه، عامرپرنټ پیښور
  4. اعظم ، ډاکتراعظم، ۱۹۹۳، پښتو ادب کي کردارونه ، پښتو اکاډیمي پیښورپوهنتون
  5. پژواک ، عبدالرحمن ، ۱۳۳۷، کلمه داره روپۍ، پښتو ټولنه
  6. رفیع ، حبیب الله ، ؟   ، کابل مجله
  7. محب ، محب الرحمن ، ۲۰۱۴، په ډرامه کې کرکټر کښنه
  8. نوراني ، جلال ، ۱۳۸۹، ګفتاري درباره ادبیات دراماتیک ، کابل ، انتشارات سعید

1 COMMENT

  1. د ارواښاد سيدجان ملال نوم په ليکنه کې دوه ځايه ذکر شوى خودبده مرغه دواړه ځايه ناسم راوړل شوى يوځاى سيد خان اوبل ځاى سندخان ليکل شوى سمه بڼه يې (سيدجان) دى دځينونورو ليکوالو نومونه هم ناسم دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب