جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اختطاف پېښو زياتوالی؛ مزار کې تښتول شوی سوداګر خوشې شو

د اختطاف پېښو زياتوالی؛ مزار کې تښتول شوی سوداګر خوشې شو

تاند: ( شنبه ، د حمل ۱۲ مه) ‏ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نورو طالب ځواکونو سره په ګډه ېې په مزارشريف کې یو سوداګر د تښتونکو له منګولو راخلاص کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي د حاجي سردار په نوم دغه سوداګر د مزار شریف د لومړۍ حوزې اړوند ګذر قبادان له سیمې څه باندې یوه میاشت مخکې د وسله والو اختطافچیانو له لوري وتښتول شو او په مقابل کې له کورنۍ درې سوه زره امریکايي ډالر غوښتل شوي وو.

سرچينه زياتوي، چې دوی اوس دغه سوداګر خلاص کړی او په تور یې دوه کسان نیولي دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان په لویو ښارونو کې د انسان پېښې زیاتې شوي، چې تېر کال ېې له امله څه باندې سل کسان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...