شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د طالبانو تصفیې کمیسون: مجرمان له خپلو لیکو باسو

ننګرهار کې د طالبانو تصفیې کمیسون: مجرمان له خپلو لیکو باسو

تاند:( جمعه، د حمل ۱۱ ) د ننګرهار لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د صفوفو د تصفیې کمېسیون په کار پیل کړی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ چې د دغه کمېسیون مشري د ننګرهار د امنیې قومندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز کوي.

د سرچینې په وینا، د دغه کمېسیون مسوولیت او دنده به دا وي، څو د ټولو اورګانونو له صفوفو هغه کسان وباسي، چې مخکینۍ جرمي سابقه ولري او یا هم دمګړۍ په جرایمو کې ښکېل وي.

ویل شوي، چې دغه کمېسیون به خپلې لومړنۍ چارې د جلال آباد ښار لومړۍ امنيتي حوزې څخه پیل کړي، چې په ترتيب سره به د جلال آباد ښار نهو امنيتي حوزو ته وغځوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: (( دغه کمېسیون به د جرمي سابقې درلودلو او دمګړۍ په جرمونو د ښکېلو کسانو ترڅنګ هغه کسان هم له صفوفو وباسي، چې کوم مهارت او وړتیا ونه لري، خو د خپلوۍ یا نورو اړیکو پر اساس صفونو ته داخل شوي وي.))

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی بیا- بیا د خپلو لیکو د تصفیې خبر ورکوي.

ځینې امنیتي شنونکي باور لري چې د طالبانو د لیکو د تصفیې تر شا، دغو لیکو ته د داعش ډلې د نفوذ اندیښنې او د طالبانو خپلمنځي اختلافات نقش لري.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب