تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د تېرو ۳۰ کلونو تجربه ښيي چې د پاکستان د هغو څرګندونو ترمنځ چې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ په اړه یې کوي او هغه څه چې په عملاً یې ترسره کړي، د پام وړ واټن شته.
هغه د افغانستان د جګړې په تحولاتو کې د پاکستان رول ته په اشارې ویلي چې دا «دوهګونې لوبه» باید پای ته ورسېږي او دواړه هېوادونه باید په خپلو اړیکو کې نوی فصل پرانیزي.
خلیلزاد همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پراختیايي همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کابل او اسلاماباد باید داسې هوکړې ته ورسېږي چې د هېڅ یوه هېواد خاوره د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي.
خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په وروستیو ورځو کې د کابل او اسلاماباد اړیکې یو ځل بیا له امنیتي او پوځي اړخه خورا ترینګلې شوي دي.
خلیلزاد د سپټمبر په ۲۶مه په یوه بل پیغام کې هم د پاکستان د تېرو درېیو لسیزو د سیاستونو په اړه د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د اسلاماباد پر ژمنتیا شک څرګند کړی و او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر «بیا تنظیم» یې ټینګار کړی و.
په همدې حال کې، د پولې په اوږدو کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په وروستیو ورځو کې د کندهار په سپین بولدک کې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي او په څو ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو هم د کابل غبرګون راپارولی دی. پاکستان دا بریدونه د امنیتي ګواښونو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له امله توجیه کړي، په داسې حال کې چې د طالبانو چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.
خلیلزاد تر دې وړاندې هم وړاندیز کړی و چې کابل او اسلاماباد دې داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې پر بنسټ یې هېڅ لوری اجازه ورنه کړي چې د هغه له خاورې څخه د بل لوري د امنیت د ګواښلو لپاره کار واخیستل شي؛ او د دې هوکړې د عملي کېدو څارنه دې هم د یوه درېیم لوري له خوا وشي.
څېړنې ښيي چې د دواړو لورو ترمنځ اصلي اختلاف لا هم د یو بل په خاوره کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه پر متقابلو تورونو او د سرحدونو د امنیت پر څرنګوالي راڅرخي؛ هغه موضوع چې د خبرو اترو او د ادعاوو د تایید لپاره له مشخص میکانیزم پرته، لا هم کولای شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو سیوری وغوړوي.