Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر امریکايي پلاوي ته وویل، د افغانستان په...

د پاکستان د پوځ مشر امریکايي پلاوي ته وویل، د افغانستان په اړه د پاکستان تجربې په پام کې ونیسي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د پاکستان د پوځ مشر  او لوی درستیز، فیلډ مارشل عاصم منیر، د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د اوسني وضعیت د ارزونې پر مهال باید د سیمې لیدلوری او همداراز په افغانستان کې د اسلام‌اباد «تجربه» په پام کې ونیول شي.

هغه دا څرګندونې د امریکا د افغانستان د جګړې د کمېسیون له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې. د دغه پلاوي مشري د کمېسیون دوو ګډو مشرانو، شمیلا ن چوهدري او کولین اېف جکسن، کوله. دغه لیدنه د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې، چې په راولپنډۍ ښار کې موقعیت لري، ترسره شوه. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده.

عاصم منیر د هغو امنیتي حالاتو په اړه د پاکستان لیدلوری شریک کړ چې د ده په باور د افغانستان جګړه یې رامنځته کړه، او پاکستان ته یې زیانونه واړول.

په بیان کې ویل شوي چې منیر «د جګړې د ستراتیژیکو، دیپلوماتیکو او عملیاتي اړخونو د ارزونې پر مهال د سیمه‌ییز لیدلوري او د پاکستان د تجربې د شاملولو پر اهمیت ټینګار وکړ.»

د امریکا دغه پلاوی په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې ښکېلتیا د ارزونې لپاره څېړنه کوي.

وروستي بهرني ځواکونه، چې د امریکا په مشرۍ وو، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، له دوو لسیزو جګړې وروسته، له افغانستانه ووتل؛ په همدې مهال افغان طالبان بېرته په کابل کې واک ته ورسېدل.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې د منیر او امریکايي پلاوي د لیدنې په اړه ویل شوي چې «د ګډو ګټو پر موضوعاتو، د سیمه‌ییز امنیت پر چاپېریال او په افغانستان کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې، چې د کمېسیون د کار لپاره پر اړوندو لیدلورو ځانګړی تمرکز وشو.»

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس، امریکايي پلاوي د افغانستان د جګړې په لړ کې د پاکستان «اوږدمهاله» رول او قربانۍ وستایلې او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان د دوامدارې ونډې قدرداني وکړه.

دا په داسي حال کې ده چې امریکايي چارواکو او قوماندانانو په افغانستان کې د شل کلنې جګړې په ترڅ کې په ځلونو پاکستان پر دوه مخۍ تورن کړی او ویلي یې وو چې پاکستان هم د طالبانو او هم امریکایانو ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...