Homeخبرونهعطا تارړ له پي‌ټي‌ای څخه وغوښتل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ...

عطا تارړ له پي‌ټي‌ای څخه وغوښتل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو لوری انتخاب کړي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ له تحریک انصاف ګوند، پي‌ټي‌ای، څخه غوښتي چې روښانه کړي د پاکستان ملاتړ کوي که د افغانستان.

تارړ په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې خیبر پښتونخوا له سختو امنیتي ستونزو او د ترهګرۍ له زیاتېدونکو بریدونو سره مخامخ ده، خو په دغه ایالت کې د پي‌ټي‌ای په مشرۍ حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې کافي اقدامات نه کوي.

هغه ادعا وکړه چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره ورکړل شویو مالي سرچینو سمې کارونې ته هم کافي پاملرنه نه ده کړې او د افغانستان له لوري د ډزو وروستیو پېښو ته یې مناسب غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري هم په دې خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا د حکومت پر امنیتي تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل چې فدرالي حکومت د دغه ایالت پولیسو ته د مرمۍ ضد موټرو د ورکولو وړاندیز کړی و، خو ایالتي حکومت بېرته ستانه کړي دي.

دواړو پاکستاني چارواکو د خیبر پښتونخوا د پولیسو په قانون کې پر وړاندیز شویو بدلونونو هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا بدلونونه ښايي د پولیسو پر قوماندې او اداري جوړښت د ایالتي حکومت واک زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...