Homeخبرونهمتقي به له لاوروف سره د مسکو فارمټ په څنډه کې وویني

متقي به له لاوروف سره د مسکو فارمټ په څنډه کې وویني

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۹ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د میزان په ۱۳مه په مسکو کې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډې په څنډه کې د افغانستان د واکمنې ادارې له بهرنیو چارو وزیر سره وویني.

د روسي رسنیو د چهارشنبې د ورځې د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسیې استازي او جګپوړي چارواکي ګډون وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ وویل چې لاوروف به د غونډې په پیل کې وینا وکړي او د طالبانو د پلاوي مشري به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي.

د زاخارووا په وینا، د روسیې او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران به په جلا لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

روسیه یوازینی هیواد دی چې د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

روسیه وايي، د «مسکو فارمټ» په غونډه کې به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي موضوعات هم وڅېړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، ټاکل شوې چې د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...